تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مناجات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 19, 2024
  0

لیکنه: حاجي غلام نبي سعید/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


مناجات


ترتا پوري درځمه خو ترتا مي نه پرېږدي
الهي داسرکښ نفس و هوا مي نه نپرېږدي


په وار واري مي کړی دئ تکل د اخیرت 
پرنیمه لار چي تم یمه دنیا مي نه پرېږدي


هر وخت رانه طلب کړي مرغلري د الهام 
شیطان هم لوی تاوان غواړي وړیا مي نه پرېږدي


وسواس د وسواسو مي ځغلوي ګاه و بیګاه 
ستړیا ته ئې ورکړی یم هوسا مي نه پرېږدي


آفت آفت ژوندون سي چي ستا یاد نه وي پکښې 
داته راڅخه هیر ئې چي بلامي نه پرېږدي 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته