سیرت نبوي (۲۱۹برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د حديبيې تر صلحي وروسته عسکري حرکتونه
(د الغابه - يا د ذي قَرَد غزاء)
دغه غزاء په حقيقت کي د بني فزاره د قبيلې د يوې جنګي ټولۍ شړل دي چي پر مدينه منوره يې يوه چِلِکي حمله وکړه او دا هغه يواځنۍ غزاء ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د حديبيې ترصلحي وروسته او د خيبر تر غزاء د مخه کړې ده، امام بخاري رحمة الله عليه وايي: دغه غزاء تر خيبر درې ورځي د مخه وه، مګر د سيرت او غزاوو ځيني علماء دغه غزاء
د حديبيې تر صلحي د مخه بولي، خو د امام بخاري رحمة الله عليه قول صحي دى.
د غزاء واقعه داسي وه: د کفارو څخه يو نفر چي خُزاره بن عُیینه بن حِصَن نومېدى او د غطفان د قبيلې څخه ؤ، دا خو درته معلومه ده چي د غطفان قبيله ډېره لويه او قوي قبيله وه، خُزاره او د ده پلار د هغوکسانو څخه وه چي د خندق په غزاء کي يې د مسلمانانو پر ضـد اشتراک هم کړى ؤ،كله چي خُزاره وليدل چي د خندق تر غزاء وروسته مسلمانان ضعيفه سوي دي اميد يې پيدا سو چي يو وار بيا پر مدينه منوره حمله وکړي او ويل په خپله پر مدينه به حمله نه کوو، بلکه د مدينې منورې پر اطرافو به حمله وکو، نو (غابه) چي د مدينې منورې څخه لږ دباندي يوه منطقه ده او هلته د مدينې منورې د خلکو کښتونه او باغونه وه، څرنګه چي په دغه ځاى کي ډيري وُني موجودي وې نو يې غابه ورته ويل (غابه) يعني: ځنګل.
په دغه ځاى کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم يا بيت المال د شيدو اوښاني هم ساتل کېدې، نو دغه خُزاره چي د عُیینه بن حِصَن زوى ؤ پر دغه غابه حمله وکړه. (عُیینه بن حِصن زموږ په را تلونکي بحث کي ډير ذکر کيږي، نو به يې يو څه معرفي کړم) عُیینه د غطفان د قبیلې مشر او رئيس ؤ، ډير بيعقل سړئ ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم (اَحمقِ مُطاع) بللى دى يعني: هغه بيعقل چي اِطاعت يې کيږي او امر يې چليږي، عُیینه د عقل، فکر او تدبير خاوند نه ؤ مګر بيا هم د غطفان د قبيلې مشر ؤ هر حکم چي به يې وکړی د ده قبيلې عملي کاوه، لس زره نفره لښکر يې درلودى.
نو خُزاره د دغه عُیینه زوى پر غابه حمله وکړه، هغه د بيت المال د اوښانو ساتونکى چي د ابوذر رضی الله عنه زوى ؤ هغه يې شهيدکړى د هغه ښځه او اوښان يې ور سره بوتله او بيرته ولاړ، فقط په دغه لږ شي يې کفايت وکړی، کوم باغوانان چي هلته موجود وه او دغه حال يې وليدى ژر د مدينې منورې و طرف ته رهي سوه، خو اول هغه څوک چي د مسلمانانو د جنګياليو څخه په مخه ورغلى هغه سلمه بن الأکوع رضی الله عنه ؤ، سلمه بن الأکوع رضی الله عنه هغه څوک دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده په باره کي فرمايي: »هُوَ خَيرُ رِجَالاتِنا « يعني: دئ زموږ د پياده لښکر هغه تر ټولو ښه او بهترين نفر دى، بل داسي څوک نسته چي د ده په مثل سره دي پر پښو او پياده جنګ کوي، د ده رضی الله عنه په باره کي ويل کيږي چي تر آس چابک ؤ کوم وخت چي به يې د آسانو سره د ځغستا مسابقه کول، دئ رضی الله عنه به تر د مخه کېدى او دغه چابکي يې په دغه غزاءکي هم معلومه سوه، دا د الله جل جلاله قدرت ؤ چي دغه تيزي او چابکي يې ور کړې وه.
کوم وخت چي دغه خبر و سلمه بن الأکوع رضی الله عنه ته ورسېدى، دئ په خپله د هغه آسه څخه را کښته سو چي دئ او يو بل نفر پر سپاره وه او دغه آس د طلحه رضی الله عنه ؤ، و هغه بل نفر ته يې و ويل: ته دغه آس و طلحه ته ور ورسوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه واقعه خبر که، په خپله سلمه رضی الله عنه لوړ پر يوه غونډۍ و درېدى او د مدينې منورې پر طرف يې په ډير لوړ آواز ناري کړه:وا صباحا، وا صباحا، وا صباحا چي دا د هغه وخت د خطر ناره وه او د مدينې منورې ډيرو خلکو واورېدل، په خپله سلمه رضی الله عنه پياده او پر پښو په خُزاره او د هغه په ملګرو پسي رهي سو که څه هم دئ رضی الله عنه پياده ؤ بيا هم په هغو پسي ور ورسېدى او هغه نفر يې په غشو ويشتل، په دغه وخت کي هغه سړئ هم و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلى او هغه يې په حال خبرکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ږغ وکړی کومک! کومک!
خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم و طرف ته په را ټولېدلو شروع سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ډير ژر د سپرو يوه کوچنۍ ډله جوړه کړه چي مشر يې سعد بن زيد رضی الله عنه ؤ او دغه ټولۍ یې امر کړه چي تاسي د مخه درځى موږ به ځانونه آماده کړو او در پسې يو، اوس خو حمله د غطفان د طرفه وه او غطفان ډيره لويه او قوي قبيله ده او مسلمانان د هغو پر طرف ورځي نو لازمه ده چي پوره تياري او آمادګي ونيسي، خو د مسلمانانو هغه اوله کوچنۍ ډله په کفارو پسي رهي سوه، اوس نو هلته په کفارو پسي چي اول نفر ور ورسېدى هغه يواځي سلمه رضی الله عنه دى او بيا دغه د سپرو کوچنۍ ډله په پسې ده چي مشر يې سعد بن زيد رضی الله عنه دى او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم او هغه کسان په پسې دي چي ځانونه يې آماده کړي وه چي ټوله (700) نفره وه او د غطفان د لښکر پر طرف ور رهي دي، البته د دغو اوو سوو نفرو برابرېدل يو څه وخت په برکي ونيوى او بيا يې حرکت وکړی.
لکه د مخه چي مو درته و ويل سلمه رضی الله عنه هلته په مشرکانو پسي ور رسېدلى ؤ او هغه يې په غشو ويشتل، هغو چي به مخ ورته را واړاوه چي پر ده حمله وکړي ده رضی الله عنه به ځني وځغستل او هغه نه سواى پسي رسېدلاى، هغه چي به رهي سوه دئ به بيا په پسې سو او په غشو به يې ويشتل، کفار چي مخ پر را واړوي دئ ځني ځغلي، دغه معامله روانه ده چي هغه رهي سي دئ په پسې وي په غشو يې ولي، چي هغه مخ پر را واړوي دئ ځني ځغلي.
اصلاً د سلمه رضی الله عنه مقصد دا دى چي دوى مشغوله کړي او وې ځنډوي، دئ غواړي چي هغه نور مسلمانان را ورسيږي او واقعاً يې هم کفار وځنډول تر څو چي کفار د يوه غره په تنګي ننوتل، سلمه رضی الله عنه وايې: زه تر دوى لوړ وختلم او پر دوى مي ډبري را ګېلولې زه دغسي په پسې يم ترڅو چي د بيت المال د اوښانو څخه يې يو يو اوښ پرېښاوه، بيا هم زه په پسې يم او په غشو يې ولم ترڅو چي تر ديرشو زياتي چپني او دېرش نېزې يې وغورځولې، غواړي چي ځانونه سپک کي او هر هغه شئ چي به يې وغورځاوه ما به پر هغه ډبري کښېښوولې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم او د ده ملګري پوه سي.
اوس کفار هم پوه سوه چي دغه سړئ غواړي چي موږ و ځنډوي او تر شا لښکر په پسې دى، نو يې څه وکړه؟ خُزاره د خپلو درو نفرو ملګرو سره و سلمه رضی الله عنه ته ور پاته سو چي دئ منعه کړي او هغو نورو نفرو ته يې و ويل: تاسي خپل تګ کوى او مخ پر غطفان درځى.
اوس نو دغه څلور نفره کفار د سلمه رضی الله عنه د منعه کولو دپاره پاته سوه او دئ رضی الله عنه يې په هغه خپله طريقه سره مشغولوي څو د مسلمانانو د سپرو هغه اوله ډله را ورسېدل، د مسلمانانو اول نفر اَخرم رضی الله عنه ؤ او تر شا ابو قتاده رضی الله عنه په پسې ؤ او تر هغه وروسته مقداد بن الاسود رضی الله عنه ؤ، د اَخرم رضی الله عنه څخه تلوار وسو هغه نورو ملګرو ته يې و نه کتل پر دغو څلورو نفرو يې حمله وکړه، څرنګه چي دئ يو ؤ او هغه څلور نو اَخرم رضی الله عنه شهيد و وژل سو، وروسته ابو قتاده رضی الله عنه پر هغه کافر حمله وکړه او هغه يې و وژى چي دغه کافر حبيب بن عُیینه د خُزاره ورور ؤ، کوم وخت چي حبيب و وژل سو هغه نور درې نفره وتښتېدل.
د هغه وخت په جنګو کي دا عادت ؤ چي چا به څوک و وژى د وژل سوي سړي سامان به د هغه قاتل اخستى او دغه سامان ته سَلبه ويل کېده، نو اوس چي کار د تلوار دى ابو قتاده رضی الله عنه دومره وخت نه لري چي د وژل سوي نفر سامان واخلي نو يې څه وکړه؟ ابو قتاده رضی الله عنه خپل پټو يا چپنه پر دغه وژل سوي سړي واچول چي دا د دې علامه وه چي دغه سړئ ما وژلى دى، او دئ په هغه نورو نفرو پسي رهي سو.
وروسته عُکاشه بن حِصن رضی الله عنه وکولاى سواى چي دکفارو په ځينو نفرو پسي ور ورسيږي، ځکه هلته دوه نفره وه چي دکفارو تر شا پاته وه او د پاته کېدلو سبب يې دا ؤ چي پلار او زوى دواړه پر يوه اوښ سپاره وه، نو دوه نفره پر يوه اوښ معلومه خبره ده چي د نورو تر شا پاته کيږي، عُکاشه رضی الله عنه و دغو دوو نفرو ته ور ورسېدى او د نېزې وارى يې پر وکړی، يوه نېزه يې تر دواړو وايستل، نېزه د يوه په شا ننوتل او د هغه بل تر نس را و وتل، دواړه يې په يوه وار و وژل او د اوښه را ولوېدل.
په دغه وخت کي چي د مسلمانانو د سپرو اوله ټولۍ په کفارو پسې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري يې و هغه ځاى ته را ورسېدل کوم چي هلته حبيب بن عُیینه وژل سوى ؤ، صحابۀ کرامو وليدل چي يو وژل سوى انسان پروت دى او د ابو قتاده کالئ پر پروت دى، ځينو مسلمانانو و ويل: ﴿ اِنا للهِ واِنا اليه راجعون﴾ ابو قتاده و وژل سو، ځکه ښکاره خبره ده: وژل سوى انسان پروت دى او د ابو قتاده لباس دى مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: يا! داسي نه ده بلکه دغه نفر د ابو قتاده د طرفه وژل سوى دى ورسى وې ګورى، بېله دې څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم يې و ويني دا خبره يې وکړه، کوم وخت چي یې سړئ لڅ کړى رشتيا هم هغه حبيب بن عُیینه کافر ؤ او ابو قتاده رضی الله عنه وژلى ؤ، کفارو د دغه تيښتي په حال کي ډيري هغه اوښاني چي ور سره رهي کړي يې وې پرېښوولې او مسلمانان په پسې دي ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو يې د ذي قَرَد د اوبو سره واړول. نو ځکه دغي غزاء ته د ذي قَرَد غزاء هم ويل كيږي.
سلمه بن الاکوع رضی الله عنه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلى ويل: يا رسولَ الله! سل نفره را سره که د دوى به سرونه ور پرې کم او هغه پاته اوښاني به هم ځني را ولم، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: هغه اوس په غطفان کي شيدې چښي، يعني: ته نه سې پسي رسېدلاى هغه اوس په خپلو کورو کي دي او دا هم مشکله ده چي د دوى قبيلې ته پسي ورسو، ځکه دغه (700) نفره په تلوار را و وتل او د لوى جنګ دپاره آمادګي نه لري چي هغه جنګ دي هم د غطفان د لسو زرو نفرو سره وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو په دغه ذي قَرَدَه کي يوه ورځ او يوه شپه تېره کړه او بيا يې امر وکړی چي بيرته درځى، په دغه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: «خَيرُ فُرسَانِنا اليوم ابو قتاده، وَخَيرُ رِجَالَتِنا سلمه« يعني: نن ورځ زموږ د سپرو بهتر او ښه نفر ابو قتاده دى او د پياده ښه نفر مو سلمه دى، سلمه رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته په غنيمتو کي دوې حصې را کړې، هم يې د پياده حصه را کړه هم يې د سپاره او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم و مدينې منورې ته د بيرته را تګ په وخت کي پر خپله اوښه ور سره سپور کړم.
هغه د مسلمانانو ښځه چي کفارو ور سره بېولې وه، کوم وخت چي شپه سوه وې کولاى سواى چي په پټه د هغو اوښانو و طرف ته ورسي کوم چي کفارو ور سره بېولي وه چي په هغو اوښانو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم يوه اوښه هم وه، دغي ښځي هغه اوښه چوکه کړه او پر سپره سوه مګر اوس لار نه ده ور معلومه چي بيرته مدينې منورې ته ولاړه سي، دا غواړي چي د کفارو څخه وتښتي مګر د غطفان څخه تر مدينې منورې پوري ډيره لار ده او ور معلومه هم نه ده اوس په حيرت کي ده چي څه وکړي؟
په آخر کي يې الله جل جلاله ته دعاء او زارۍ وکړې ويل: يارب! ته مي پر سمه لار برابره کړې، اوښه يې ولاړه کړه او هغه رهي سوه، بېله دې څخه چي ښځه يې يوې او بلي خوا ته برابره کي اوښه يې و خپل سر ته پرېښوول او دا يې هم پرځان نذرکړه: که زه الله جل جلاله مدينې منورې ته ورسولم زه به دغه اوښه د الله جل جلاله د رضاء دپاره حلالوم، اوښه رهي ده څو آخر و مدينې منورې ته د ښځي سره و رسېدل، ښځه يې دکفارو د شره خلاصه کړه، ښځي هم پر دغه صحي سالم رسېدلو د الله جل جلاله حمد و وايه، ښځه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او خپله قصه يې ور ته وکړه او ويل:
يا رسولَ الله! ما پر ځان نذر ايښى ؤ که زه الله جل جلاله خلاصه کړم زه به دغه اوښه د الله جل جلاله د رضاء دپاره حلالوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: سبحان الله! ډير بد مکافات او بدله دي ورکړه، هغې خلاصه کړې او ته يې حلالوې؟ دا وفاء ده؟ په عوض د دې چي یو احسان ور سره وکړې ځکه ته يې خلاصه کړې ته يې حلالوې؟ او بل دا چي دغه اوښه ستا مِلک نه دى ته څنګه هغه شئ نذر ايږدې چي ستا مِلک نه وي؟ او ته يې مالکه نه يې.
نو هر هغه شئ چي څوک يې مالک نه وي او هغه شئ نذر کښېږدي دا نذر باطل دى. (دا هم يوه فقهي مسئله وه)
د دغي غزاء څخه دا معلومه سوه چي ځينو عربو تر اوسه پوري دا جرئت او دلاوري درلودل چي پر مسلمانانو حمله وکړي، سره د دې چي نسبت و پخوا ته اوس د مسلمانانو سره قوت او طاقت ډېر سوى دى.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.
www.taleemulislam.net