سیرت نبوي (۱۴۳برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مبارزې شروع کېدل
څرنګه چي مبارزه يا پهلواني زموږ په را تلونکي بحث کي ډېره ذکر کيږي نو اوس به يې په پوره تفصيل سره در وښيم، ستاسي دي د مبارزې مقصد او مفهوم په ياد وي.هغه داسي: په پخوانيو جنګو کي جنګ لاس په لاس د توري او نېزې وهل وه، د نن ورځي پر ډول توپ، طياره، توپک او بُمان نه وه، نو د جنګو عادت داسي ؤ:
کوم وخت چي به دوه لښکره مخ په مخ سره ودرېدل د جنګ په اول او شروع کي به د يوه طرفه څخه يو پهلوان يا فارِس پر آس سپور يا پياده را و وتى، د غيرت او مړاني بيتونه او اشعار به يې ويل چي په دغو اشعارو کي به يې د ځان، د خپلو پلرو او د خپل قوم صفت کاوه چي موږ توريالي او مېړني يو، په ميدان کي به ودرېدى او د دښمن و طرف ته به يې و ويل: څوک دى چي زما سره قوت او همت، مړانه او غيرت معلوم کړي؟ د دې کار څخه به د دغه فارس او پهلوان دوه شيه مقصد وه، يو دا چي په دغه کار سره به يې خپل نوم او نښان په خپل قوم او وطن کي لوړول، همېشه به د قوي پهلوان او شجاع فارس په سترګه ورته کتل کېده، خاصتاً هغه کسان چي په ډيرو مبارزو کي به د خپل مقابل طرف تر وژلو وروسته ژوندي پاته سوي وه او دوهم مقصد يې دا ؤ: چي د خپل طرف د لښکر څخه بېره ليري کړي، په لښکر کي يې حماس او دلاوري پيدا سي.
نو د دغه بل طرف څخه به هم يو پهلوان دغسي د اشعارو په ويلو په غرور او کبرياء ور و وتى، لکه د نن ورځي کُشتي يا (رسلِنګ) بيا به د دوى په منځ کي جنګ شروع سو، په تورو به يې سره وهل، هر يوه به د پهلوانۍ حرکتونه، حملې او دفاع، چالاکي او چسپاندي ښکاره کول، ترڅو چي يو به و وژل سو، خو دغه مبارزه د جنګ په شروع کي کېدل او تر مبارزې وروسته به لښکر پر لښکر حمله وکړه عمومي جنګ به شروع سو، دغه قسم مبارزه په ډيرو غزاوو کي سوې ده او بيا چي هر وخت مبارزه يا پهلواني و ويل سي دغه د دوو پهلوانانو يو په يو جنګ يې مقصد دى. (بيرته قصې ته راسه)د بدر د جنګ تر شروع د مخه دکفارو د طرفه درې پهلوانان را و وتل چي دغه نفر د قريشو د هغه ښو پهلوانانو او سردارانو څخه وه او ټوله د يوې کورنۍ څخه وه، دغه نفر: عتبه بن ربيعه او د ده ورور شيبه بن ربيعه او درېیم د عُتبه زوى چي وليد بن عتبه ؤ، درې نفره چي د قريشو مشران هم دي ميدان ته را و وتل او ويل څوک مبارزه کوي؟ فوراً د انصارو د ځوانانو څخه درې نفره ور و وتل، چي يو يې عوف بن الحارث او بل يې معاذ بن الحارث چي سره وروڼه وه او مور يې عفراء رضی الله عنها ده او درېیم يې عبدالله بن رواحه رضی الله عنه ؤ، د انصارو څخه دغه درې نفره د هغو درو مشرکانو مخ ته د مبارزې دپاره ودرېدل، مشرکانو نه پېژندل نو يې پوښتنه وکړه ويل تاسي څوک ياست؟ انصارو خپل ځانونه ور وښوول، هر يوه خپل نوم ياد کړی، مشرکانو و ويل: تاسي ښه قوم ياست، نسب مو لوړ، اشراف او زموږ سيالان ياست، خو موږ ستاسي سره کار نه لرو بلکه د خپل قوم څخه نفر غواړو او بيا يې ناري کړه: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم موږ ته زموږ د قوم څخه زموږ سيالان را وباسه، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يا عبيده بن الحارث! (چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا زوى ؤ) يا حمزه! (چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا ؤ) يا علي! (چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا زوى ؤ) ور ولاړ سى، دغه ټول د رسـول الله صلی الله علیه وسلم هغه نژدې اقرباء دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم اوله قرباني په خپلو اقرباوو ورکوي، دغه درې نفره ور و وتل، کوم وخت چي د کفارو مخ ته و درېدل هغو ورته و ويل: تاسي څوک ياست؟ دوى هر يوه خپل نوم ور ياد کړی، کفارو و ويل: هو تاسي زموږ سيالان ياست، اوس نو د دوى په منځ کي جنګ او مبارزه شروع سوه، عبيده رضی الله عنه چي په عمر تر ټولو زيات ؤ د عتبه سره مقابل سو، حمزه رضی الله عنه د شيبه سره مقابل سو او علي رضی الله عنه د وليد بن عتبه سره مقابل سو، حمزه او علي رضي الله عنهما خپل مقابل طرف ته موقع ور نه کړه ډېر ژر يې و وژل، مګر عبيده او عتبه هر يوه پر خپل مقابل طرف د توري واري وکړه دواړه زخمي سوه او پر مځکه و لوېدل، په دواړو کي روح سته او ژوندي دي خو د حرکته و لوېدل، علي او حمزه رضي الله عنهما ژر ورغله عتبه يې و وژى او عبيده رضی الله عنه چي پښه يې پرې سوې وه د مسلمانانو لښکر ته يې راوړى، خو بيا د بدر تر غزاء څلور پنځه ورځي وروسته چي مسلمانان مدينې منورې ته تله په لار کي وفات سو.
د بدر په جنګ کي اول هغه کسان چي د کفارو څخه و وژل سوه دغه درې نفره وه، مشرکان نوره مبارزه او پهلواني نه غواړي ځکه درې سرداران يې په يوه وار د لاسه ورکړه چي دغه د دوی وژل کېده وکفارو ته ډېره سخته ضربه وه.
د دغي مبارزې آخر او انتهاء وکفارو او مشرکانو ته د بدۍ او بد بختۍ شروع وه، په يوه وار يې درې نامتو پهلوانان او مشران د لاسه ورکړه، د کفارو قهر او غضب پر جوش راغله او په يوه وار يې پر مسلمانانو هجوم ور وړى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وليدل چي کفار يو ځايي حمله کوي نو يې عجبه امر وکړی، وې فرمايل: ټول مسلمانان پرځنګنو کښېنى، کفار ورته ګوري او دا اول وار دى چي په دې ډول سره جنګ ويني، په جنګ کي د عربو عادت داسي ؤ چي حمله به يې کول او بيا به يې ځغستل، بيا به يې حمله کول او ځغستل، لکه زموږ په وطن کي (د چړو جنګ) چي و دغسي جنګ ته په عربي کي (کَر وَ فَر) وايي، وارى وکه او وځغله، بيا وارى وکه او وځغله، د عربو په جنګ کي دغه طريقه زده وه نوري طريقې نه وې ور معلومي، مګر اوس يو صف د جنګ دپاره پر مځکه ورته ناست دى او جنګ کوي، مشرکان نه پوهېږي چي دا څنګه جنګ دى خو دغه کار په جنګ کي نوې طريقه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکمت ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لښکر امر کړی چي پر ځنګنو کښېنى او خپل ځانونه د غشو څخه په زغره او سَپَر سره ساتى، حتّْی مسلمانانو پوره زغري هم نه درلودې، ځکه دوى د جنګ دپاره نه وه را وتلي نو د هر نفر سره چي سپر يا زغره ور سره وه ځان او د بغل ملګری يې په ساتی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: پرېږدى چي اوله حمله کفار وکړي،که يې په غشو ويشتلاست، ناست اوسى او ځانونه په زغرو ساتى، کوم وخت چي کفار نژدې درته راغله په يوه وار ټول پر را وغورځى داسي حمله پر وکړی لکه د يوه سړي ، د عربو دا قسم جنګ نه ؤ زده، هغه يوه معلومه طريقه وه چي همېشه به پر هغه قسم جنګېدل، خير ابوجهل پرکفارو د هجوم امر وکړی او کفار کرار کرار مسلمانانو ته ور نژدې کيږي، بيا ابوجهل امر وکړی چي په غشو يې ولى، پر مسلمانانو د هره طرفه غشي اوري او مسلمانان د زغرو په واسطه ځانونه ساتي، په دغه وخت کي د حضرت عمر رضی الله عنه پر مريي چي (مَهجَع) نومېدى يو غشى ومښتى او شهيد سو، نو په بدر کي اول شهيد د حضرت عمر رضی الله عنه مريئ (مهجع) دى او دوهم غشى چي ويشتونکى يې نه ؤ معلوم او څوک نه سوه پوه چي د کومه طرفه راغلى پر حارثه بن سُراقه رضی الله عنه ومښتى او هغه هم شهيد سو، دغه دوه نفره د بدر د غزاء اول شهيدان دي او بيا پسله جنګه د دغه حارثه رضی الله عنه مور و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او په ژړا يې و ويل: يا رسولَ الله! د حارثه د حاله مي خبره که (ځکه حارثه د مخه تر دې چي جنګ شروع سي په نا معلومه غشي و ويشتل سو او و وژل سو، دا هم نه وه معلومه چي چا و ويشتى) مور يې ډيره خواشينې وه ځکه زوى يې په جنګ کي ګډون هم و نه کړى نو دا په تشويش کي وه چي آيا د حارثه مرګ د شهادت دى که يا؟ نو د حارثه مور په وروسته کي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: د حارثه په حال مي خبره که، که په جنت کي وي خو صبر به وکړم او که غير له جنت څخه وي (د مور زړه دى د دوږخ نوم يې نه ياداوه) نو ويل: که غير له جنت څخه وي الله عزوجل به هغه کارونه و ويني چي زه يې کوم، مقصد يې ژړا، د ځان وهل او کالي څيرل وه او دغه کارونه تر دغه وخته نه وه حرام سوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم يوه ډیره لویه خبره ورته وکړه او وې فرمايل: يا اُمَ حارثه! وَيحَکِ، آيا ته ليونۍ سوې يې؟ د الله جل جلاله سره يو جنت نه دى بلکه اته جنتونه دي او ستا زوى د دغو جنتو څخه فردوس اعلْى ته رسېدلى دى.
وروڼو! هغه څوک چي په فى سبيل الله جنګ کي د إعلاء کلمة الله دپاره و وژل سي ځای او مقام يې جنت الفردوس دى، نو اُم حارثه خوشاله سوه او رهي سوه.
اوس چي دکفارو د طرفه هجوم شروع سو او مسلمانانو ته ښه ور نژدې سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړى چي اوس نو جنګ شروع کړی، اصحابِ کرامو هم په جنګ شروع وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ آمريت او قومنده و قومندانانو ته وسپارل او دئ صلی الله علیه وسلم و هغه خپل ځاى ته چي د لښکر تر شا جوړ سوى ؤ د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه په ملګرتيا ولاړى، هلته لمونځ او دعاء کوي، ځکه چي اوس جنګ شروع دى او د جنګ مسئوليت د هغو قومندانانو پر غاړه دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وظيفې ور سپارلي وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم لاس پورته کړی او خپل رب ته دعاء کوي وايي: الْهي! هغه وعده چي دي را سره کړې ده هغه را پوره کړې، دغه د دعاء په وخت کي هلته جنګ ډېر شديد سو او د جنګ ژرنده په ډېره تيزي سره ګرځېدل، د تورو شرنګئ دی، جنګ و هغه خپل اعلْى مقياس ته ورسېدى، دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله دعاء کي وايي: الْهي! که ته نن ورځ دغه مسلمانان هلاک کړې بيا نو په مځکه کي ستا د عبادت دپاره څوک نه پاته کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاء کوي خپل رب عزوجل ته عجز او زارۍ کوي، دومره عجز او دعاء يې وکړه چي تر دغه د مخه يې هيڅکله په دعاءکي دومره ډېروالى او عجز نه ؤ کړى، په دعاء کي يې لاسونه دومره لوړ نیولي وه چي د اوږو څخه يې پټو ولوېدى، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه چي د نرم زړه خاوند ؤ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پټو يې د هغه صلی الله علیه وسلم پر اوږو ور پورته کړی او ويل: يا رسولَ الله! قسم په الله چي ستا رب تا نه کښته کوي او نه خواروي دغه دعاء دي بس او کافي ده، بسته و خپل رب ته دي ډېر عجز وکړی، په دغه وخت کي الله جل جلاله و ملائکو ته امر وکړی چي د مومنانو نصرت او مرسته وکړی الله عزوجل د سورةالانفال په (12) نمبرآيات کي فرمايي:
(إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا ۚ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ ﴾. الانفال: 12)
يعني: اې محمّده! صلی الله علیه وسلم هغه وخت در په ياد که چي ستا رب و ملائکو ته وحىِ وکړې چي مومنانو ته و وايي: بېشکه په مرسته او نصرت زه ستاسي سره يم، نو اې ملائکو! تاسي هغه کسان ثابت کړى چي مومنان دي او ژر به د هغو کسانو په زړو کي بېره ور واچوم چي کافران سوي دي.
او الله جل جلاله و خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته وحىِ نازلي کړې چي زه به زر ملائکې پرله پسې ستاسي د مرستي دپاره در ولېږم، الله جل جلاله فرمايي:
(أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ ﴾.}الانفال:9
يعني: بېشکه په زرو ملائکو چي پـرله پسې به درتلونکي وي زه ستاسي سره مرسته کونکى يم، يعني: په يوه وار سره نه درځي (مُردِفِينَ) يعني: يوه په بله پسې.
په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه پرېشانۍ چي يو وړى او بيا يې سر را پورته کړی او وې فرمايل: يا ابا بکر! زېرى درکوم دغه جبريل دى راغلى او د آس پر پښو يې ګرز پروت دى، په بل روايت کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل:يا ابا بکر! زېرى درکوم د الله عزوجل نصرت راغلى دغه جبريل دى چي د آس قيضه يې نيولې ده او د آس پر پښو يې ګرز پروت دى.
ملائکې راغلې چي په دغه جنګ کي ګډون او اشتراک وکړي.
وروڼو! د بدر تر غزاء د مخه په هيڅ جنګ کي ملائکو داسي ګډون نه دى کړى چي جنګ دي يې هم کړى وي، په هيڅ جنګ کي او هيڅکله نه ده پېښه سوې چي ملائکو دي جنګ کړى وي مګر (غزوةُ البدر) اوله معرکه او اول جنګ دى چي په هغه کي ملائکې جنګ کوي، ځکه دا د حق او باطل په منځ كي اوله او عظيمه معرکه ده چي د اول وار دپاره پيښيږي او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم د عريش د دروازې څخه په داسي حال کي را و وتى چي زغره يې اغوستې وه او دغه آيات شريف يې وايه:
﴿ سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ﴾.[القمر :45]
يعني: ژر ده چي د دوى جمعه او ټولنه به ماته سي او مسلمانانو ته به په جنګ کي شاوي ور وګرځوي. او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم د مځکي څخه يو مټ خاوري واخستې مخ پر قريشو ودرېدى او ويل:«شَاهَتِ الوُجُوه» او دغه خاوري يې د کفارو پر طرف ور وغورځولې، د مشرکانو د لښکر ځيني کفار چي بيا په وروسته کي مسلمانان سوه هغه وايي: په والله په موږ کي داسي څوک نه سو پاته چي و سترګو، پزي او خولې ته دي يې دغه يو مټ خاوري نه وي رسيدلي او هر يوه د دغو خاورو په سبب سترګي مښلې او د دغو خاورو ويشتلو په باره کي الله جل جلاله فرمايي:
﴿ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ رَمَىٰ ﴾.[ الانفال :17]
يعني: اې محمّده! صلی الله علیه وسلم کوم وخت چي تا دغه ويشتل وکړه، دغه ويشتل تا نه دي کړي مګر الله جل جلاله دغه ويشتل کړي وه، ځکه د بشر ويشتل داسي نه وي چي يو مټ خاوره دي د پوره لښکر و سترګو ته ورسيږي، دا ويشتل د الله جل جلاله ويشتل وه، په دغه جنګ کي بشر يا مسلمانان يوه آله او وسيله وه خو په حقيقت کي د دغه جنګ ترتيب او نقشه د الله جل جلاله د طرفه څخه وه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل آخري اوامر و لښکر ته صادروي او وې فرمايل: ټينګ ودرېږى قسم په هغه ذات چي د محمّد نفس د هغه په اختيار کي دى هر هغه څوک چي نن ورځ د کفارو سره جنګ وکړي او په داسي حال کي و وژل سي چي پر دښمن ور رهي وي او د تېښتي په حالت کي نه وي الله عزوجل به خامخا هغه و جنت ته داخل کړي او وې فرمايل: و هغه جنت ته ور ولاړ سى چي بَر يا عرض يې د آسمانو او مځکي پر اندازه دى، دلته يو صحابي ولاړ ؤ چي نوم يې عُمير بن الحُمام ؤ او يو څو دانې خرما يا کجور يې په لاس کي وه چي خوړل يې هغه و ويل: يا رسولَ الله!څنګه دي و ويل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يا عُمير! والله يو ستاسي څخه نه وژل کيږي مګر هغه به و داسي جنت ته داخل سي چي عرض يې د مځکي او آسمانو پر اندازه دى، عمير رضی الله عنه و ويل:(بَخِن بَخِن) دا يوه عربي جمله ده او هغه وخت ويل کيږي چي چا ته ډېر ښه او د خوشالۍ شئ حاصل سي، نو عمير رضی الله عنه و ويل: بَخٍ بَخٍ،
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: دا جمله دي ولي و ويل؟ ده ويل: زما او د جنت په منځ کي بل شئ نسته بېله دې څخه چي دغه کفار مي و وژني؟ والله يا رسولَ الله!
زما دا اميد دى چي زه د دغه جنت د اهله څخه سم، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: هو ته د دغه جنت د اهله څخه يې، عُمير و هغه کجور يا خرما ته وکتل چي د ده په لاس کي وه او ويل: که دومره صبرکوم چي دغه خرما خورم دا ډېر اوږد ژوند دى نو يې هغه د لاس خرما وغورځول او پر کفارو يې حمله وکړه نور يې هم و وژل او دئ هم شهيد و وژل سو، عُمير رضی الله عنه هم د بدر د شهيدانو څخه دى.
دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر اطاعت او پر جنت د صحابۀ کرامو حرص ؤ، دومره صبر يې و نه کړى چي د لوږي په حالت کي دغه څو دانې خرما وخوري، بلکه ويې ويل: دا ډېر اوږد ژوند دى او د دغه څو دانو خرما خوړل ما د جنت څخه ځنډوي.
د مسلمانانو اطاعت او د جنت شوق دغسي وي، چي و في سبيل الله شهادت ته ورځغلي، که څه هم په وږي نس سره وي.
دغه رنګه عوف بن الحارث چي مور يې عفراء ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه او ويل: يا رسولَ الله! رب عزوجل د بنده پر کوم حال د خوښيه څخه خاندي؟ يعني: الله جل جلاله د بنده په کوم حال خوشاله کيږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د دښمن په منځ کي لڅ غوټه کېدل، عوف رضی الله عنه هغه زغره چي اغوستې يې وه وکښل او وې غورځول، توره يې واخستل او په دښمن ور ننوتى تر هغو يې جنګ کاوه چي شهيد و وژل سو.
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مسلمانانو د هجوم امر وکړی په دغه وخت کي د دښمن هغه اولنئ هجوم سپک سوى ؤ، حماس يې پاشل سوى ؤ، دا هغه حکيمانه نقشه وه چي د مسلمانانو د موقف پر لوړېدلو يې ډېر اثر وکړی، ځکه مسلمانان د خپل حربي قوت په شروع کي وه، د مخه دوى ناست وه خو اوس یې د خپل اعلْى قومندان په امره سره په يوه داسي يو ځايي هجوم شروع وکړه چي دغه هجوم و دښمن ته ډېر تريخ ؤ، نو مسلمانان د دښمن په صفو کي پرله اوښتل او د هغو غاړي يې پرې کولې او دې يې بيا نور هم نشاط او حماس ور زياتاوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم يې وليدى چي زغره يې اغوستې ده او ولاړ دى په پوره يقين او صراحت سره وايي:
﴿ سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ ﴾ [القمر : 45 ]
يعني: ژر ده چي د کفارو ډله او ټولۍ به ماته سي او دوى به خپلي شاوي د ماتي او شکست په حالت کي و مسلمانانو ته ور وګرځوي.
نو مسلمانانو ډېر شديد جنګ کاوه او ملائکو يې مرسته کول، د بدر په غزاء کي ملائکو داسي ګډون کړى دى چي جنګ يې هم کاوه، ځکه پسله هغه څخه چي جنګ خلاص سو رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: که غواړى هغه کسان چي تاسي وژلي دي او هغه کسان چي ملائکو وژلي دي سره وپېژنى؟ د وژل سوو کسانو په غاړو او ګوتو کي د سوځلو په آثارو او علامو پسي وګورى، پر هر مړي که د سوځلو علامه موجوده وه هغه ملائکو وژلى دى ځکه ملائکو د اور په تورو جنګ کاوه، صحابۀ کرام وايي: موږ په وژل سوو کسانو کي وکتل رشتيا هم هلته داسي کسان وه چي سوځل سوي وه.
ابن سعد د عِکرمه څخه روايت کوي وايي: په دغه ورځ به د يوه سړي سر پرې سو خو دا به نه وه معلومه چي چا و واهه. عبدالله بن عباس رضی الله عنه وايي د مسلمانانو يوه سړي د مشرکانو په يوه بل سړي پسي ځغستل چي دغه مسلمان لوړ د چلاخي يا قمچينې د وهلو آواز واورېدى او د يو چا ږغ يې واورېدى چي ويل يې: را د مخه سه حَيزوم او بيا يې وليدل چي د هغه مشرک چي د ده مخ ته ؤ سر پرې سو، هغه مسلمان دغه قصه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: صدقتَ! رشتيا وايې دا د درېیم آسمان څخه مرسته وه، نو دا ملائکه وه چي خپل ملګري ته يې ور ناري کړه او بيا يې کافر و واهه.
ابوداود المازني رضی الله عنه وايي: زه په يوه مشرک پسې وم چي په توره يې و وهم، د مخه تر دې چي زما توره ور ورسيږي د ده سر په هوا سو، وايي: زه پوه سوم چي دا د بل چا وارى ؤ چي سر يې ور پرې کړى.
مقصد دا چي د بدر په غزاء کي ملائکو عملي ګډون کړى دى، بېله بدره څخه بل هيڅ داسي جنګ نسته چي په هغه کي دي ملائکو په خپله جنګ کړى وي، فقط دغه يو د بدر جنګ دى چي ملائکو اشتراک يا ګډون پکښي کړى دى.
هـو! د حنين په ورځ ملائکې د جنګ ميدان ته حاضري سوي دي خو جنګ يې نه دى کړى او دا هم بايد و ويل سي چي نصر او برئ يواځي او يواځي د الله جل جلاله د طرفه څخه دى، نصر د ملائکو د طرفه څخه نه دى، په جنګ کي د ملائکو ګډون د مسلمانانو دپاره فقط يو اطمينان او زېرى ؤ چي مطمئنه اوسى کاميابي ستاسي ده او شکست نه خورى، مګر نصر او برئ د الله جل جلاله د طرفه څخه دى، الله جل جلاله فرمايي: ﴿ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ﴾.[آل عمران: 126]
يعني: مرسته او مدد، برئ او کاميابي نسته، مګر د قوي او حکيم الله د طرفه څخه دي. نور ټول شیان فقط اسباب دي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net