تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د روم پاچا يا قيصرته ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 16, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۳۷برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د روم پاچا يا قيصرته ليک

د روم پاچا چي نوم يې هِرَقَل او لقب يې قَيصر ؤ، پايتخت يې (قُسطُنطِينِيَه) ؤ چي اوس اَستَنبـُول ورته ويل کيږي، ټوله اُروپا، ترکيه، مصـر، شام او نوري ډيري منطقې د ده تر حکم لاندي او د ده تابع وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغه قيصر ته رساله ور ولېږل چي و اسلام ته يې را بلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه رساله د دِحيةُ الکلبي رضی الله عنه  په لاس د روم پاچا قيصر ته ور ولېږل، په دغه وخت کي چي دِحية بن خليفه الکلبي و قيصر ته ور رهي دى هلته په شام کي يو څه واقعې پيښي سوې چي هغه داسي وې: 


په دغه وختو کي قيصر د روم پاچا په خپله په شام کي موجود ؤ او شام ته د ده د را تګ سبب دا ؤ: چي په تېرو کلو کي د روم او فارس په منځ کي ډير لوى جنګ پېښ سوى ؤ او په دې جنګ کي روم پر فارس غالبه سو، فارس ته يې ماته او شکست ورکړه چي دغه واقعه يعني: پر فارس د روم کاميابي الله جل جلاله  د هغه تر پېښېدلو څوکاله د مخه په قرآن مجيد کي ذکر کړې او بيان کړې وه، الله عزوجل  د سورة الروم په شروع کي فرمايي: 


الم ﴿١﴾ غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿٢﴾ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿٣﴾


يعني: و عربو ته په نژدې مځکه کي (یا په کښته مځکه کي) روم مغلوبه سو او دغه روميان به د دوى تر دغه مغلوبيت وروسته په څو کلو کي بيرته پر فارسيانو غالبه سي.  


د آیات شریف د ترجمې د پوره پوهېدلو دپاره به اول هغه قصه درته بيان کم! کوم چي دغه آياتونه د هغې په باره کي نازل سوي دي نو بيا د آياتو په ترجمه په ډيره آساني سره پوهېدلاى سو، په دغو آياتو کي قرآن عظيم الشان يوه عجبه پېش ګويي کړې ده چي د قرآن مجيد پر صداقت او حقانيت لوى دليل دى، قصه داسي وه: 


د هغې زمانې د مځکي د مخ دوې لوى پاچهۍ چي فارس او روم وې د ډيرو کلو څخه په خپل منځ کي په شديدو جنګو سره اخته او مشغوله وې د (602) عيسوي کال څخه بيا د(614)عيسوي کال تر آخره د دوى د سختو جنګو سلسله جاري وه، په (570) عيسوي کال کي د محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  مبارک ولادت واقع سو او په (610) عيسوي کال کي په نبوت مبعوث کړه سو، په پخوا کي به هم اهل مکې يا مشرکانو ته د فارس او روم د جنګو خبرونه رسېدل، خو د نبوت او د اسلام د دعوت په وخت کي دغه د جنګو خَبَرُو د اهل مکې په زړو کي يو بل شکل او خاصه علاقه پيدا کړې وه، د فارس آتش پرستانو د مکې مکرمې بُت پرستان د ځان ډله بلل، د دين د نژدې والي په سبب يې بُت پرستان خپل بلل او بالمقابل د روم نصاراوو بيا مسلمانان خپل بلل، ځکه چي دواړه اهل کتاب وه او د دواړو دين آسماني دين ؤ، نو کوم وخت چي به د فارسيانو د غالبه کېدلو خبر را ورسېدى د مکې مکرمې مشرکانو به خوشالي کول او ويل به يې: موږ هم دغه رنګه پر تاسي غالبه کيږو، مسلمانان به هم په دغو خبرو او واقعو زهيرېدل او ويل به يې:

 

نصارا چي اهل کتاب دي ولي د آتش پرستو مجوسيانو په مقابل کي شکست خوري؟ چي موږته دغه مشرکان پېغورونه را کوي خو په (614) عيسوي کال کي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بعثت پنځه کاله تېر سوي وه فارسيانو و روميانو ته ډيره سخته ماته ورکړه او د روم د قيصر څخه يې ډير ځايونه ونيول حتّْی په خپله هرقل يا قيصر هم په قُسطُنطِينِيه کي محاصره او قلا بند سو، د روميانو پايتخت تر خطر لاندي سو، ډير لوى لوى اُسقُفان يا و وژل سوه يا بندي ونيول سوه، د بيت المقدس څخه ډير لوى او مقدس صليب د اېراني فاتحانو لاس ته ورغلى، د روم د قيصر عزت او اقتدار بالکل ختم او د منځه ولاړ، په ظاهره خو داسي هيڅ دليل او علامه نه وه موجود چي روميان دي بيا دومره قوت او طاقت پيدا کي چي د فارسيانو په مقابل کي دي سر را پورته کي، نو د دغه حالاتو او اخبارو په ليدلو او اورېدلو سره به د مکې مکرمې مشرکان ډير خوشاله کېدل، مسلمانانو ته به يې پېغورونه ورکول او زهېرول به يې تر داسي اندازې چي د مکې مکرمې د مشرکانو څخه يوه نفر ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ته و ويل:

 

نن زموږ فارسي وروڼه ستاسي پر رومي وروڼو غالبه سوه او شکست يې ورکړی، محوه او نابود يې کړه، سبا به موږ هم تاسي ته دغسي ماته درکړو او د بينه به مو يو سو، په دغه وخت کي قرآن مجيد د ظاهري اسبابو څخه مخالف يو داسي اعلان او بيان وکړی چي د منکرو مشرکانو هيڅ و زړه ته نه لوېدى چي هغه دغه آيات شريف دى چي موږ مخکي تلاوت کړى:


الم ﴿١﴾ غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿٢﴾ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُم مِّن بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿٣﴾

يعني: و عربو ته په نژدې مځکه کي (یا په کښته مځکه کي) روم مغلوبه سو او دغه روميان به د دوى تر دغه مغلوبيت وروسته په څو کلو کي بيرته پر فارسيانو غالبه سي.


په عربي کي د درو څخه نيولې بيا تر نهو پوري، بِضع ورته ويل کيږي، چي دا د (بِضعَ) د لفظ ترجمه سوه، نو الله جل جلاله  و فرمايل: چي نن ورځ خو روميان د فارسيانو د طرفه مغلوب کړل سوه، مګر د نهو کلو په موده کي به بيرته روميان پر فارسيانو غالبه او کاميابه سي، د دغه پېشګويي په اساس حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د ځينو مشرکانو سره شرط وتړى (البته په دغه وخت کي شرط تړل نه وه حرام سوي) داسي شرط يې ور سره وتړى چي ويل: که تر دومره کلو پوري روميان پر فارسيانو نه سوه کاميابه زه به تاسي ته سل اوښان درکوم او که په دغه موده کي روميان کاميابه سوه تاسي به ما ته سل اوښان را کوى، که څه هم ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په اول کي د بضع سنين ترجمه د خپله فکره سره برابر په لږو کلو کړې وه، نو يې خود د کفارو سره شرط هم په لږو کلو اېښى ؤ، مګر بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لار ښوونه سره یې د بضع سنين ترجمه په نهو کلو سره وکړه او شرط يې هم په دغو نهو کلو وتړى او په دغو کلو کي د روم پاچا هِرَقل د جنګ دپاره ترتيبات نيول چي هغه د لاسه وتلى عزت او اقتدار بيرته را وګرځوي او په عين حال کي يې دا نذر هم پر ځان اېښى ؤ، ويل: که الله جل جلاله  موږ روميان پر فارسيانو کاميابه کړو نو د حِمص يا قُسطُنطِينِيې څخه به تر إيليا پوري چي بيت المقدس دى د حج او زيارت دپاره پياده او پر پښو ځم. 


خو تاسي د الله جل جلاله  شان او قدرت ته وګورى چي د قرآن مجيد د دغي پېشګويي سره برابر د نهو کلو په موده کي يعني: تر هجرت يوکال وروسته عيناً د بدر په ورځ هغه چي الله جل جلاله  و مسلمانانو ته پر مشرکانو ښکاره فتحه او برئ ورکړی، مسلمانان د بدر د فتحي په خوشالي کي وه چي دا خبر هم را ورسېدى چي الله جل جلاله  کتابي نصارا پر فارسي مجوسيانو او آتش پرستانو بریالي او کاميابه کړه، چي د دغه خبر په اورېدلو سره د مکې مکرمې مشرکان نور هم سپک او ذليله سوه او د قرآن کريم دغه عجبه او حيرانونکې پېشګويي د دې سبب سوه چي ډير نفر و اسلام ته داخل سوه، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هغه د شرط سل اوښان د مکې مکرمې د مشرکانو څخه واخستل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر سره يې ټول خيرات کړه. 

 

 (بيرته قصې ته راسه)


هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دِحية الکلبې رضی الله عنه  په واسطه د روم پاچا هِرَقل ته رساله ولېږل او په دغه وختو کي په خپله هرقل په شام کي ؤ او دئ هم په دې سبب شام ته راغلى ؤ چي په تېرو کلو کي د روم او فارس په منځ کي هغه لوى جنګ پېښ سوى ؤ چي قصه مو درته بیان کړه او روم پر فارسيانو غالبه سوى ؤ، اوس چي هرقل په جنګ کي کاميابه سو نو غواړي چي په هغه خپل نذر وفاء وکړي، نو د قُسطُنطينِيې څخه و بيت المقدس ته پياده راغلى، خو قيصر په لار کي يو خوب وليدى هغه دا چي د ده پاچهي د داسي قوم او خلکو په واسطه د ده د لاسه څخه وزي چي هغه قوم سنت سوى دى. 


تاسي ته معلومه ده چي نصارا ځانونه او خپل اولادونه نه سنتوي، نو ده دغه خوب وليدى چي د ده پاچهي د داسي خلکو په واسطه د ده د لاسه وزي چي هغه سنت سوي وي، کوم وخت چي شام ته ورسېدى د علماوو، احبارو، وزيرانو څخه يې پوښتنه وکړه چي په دې وطنو کي څوک ځانونه سنتوي؟ هغو ورته و ويل: بېله يهودو بل څوک سنتېدل نه کوي، نو قيصر د ټولو يهودو د وژلو قصد او إراده وکړه (که يې دا کار کړى واى دنيا به يې د يهودو د شره څخه خلاصه کړې واى مګر د الله جل جلاله  إراده بيا بله وه) اوس قيصر د يهودو د وژلو دپاره ترتيبات نيسي، خپلي قواوي آماده کوي چي په شام کي ټول موجود يهود حلال کړي ځکه ده غوښتل چي هغه د ده خوب رشتيا نه سي، په دغه وخت کي چي ده د يهودو د وژلو دپاره ځان جوړاوه په شام کي يو غل ونيول سو چي هغه غل د عربو څخه ؤ، عرب ؤ او په شام کي يې غلا کول نو خلکو د هغه غله عرب په تلاښي شروع وکړه تر داسي اندازې چي کالي يې ځني وکښل، کوم وخت چي عرب لڅ سو نصاراوو و ليده چي دئ هم سنت سوى دى، 


نو يې عرب ته و ويل: ته يهودي يې؟ سړي ويل يا! ويل: د کوم ځاى يې؟ ويل: عرب يم، ويل: تاسي عرب هم ځانونه سنتوى؟ ويل: هو، دغه خبر يې و قيصر ته ورساوه چي صبر وکه يهود مه وژنه ځکه بېله يهودو بل قوم هم سته چي ځانونه سنتوي، ويل: هغه څوک دي؟ ويل: عرب دي او د غله حال يې ورته و وايه. 

 

قيصر ويل: غل ما ته راولى، اوس و قيصر ته د غلا تر موضوع هغه بله د خوب موضوع مهمه ده، خير! غل و هِرقل ته ور وستل سو (د الله جل جلاله  کارونه دي په دغه وختو کي ابوسفيان او د قريشو څو نفره نور هم په شام کي دي چي د تجارت دپاره تللي وه) هلته هِرقل په خپله د دغه عرب څخه تحقيقات او پوښتني کوي، ويل تاسي څوک ياست؟ څنګه ژوند مو دى؟ دين مو څه شي دى؟ عرب ويل: موږ د جزيرةالعرب اوسېدونکي يو، مشهوره قومونه او قبيلې يو، ټول خلک مو پيژني چي موږ عرب يو، د هرقل چي په اوړو کي شګه وه ويل:

 

آيا په تاسي کي يو نوى شئ، نوى دين، نوى تحوّل پېښ سوى دى؟ عرب ويل: هو! په موږ کي يو نفر پيدا سوى دى چي نوم يې محمّد دى او وايي: زه نبي يم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ژوند او دعوت څه حالات يې ورته و ويل، څرنګه چي هرقل عالم ؤ په تورات او انجيل کي يې معلومات درلودل او پوهېدى چي اوس د هغه وعده سوي نبي د را تګ وخت دى نو شک ورته پيدا سو، د ښه تحقيق دپاره يې د دغه نبې په باره کي پوښتني او معلومات ځني کول خو علامې ټولي داسي دي چي دا هغه نبي دى چي د دوى سره په کتابو کي ذکر سوى دى، هرقل امر وکړی چي داسي عرب را ته راولى چي د دغه محمّد صلی الله علیه وسلم  د قوم څخه وي، د هرقل قوم او عمله ګرځي او پوښتنه کوي چي په شام کي داسي  عرب پيدا کي چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  د قوم څخه وي. د هرقل عمله دلې پرېږده چي په شام کي د مکې مکرمې په قريشو پسي ګرځي او غواړي چي و  هرقل ته يې ورولي. 


په دغه وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه ليک چي د دِحيةُ الکلبي رضی الله عنه  په واسطه يې و قيصر ته ور لېږلى ؤ دِحية الکلبي و قيصر ته ورساوه ( د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لیک و قیصر ته ورسېدی او د دغه ليک د رسېدلو واقعات به وروسته درته بيان کم خو اوس به بيرته د قصې و هغه ځاى ته ور سم چي د هرقل عمله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قوم پسي ګرځي) څو د قیصر عملې ابوسفيان د نورو قريشو سره پيدا کړی، نو د قيصر عملې  ابوسفيان او د قريشو هغه نور مشران ونيول او د روم پاچا قيصر ته يې ور وستل. 


اوس نو قيصر د ابوسفيان څخه پوښتني کوي او ابوسفيان د هغه د پوښتنو جوابونه ورته وايي، چي دغه د دوى د سوال او جواب موضوع په بخاري شريف کي په يوه اوږده حديث کي بيان سوې او ذکر سوې ده چي زه به اوس هغه حديث شريف درته را نقل کم، خو دا به هم درته و وايم: چي په دغه وختو کي ابوسفيان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه اشد يا تر ټولو خلکو شديد دښمن دى خو تاسي د هرقل د پوښتنو په مقابل کي د ده  جوابونه په دقت سره واورى. 

 

د عبدالله بن عباس رضی الله عنه  څخه روايت دى چي ابوسفيان بن حرب راته و ويل: هرقل و ما او د قريشو يوې ډلي ته چي شام ته د تجارت دپاره تللي ؤ نفر را ولېږل او دا هغه وخت ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  زما او د قريشو د کفارو سره د حدیبیې صلحه کړې وه. هرقل په دغه وخت کي په بيت المقدس کي ؤ، هرقل موږ و  خپل مجلس ته ور وغوښتلو چي د ده په مجلس کي د ده پر شا وخوا د روم ډير لوى خلک هم ناست وه او بيا يې ترجمان را وغوښتى، زموږ څخه يې د ترجمان په واسطه پوښتنه وکړه چي په تاسي کي کوم يو په نسب کي و هغه سړي ته ډير نژدې دى چي وايي زه نبي يم؟ ابوسفيان وايي: ما ورته و ويل: زه تر دغه نورو نفرو ورنژدې يم.


(ځکه ابوسفيان په پنځم نيکه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يو ځاى کېدى) 


هرقل و ويل: دئ زما مخ ته کښېنوى او د ده ملګري دي د ده و شا ته  کښيني او بيا هرقل و خپل ترجمان ته و ويل: و دغه نورو خلکو ته و وايه: زه د دغه سړي څخه پوښتني کوم که يې په جواب کي درواغ را ته و ويل تاسي د ده خبره ور رَدوى، خو ابوسفيان بيا وايي:که ما ته د دې څخه شرم او حياء نه درېدلاى چي بيا به درواغجن معرفي سم، يعني: خلک به مي درواغجن بولي ما به درواغ ورته ويلي واى. 
هرقل په پوښتنو شروع وکړه او اوله پوښتنه يې داوه: 

د دغه سړي نسب په تاسي کي څنګه دى؟


ما ورته و ويل: هغه په موږکي د ښه نسب خاوند دى. 


هرقل ويل: آيا په تاسي کي دغه د نبوت دعوه او خبري تر ده د مخه يو بل چا هم کړي دي؟ چي ويلي يې وي زه نبي يم. 


ما ويل يا! په موږ کي تر اوسه چا د نبوت دعوه نه ده کړې. 


هرقل ويل: آيا د محمّد په نيکه ګانو کي يو پاچا تېر سوى دى؟


 ما ويل: يا. 


هرقل ويل: آيا د شرف او عزت خاوندان يې متابعت کوي که ضعيفه خلک؟ 


ما ويل: يا! هغه ضعيفه خلک يې متابعت کوي. 


هرقل ويل: آيا دغه د ده متابعين زياتيږي که کميږي؟ 

ما ويل: زياتيږي. 

هرقل ويل: يو څوک چي د ده دين ته داخل سي بيا بيرته ځني اوړي؟ 

ما ويل: يا داسي څوک نه دى را معلوم چي د ده دين ته دي داخل سوى وي او بيرته دي ځني اوښتى وي.


 هرقل ويل: آيا تر دغه د مخه چي د نبوت خبري وکړي تاسي په ده کي درواغ ليدلي وه؟ 


ما ويل: يا. 

هرقل ويل: آيا غدر، وعده خلافي او خيانت کوي؟ 


ما ويل: يا! مګر اوس زموږ او د ده په منځ کي د يو څه مو دې دپاره پر صلحه عهد او اتفاق سوى دى خو په دې نه يم خبر چي په دغه صلحه او وعده کي به څه را سره وکړي (د ابوسفيان مقصد هغه د حديبيې صلحه وه چي اوس هم جاري او برحاله وه).

ابوسفيان وايي: په دغه ټول سوال او جواب کي مي داسي خبره نه کړه پيدا چي زه يې پر زياته کم بېله دغه خبري څخه. 


هرقل ويل: ستاسي او د ده په منځ کي جنګ پېښ سوى دى؟ 


ما ويل: هو. 


هرقل ويل: د دغه جنګ نتيجه به څنګه وه؟ 

 

ما ويل: جنګ زموږ او د ده په منځ کي سلواغه وه کله زموږ و طرف ته او کله د ده .

 

و و طرف ته وي، يعني: کله موږ کاميابه يو کله دئ. 


هرقل ويل: په څه شي مو امرکوي؟ 


ما ويل: وايي يواځي د الله جل جلاله  عبادت کوى، هيڅ شئ مه ور سره شريکوى او هغه ستاسي پلرو چي ويل او کول هغه پرېږدى او موږ په لمانځه، صداقت، پاکي او صلۀ رحمي امرکوي. 

 

هرقل و ترجمان ته و ويل: و ده ته و وايه: 


ما يې د نسب پوښتنه درڅخه وکړه: او تا ويل: هغه د شريف نسب څخه دى، رسُولان هم دغه رنګه وي د خپل قوم په نسب کي رالېږل کيږي. 


او پوښتنه مي درڅخه وکړه: چي تر ده د مخه په تاسي کي يو بل چا هم دغه خبري کړي دي؟ تا ويل: يا! نوکه چيري په تاسي کي يو بل چا هم دغه د نبوت دعوه کړې واى، ما به ويلي واى: چي دئ هم د هغه نفر تقليد کوي او هغه خبري کوي. 

 

او پوښتنه مي درڅخه وکړه: چي آيا په نيکه ګانو کي يې پاچا تېر سوى دى؟ تا ويل: يا، ما ويل: که يې په کورنۍ کي پاچا تېر سوى واى نو به مي ويلي واى چي سړئ د خپلو پلرو او نيکه ګانو پاچهي غواړي. 


او پوښتنه مي درڅخه وکړه: چي دغه د نبوت تر خبرو د مخه تاسي دئ په درواغو متهماوه؟ یعني: کومه د درواغو خبره ځني سوې ده.
تا ويل: يا. نو زه پوه سوم: هغه څوک چي د خلکو سره درواغ نه وايي دا امکان نه لري چي هغه دي پر الله جل جلاله  درواغ و وايي، دا ممکنه نه ده چي يو څوک دي په خپل عادي او معمولي ژوند کي د خلکو سره درواغ نه وي ويلي، او بيا دي په یوه وار پر الله جل جلاله  درواغ و وايي، دا هيڅ عقل نه مني. 


او پوښتنه مي درڅخه وکړه: أشراف او با عزته خلک يې متابعت کوي که ضعيفه خلک؟ تا ويل: ضعيفه خلک يې متابعت کوي او دا معمول دى چي د انبياوو متابعين همېشه د ضعيفه طبقې څخه وي، هغه چي په ابتداء او شروع کي د رسُولانو متابعت کوي هغه أشراف او سرداران نه وي بلکه ضعيفه خلک وي.

 

او پوښتنه مي درڅخه وکړه: چي د ده متابعين زياتيږي که کميږي؟ تا ويل: زياتيږي. د ايمان کار هم داسي دى ترڅو چي پوره کيږي، خلک په تدريج تدريج سره مسلمانيږي څو بالکل ايمان او اسلام عام سي. 


او پوښتنه مي درڅخه وکړه: آيا يو څوک پسله هغه څخه چي د ده دين ته داخل سي بيرته د ده د دين څخه اوړي؟ تا ويل يا، ايمان هم داسي دى چي و زړه ته ننوزي زړه په روښانه کيږي او په زړه کي ځاى نيسي. 

 

بيا مي پوښتنه درڅخه وکړه: آيا غدر او خيانت کوي؟ تا ويل يا. انبياء هم داسي وي چي هيڅ غدر نه کوى. 


او پوښتنه مي درڅخه وکړه: په څه شي مو امرکوي؟ تا ويل د يوه الله په عبادت او وايي هيڅ شئ مه ور سره شريکوى او د بتانو د عبادته څخه مو منعه کوي، په لمانځه، صداقت او پاکي مو امر کوي.


 دلته نو قيصر يوه لويه او د معنْی ډکه جمله و ويل، ويل:که دغه ستا خبري حق او رشتيا وي، نو به دئ د دغه ځاى آمر او مالک سي چي دغه زما پښې پر پرتې دي، يعني: حکم به يې تر دغه ځايه را ورسيږي. 


قيصر و ويل: زه پوهېدم چي دغه نبي را تلونکى دى خو دا ګمان مي نه کاوه چي هغه دي په تاسي عربو کي وي، که زه پوه سم چي زه و ده  ته ور رسېدلاى سم ما به د ده د ملاقات په لار کي ډير تکليف تحمل کړى واى او که زه د ده سره واى: متوجه سى دا د قيصر خبري دي(د روم پاچا) په دنيا کي د هغو دوو لويو مملکتو څخه د يوه مملکت پاچا خبري کوي او وايي: که زه د ده سره واى ما به يې پښې ور پرېوللاى او بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه ليک را وغوښتى چي دِحیة الکلبي رضی الله عنه  ور ته راوړی ؤ او هغه يې و دغه مجلس ته و وايه، کوم وخت چي د ليک د ويلو څخه فارغه سو په مجلس کي آوازونه پورته سوه غالمغال جوړ سو، قيصر موږ امر کړو چي تاسي ولاړسى. 
ابوسفيان چي بيا په وروسته کي مسلمان سو هغه وايي: کوم وخت چي موږ قريش د هرقل د دربار څخه را و وتلو او زه د خپلو ملګرو سره تنها سوم نو مي ورته و ويل: په والله د محمّد دين لوړ او غالبه سو، د هغه څخه د روم پاچا قيصر هم بيريږي. 


ابوسفيان وايي: د دغه وخته څخه مي دا يقين سو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دين غالبه کيږي ترڅو چي الله جل جلاله  زما په زړه کي اسلام را واچاوه. 


اوس به هغه واقعات درته بيان سي چي و قيصر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ليکد رسېدلو په وخت کي او د ليک په سبب پېښ سوه.


لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: دِحيةُ الکلبي رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک و قيصرد روم پاچا ته و رساوه او هغه ليک داسي ليکل سوى ؤ: 


اول به هغه ليک په عربي او هغه ډول چي ليکل سوى ؤ درته وړاندي کم ځکه دا تاريخي اثر او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رساله يا مکتوب دى چي و قيصر ته يې لېږلى ؤ، په خپله هغه رساله په هغه الفاظو تر اوسه هم  ساتل سوې ده او د تاريخي آثارو څخه ده، د لندن موزيم دا ثابته کړې ده چي دغه رساله د هجرت په اوم کال کي ليکل سوې ده او هغه رساله داسي ده:


﴿ بسم الله الرّحمْن الرّحيم، مِن محمّد رسولِ الله اِلْى هِرَقلَ عظيمِ الروم، سلامٌ علْى مَنِ اتّبعَ الهُدْى، امّا بعد:
 
د ليک ترجمه داسي ده: بسم الله الرّحمْن الرّحيم، د محمّد رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه د روم و مشر هرقل ته: سلامتيا دي پر هغه چا وي چي د حق او سمي لاري متابعت کوي، امابعد: زه تا په بلنه د اسلام، و اسلام ته دعوتوم او را بولم، مسلمان سه چي سالم پاته سې، مسلمان سه چي الله جل جلاله  به دوه واره أجر او ثواب درکي او که دي د اسلام څخه مخ واړاوه (انکار دي وکړی) نو د بزګرانو او باغوانانو ګناه هم ستا پر غاړه ده. (ځکه په هغه وخت کي د روم ټول خلک دکښت او زراعت په کار مشغول وه) تقريبًا ټول خلک بزګران او باغوانان وه، نو ويل:که دي انکار وکړی د هغو ګناه هم ستا پر غاړه ده، يا اهل الکتاب!

 

(څرنګه چي د روم پاچا او ملّت ټول نصارا وه نو يې يا اهل الکتاب ورته و ويل) او د دغه ځايه څخه هغه نور پاته ليک د سورة آل عمران (64) نمبر آيات دى، نو اې اهلِ کتاب! اې کتابيانو! راسى رجوع وکړی و هغه کلمې ته چي زموږ او ستاسي په منځ کي يوه او يو شئ ده، هغه دا چي بېله الله څخه به بل د هيچا عبادت نه کوو او الله جل جلاله  ته به هيڅ شئ نه شريکوو او نه به ګرځوي ځيني زموږ ځيني نور خدايان (بېله الله جل جلاله  څخه به بل څوک د خپلو ځانو دپاره مالک او معبود نه ګرځوو) او که چيري دوى مخ واړاوه (توحيد او اسلامي احکامو ته يې شا ور وګرځول) نو اې مسلمانانو! تاسي دغو کتابيانو ته و واياست چي تاسي پر دې خبره شاهدان اوسى چي موږ مسلمانان يو. 


کوم وخت چي هرقل ته د رسول الله دغه ليک او رساله و ويل سوه او ترجمه سوه هرقل ورېږدېدى، ځکه د مخه يې د ابوسفيان سره ملاقات، سوال او جواب کړي وه او هغه سوالونه او جوابونه يې په دماغ کي پاته وه او دلته دغه رساله ورته و ويل سوه، په چرت او فکر کي ډوب سو فکر وهي، بيا يې انجيل را واخستى او د راتلونکي نبي علامې يې پکښي وکتلې، هغه ټولي علامي پر محمّد صلی الله علیه وسلم  جـوړي او موافقي وې، نو يې دِحيةُ الکلبي رضی الله عنه  ور وغوښتى او ويل: يا دِحيه! دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک و سَفاطِر ته ور وړه، سفاطِر د نصاراوو د عالمانو رئيس ؤ او په هغه زمانه کي په مسيحيت کي تر ټولو احبارو لوى او لوړ عالم ؤ او د هرقل سره دغه د شام په سفر کي ملګرى ؤ، يواځي دئ نه بلکه نور هم د مسيحيت لوى لوى علماء ور سره ملګري وه چي ټوله د بيت المقدس د حج دپاره د قيصر سره راغلي وه. 


دِحية الکلبي رضی الله عنه  هم دغه ليک و سفاطِر هغه د نصاراوو لوى عالم ته ور وړى، سفاطر چي دغه ليک و وايه ورېږدېدى او د دِحيه رضی الله عنه  څخه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالاتو او علامو پوښتني شروع کړې، دِحيةُ الکلبي رضی الله عنه  هم جوابونه ورته وايي، سفاطر ډيري پوښتني کوي او د هري پوښتني جواب هم مفصل غواړي، دِحية الکلبي رضی الله عنه  هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول حالات په تفصيل سره ورته بيانوي، سفاطر نور هم سوالونه کوي څو ډيري پوښتني يې وکړې او د ټولو جوابونه يې په غور او دقت سره واورېدل، کوم وخت چي يې پوښتني خلاصي سوې نو يې و ويل: زه پوهېدم چي دا وخت د هغه وعده سوي نبي د راتګ وخت دى، مګر دا ګمان مي نه کاوه چي هغه دي په تاسي کي پيدا سي يا معشر العرب! او زه شاهدي آداء کوم: (لا إلْه إلا الله وأن محمّداً رسول الله) د مسیحیانو لوی عالم سفاطر رحمة الله عليه  مسلمان سو.


بيا نو سفاطر د نصاراوو هغه نور علماء سره را ټول کړه او دئ هم ور سره کښېنستى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه رساله يې ورته و ويل کوم چي دِحية الکلبي رضی الله عنه  را وړې وه او د را تلونکي نبي ټوله علامې يې ورته بيان کړې او بيا يې د دوى د انجيل څخه هغه دلايل ورته و ويل چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  پر نبوت يې دلالت کاوه او دا يې ثابتول چي محمّد صلی الله علیه وسلم  هغه موعود او را تلونکى نبي دى، کوم وخت چي سفاطر خپل ټول دلائل و ويل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  علامې يې هم بيان کړې نو يې و ويل: زه اوس تاسي و اسلام ته را بولم او مسلمانان سى، زه په خپله دا شاهدي آداءکوم چي (لا إلْه إلا الله وأن محمّداً رسول الله) دلته د نصاراوو دغه نور علماء و بېرېدل ويل: که خلک خبر سوه چي سفاطر مسلمان سو د مسيح عليه السلام  دين پرېږدي، نو يې د سفاطر رحمة الله عليه   د وژلو إراده وکړه او سفاطر رضی الله عنه  يې په شهادت و رساوه.


اوس په نصاراوو کي يوه واقعه پېښه ده چي ټول په فکر کي دي او نه پوهيږي چي څه وکړي؟ په خپله هرقل په حيرت کي دى چي څنګه وکړي؟ دِحية الکلبي رضی الله عنه  هم د سفاطر په وژلو خبر سو او هرقل ته ورغلى چي اوس څه وايې؟ هرقل ويل: والله په دوى کي سفاطر تر ما عزتمن ؤ، و علماوو ته د ده درجه او مقام زما تر مقام لوړ وه، دا چي دوى د ده اطاعت و نه کړى او وې وژى نو زما اطاعت به څنګه وکړي؟ مګر بيا هم ته صبر وکه، هرقل امر وکړی چي د نصاراوو ټول علماء، أشراف او مشران دي را ټول سي، هغه يې ټـوله په يوه قصرکي سره يو ځاى کړه، هرقل امر وکړی چي د قصر دروازې بندي او وتړى او د قصر پر شا وخوا يې مسلح فوج و دراوه چي چا ته د وتلو اجازه ور نه کړي،

 

اوس نو علماء، أشراف او مشران ټول په دغه قصر کي ناست دي او د قيصر د راتلو په انتظار دي، په دغه وخت کي قيصر د دغه قصر د لوړ منزل په يوه برنډه کي ور ته را و وتى او هلته لوړ داسي و درېدى چي حاضر خلک و ده ته نه سي ور رسېدلاى، قيصر د هغه ځاى څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک ورته ولوست او بيا يې هغه علامې ورته بيان کړې کومي چي په انجيل کي د را تلونکي نبي په باره کي راغلي وې او بيا يې داسي  دلايل ورته و ويل چي په هغه سره يې دا ثابتول چي محمّد صلی الله علیه وسلم  هغه نبي دى کوم چي د راتګ وعده يې سوې ده، پسله دغه مقدمې څخه قيصر و ويل:  زه په خپله شاهدي آداءکوم چي (لا إلْه إلا الله وأن محمّداً رسول الله) او غواړم چي تاسي هم مسلمانان سى، يو وار په دغه راټول سوو خلکو کي نارې جوړي سوې، غالمغال سو او د قصر د دروازو پر طرف ځغلي غواړي چي ووزي او نارې وهي قيصر مسلمان سو، قيصر مسلمان سو، خو د قصر دروازې تړلي وې او مسلح فوج ولاړ دى خلک د مجبوريه بيرته را وګرځېدل او سره يو ځاى سوه، قيصر ولاړ دى او ورته ګوري. 


دغو نفرو و قيصر ته و ويل: په والله که ته موږ ټوله و وژنې بيا به هم موږ د مسيح دين پرې نږدو، اوس د قيصر په مخ کي دوه کاره دي چي د هغو څخه به يو قبلوي او عملي کوي او تر هغه بل به تېريږي، چي هغه دوه: اسلام، يا پاچهي ده، که دئ مسلمان پاته سي دغه را ټول سوي نفر او د هغو قبيلې او متابعين د ده پرضـد دريږي چي په دې صورت کي ده ته پاچهي نه پاته کيږي، يا دا چي تر اسلام به تيريږي خو پاچهي به ور پاته وي. 


متوجه سه! دا الْهي امتحانونه دي چي نن ورځ هم ډیر خلک په مبتلاء دي.


قيصر په دې فکر کي دى چي کوم يو اختيار کړي؟ خو په آخر کي قيصر ورته و ويل: يا قوم! زه نه مسلمان سوى يم او نه مسلمان يم، فقط ما تاسي تجربه کولاست، كله چي ما وليدل چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  دين نشريږي زه پر تاسي و بېرېدم، نو مي غوښته چي دا ځان ته معلومه کړم چي تاسي پر خپل دين څومره ټينګ ياست او څومره علاقه ور سره لرى؟ ما وليدل چي تاسي پر خپل دين ټينګ ولاړ ياست او نه يې پرېږدى زه هم په دې کار ډير خوشاله سوم او ستاسي سره پر دغه دين يم، بيا يې امر وکړی چي دروازې دي خلاصي سي. 

 


دغه علماء او د قومو مشران د قيصر په خبرو خوشاله سوه، خو قيصر پسله هغه څخه چي و اسلام ته داخل سو بيرته مرتد سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:« اسلام د قيصر و زړه ته ننوتى او بيرته مرتد سو پر دنيا او پاچهي وبېرېدى» وروسته قيصر دِحية الکلبي رضی الله عنه  ور وغوښتى تُحفې او د سرو زرو دينارونه يې ورکړه ويل: دغه زما د طرفه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته هديه او تحفه ده او زما د طرفه ورته و وايه: زه شاهدي آداءکوم چي (لا إلْه إلا الله وأن محمّداً رسول الله) او دا چي ما دغو خلکو ته و ويل چي زه ستاسي سره پر دغه مسيحيت يم د هغه سبب دا ؤ چي پاچهي مي ولاړه نه سي مګر ايمان زما په زړه کي دى، دِحية الکلبي رضی الله عنه  بيرته د مدينې منورې پر طرف رهي سو. 


اوس چي دِحية الکلبي رضی الله عنه  د مدينې منورې پر لار د (حسمي) و منطقې ته ورسېدى هلته په لار کي د جُذام د قبيلې خلک پر پېښ سوه او هغه د ده سره ور سره ټول شيان يې په زور ځني واخستل د ده سره يې هيڅ شئ نه پرېښاوه، کوم وخت چي دحية الکلبي رضی الله عنه  مدينې منورې ته ورسېدى د مخه تر دې چي خپل کور ته ولاړ سي .

 

و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او په قصه يې خبرکړی، اول يې د قيصر پيغام ورته و وايه چي قيصر وايي: زه په زړه کي مسلمان يم مګر په ظاهره د دې دپاره کفر ښکاره کوم چي پاچهي مي ولاړه نه سي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دغه د الله دښمن درواغ وايي! دئ مسلمان نه دى بلکه دنيا پر غالبه سوه.     


دا د قيصر د زړه پټ حال او حقيقت ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ښکاره کړى، دئ د نجاشي په مثل نه ؤ بلکه دنيا ورکش کړی او د دنيا حُب پر غالبه سو. 


پاته سوه د جُذام د قبيلې د خلکو موضوع! رسول الله  صلی الله علیه وسلم هغو ته د جزاء ورکولو دپاره زيد بن الحارثه رضی الله عنه  و حسمي ته د (500) نفرو سره ولېږى، حسمي يوه منطقه ده چي د وادي القُرْى و شا ته ده، زيد رضی الله عنه  هم د جذام پر قبيله حمله وکړه کوم کسان چي وژل کېده و وژل سوه او نور وتښتېدل، زيد بن الحارثه رضی الله عنه  د دوى څخه ډير غنيمتونه و مدينې منورې ته راوړل چي د غنيمتو په جمله کي زر اوښان، پنځه زره پسونه او سل ښځي او کوچنيان وه. 


خو هلته بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د جُذام د قبيلې په منځ د نه تعارض وعده  موجوده وه، نو زيد بن رِفاعه الجذامي چي د جذام د قبيلې د مشرانو  څخه ؤ، دئ او د ده د قوم څو نفره مسلمانان سوي هم وه او په هغه وخت کي چي پر دِحية الکلبي رضی الله عنه  حمله کېدل دوى د ده رضی الله عنه  مرسته هم کړې وه، نو دغه زيد بن رِفاعه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته عرض او شکايت وکړی چي زموږ سره داسي وسوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د ده شکايت قبول کړى د دوی بنديان یې ور ایله کړه او غنيمتونه يې بيرته ورکړه. 


دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه رساله او يو ليک ؤ خو تاسي وګورى چي د هغه وخت د مځکي د مخ پر هغه لوى پاچا يې څومره اثر او تاثير ؤ؟  ټوله مملکت يې ور ورېږداوه. 


نن ورځ هم ټول کفار د اسلام څخه بېريږي او د هغه د ختمولو دپاره کوښښونه کوي خو هيهات! دا دين به د قيامت تر ورځي پوري موجود وي، الله جل جلاله  د سورة التوبه په (32، 33) نمبر آياتو کي فرمايي: 


يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ ﴿٣٢﴾ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿٣٣﴾

 

يعني: کتابي کفار غواړي چي د الله جل جلاله  د دين او شريعت رڼا په خپلو خولو سره و وژني، يا الْهي نور په پوکلو سره ورک کړي، مګر  الله جل جلاله  دغه کار تر هغو پوري منعه کوي تر څو چي خپل نور يعني: توحيد او محمّدي شريعت پوره کیږي،که څه هم کفار د دغه شريعت په نشرولو ناراضه وي. 


د اسلام د ورکولو دپاره دکفارو هلي ځلي داسي مثال لري لکه يو بيعقل او ناپوه انسان چي په پوکلو سره د لمر يا سپوږمۍ شعاع يا روښنايي وژني. 


هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿٣٣﴾

الله جل جلاله  هغه ذات دى چي خپل رسول محمّد صلی الله علیه وسلم  يې په هدايت سره (چي قرآن مجيد دى) او په حق دين سره (چي اسلام دى) د دې دپاره را لېږلى دى! چي دغه دين پر نورو اديانو که څه هم آسماني اديان وي لوړ کړي، که څه هم مشرکان په دې کار سره نا راضه وي. 


الحمد لله په هر وخت او هره زمانه کي د حُجت، معقوليت او دلائلو په لحاظ د اسلام دين پر نورو ټولو أديانو که څه هم آسماني أدیان وي په ښکاره ډول سره غالبه او کاميابه دى، خو د سلطنت او حکومت په اعتبار هم تر هغه وخته پوري پر نورو اديانو غالبه ؤ چي مسلمانانو اسلامي اصول او قوانين مراعتول، د ايمان او تقوْى پر لار سم رهي وه، په جهاد في سبيل الله کي ثابت قدمه وه او که تر دې وروسته هم مسلمانان پر ايمان او اسلام، تقوْى او جهاد ثابت و دريږي بيا به هم کاميابي او سلطنت، حکومت او حاکميت د دوى وي او د حق دين داسي کامله غلبه چي نور اديان د مځکي د مخ څخه په کُلي ډول سره محوه او نابود کړي هغه وخت به وي چي نژدې و قيامت ته مسيح  عليه السلام  د آسمانه څخه را کښته سي.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

سرته