سیرت نبوي (۱۴۸برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
و هغه څا ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ورتګ چي دکفارو جسدونه وراچول سوي وه
د ابو طلحه رضی الله عنه څخه روايت دى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عادت ؤ: پر کوم قوم چي به غالبه او کاميابه سو هلته به يې درې شپې تېرولې، نو کوم وخت چي په بدر کي د مسلمانانو درېیمه ورځ وه رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړی چي زما اوښه را ولى او پر هغه اوښه يې خپل سامان وتړى او رهي سو، اصحاب کرام په پسې دي څو د هغه څا وخولې ته ورغلى چي دکفارو د مشرانو مړي ور اچول سوي وه، د څا پر خوله و درېدى او هر يوه ته يې د هغه په نامه او د پلار په نامه سره ورناري کړه، يا ابا جهل بن هشام! يا عتبه بن ربيعه! يا شيبه بن ربيعه! يا وليد بن عتبه! يا ابا البختري بن هشام! يا عُقبه بن ابي مُعَيط! يا نضر بن الحارث! د يوه يوه نوم يادوي او په پاى کي يې ټولو ته و ويل: آيا هغه وعده چي ستاسي رب در سره کړې وه حق مو وليدل؟ ما خو هغه وعده چي زما رب را سره کړې وه حق وليدل، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: دوى اوس مړه او بې روحه بدنونه دي ته څنګه خبري ور سره کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يا عمر! والله زما خبري تاسي تر دوى ښه نه اورى مګر دوى جواب نه سي را کولاى، يعني: څرنګه چي يې تاسي اورى هغه قسم يې دوى هم اوري، خو صرف فرق دا دى چي دوى جواب نه سي را کولاى.
د الله جل جلاله په إراده دکفر رئيسان په يوه وار و وژل سوه، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته نفر ولېږل چي هلته مسلمانان په دغه فتحه او کاميابي خبرکړي چي د دې تفصيل به وروسته درته بيان سي او اوس به دا درته و وايم چي د کفارو د شکست او تېښتي خبر و مکې مکرمې ته څنګه ورسېدى؟
مشرکان چي په جنګ کي مات سوه نو د بدر څخه په غير منظم ډول سره تښتي هر يو ځان خلاصوي، په مَندو او شېلو، په لوړو او کښتو کي سره و پاشل سوه او د مکې مکرمې پر طرف خوار او ذليله يو يو رهي دي د شرمه څخه نه پوهيږي چي مکې مکرمې ته څنګه ور ننوزي؟ خو اول هغه څوک چي د قريشو د شکست خبر يې مکې مکرمې ته ور وړى هغه حَيسُمان بن عبدالله الخزاعي ؤ، دغه نفر مکې مکرمې ته ورسېدى او هلته د پاته سوو خلکو کله دا خيال ؤ چي قريش شکست خوري، خلکو چي د حیسمان څخه د جنګ د حالاتو پوښتنه وکړه دئ د خلکو د فکر او نظر څخه مخالف خبرونه وايي دﺉ وايي: ابو الحکم و وژل سو، عتبه و وژل سو، ربيعه و وژل سو، اميه و وژل سو، فلانئ فلانئ فلانئ و وژل سوه، پرله پسې نومونه يادوي لکه د قريشو د سردارانو حاضري چي اخلي، دئ اول نفر دى چي خبر يې را وړى مګر خبر هيڅ معقول نه دى،که د قريشو د مشرانو څخه يو يا دوه نفره يادکړي ممکن داسي پېښه سوې وي مګر په يوه وار ټول مشران دا هيڅ معقوله نه ده، فلانئ فلانئ فلانئ د چا و زړه ته نه لويږي، صفوان بن اميه د کعبې شريفي سره ناست دى او حيسُمان د وژل سوو نفرو نومونه يادوي چي په هغو کي يې اميه بن خلف چي د صفوان پلار دى هم ياد کړی د صفوان دا زړه ته نه لويږي چي زما پلار دي وژل سوى وي نو صفوان و ويل: د ده دماغ خراب دى د هر چا نوم چي پر خوله ورځي هغه يادوي تاسي پوښتنه ځني وکړی چي صفوان مړ ؤ که ژوندئ؟ يعني: تاسي زما پوښتنه ځني وکړی چي زه مړ يم که ژوندئ؟ خلکو پوښتنه ځني وکړه چي صفوان په مړو کي ؤ که په ژوندو کي؟ حيسُمان و ويل: صفوان هغه دى د کعبې سره ناست دى او په والله ما د ده پلار او ورور وليدل چي و وژل سوه.
نو د مکې مکرمې خلک پر درو حصو و وېشل سوه څوک وايي: حيسُمان درواغ وايي، څوک وايي: رشتيا وايي او څوک په شک او تردد کي دي، څو هغه د جنګ څخه تښتېدلي خلک يو يو را رسيږي، د قريشو د مرګ او شکست خبر په مکه مکرمه کي نشريږي، اوس نو خلک مجبوره سوه چي دغه غمجن خبر ومني، پسله هغه څخه چي د مکې مکرمې ټول مشران و وژل سوه ابوسفيان د مکې مکرمې مشر سو، دئ شريف او سردار سو ځکه نور ټول مشران و وژل سوه، دئ او ابولهب دغه دوه نفره په مکه مکرمه کي مشران پاته سوه نور ټول ځوانان دي،
اوس چي ابوسفيان مشر سو نو يې امر وکړی چي هيڅوک به د بدر پر وژل سوو کسانو نه ژاړي ځکه چي مسلمانان خبري را پسي و نه کړي، عادت خو دا ؤ چي ښځو او نرو به پر خپلو مړو يا وژل سوو کسانو ژړل او په دغه کار سره به يې يو څه تسلّْى هم کېدل، خو اوس چي دا امر وسو چي څوک به نه ژاړي د هغو نور هم غم او فکر زيات سو، اسود بن المطلب چي سپين ږيرى او په سترګو هم ړوند ؤ درې زامن يې په بدر کي وژل سوي وه، د ده زړه غوښتل او دا يې خوښه وه چي په هغو پسي وژاړي مګر ژړا منعه ده، يوه شپه يې د يوې ښځي د ژړا آواز واورېدى نو يې خپل مريئ ولېږى چي ته ورسه وګوره معلومات وکه لکه چي د ژړا اجازه سوې ده او ژړا حلاله سوې ده آيا قريش پرخپلو وژل سوو کسانو ژاړي؟ نو به زه هم پرخپل زوى ابو حُکيمه و ژاړم قسم دى چي دننه په زړه کي مي اور بل دى، مريئ ولاړى کوم وخت چي بيرته راغلى ويل: هغه يوه ښځه ده چي اوښ يې ورک سوى دى او په هغه پسي ژاړي، دلته نو اسود خپل ځان نه سواى ټينګولاى او په ژړا ژړا یې څو بيتونه يا اشعار و ويل، چي مقصد يې دا ؤ: خلک په ورک سوي اوښ پسي ژاړي او موږ په وژل سوي انسانانو پسي نه سو ژړلاى او داسي نور د زړه د درد اشعار يې و ويل. د ابوسفيان بل امر دا ؤ چي هيڅوک به د بنديانو فديه نه ورکوي چي را خلاص يې کړي، ځکه که فديه ورکړو بیانو د همېش دپاره د مسلمانانو و موږ ته طمعه پيدا کيږي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net