لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة الفرقان لنډه پېژندنه
سورة الفرقان د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۵ سورة دئ چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة الفرقان ۷۷ آية لري او ۶ رکوع لري.
فرقان - فرق کولو ته ويل کيږي، يعني قرآن عظيم الشان ته فرقان ځکه وايي چي د حق او باطل تر منځ فرق کوونکی دئ. او د دليل او برهان په معنی هم استعمالېدای سي.
د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: تَبَارَكَ ٱلَّذِى نَزَّلَ ٱلْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِۦ لِيَكُونَ لِلْعَـٰلَمِينَ نَذِيرًا.
ژباړه: ډېر برکتناکه ذات دئ هغه چي فرقان ئې خپل پر بنده را نازل کئ چي د ټوله عالم له پاره بېرونکی (او خبرداره ونکی) سي.
قرآن کريم ته فرقان هم وايي.
په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- ډېر برکتناکه ذات دئ (الله عزوجل) چي خپل پر بنده ئې قرآن کريم نازل کئ تر څو د ټول عالمينو له پاره بېرونکي سي.
۲- قرآن مجيد هغه کتاب دئ چي د باطل او حق تر منځ فرق کوي.
۳- د مشرکينو نيوکي پر رسول الله ﷺ او پر کتاب (يعني قران مجيد) باندي. او د الله (سبحان و تعالی) له لوري د دوی و نيوکو ته جواب.
۴- د کفارو پښېماني چي ولي مو نور ګمراهان خپل ملګري کړل.
۵- د رسول فرياد خپل رب ته چي دې قوم دا کتاب (يعني قرآن کريم) پرې ښودئ.
۶- بيا الله تعالی فرمايي چي: سيدنا موسی (عليه السلام) ته مو کتاب ورکړئ او هارون (عليه السلام) مو ورسره ملګري کړئ.
۷- د سيدنا نوح (عليه السلام) قوم د درواغو د نسبت له وجي هلاک سو.
۸- د عاد قوم، د ثمود قوم، د الرّس قوم او داسي نور قومونه هم وه چي د دوی د بې اطاعتی له وجي تباه او هلاک سول.
۹- دوه نوعه بحرونه، چي يو ئې د خوږو اوبو او بل ئې د ترخو اوبو دی، سره يو ځاي دي ليکن نه سره ګډېږي. يقيناً چي په دې کي د الله تعالی له لوري نښي او نښانې دي.
په سورة الفرقان کي الله تعالی د ټولو انسانانو له پاره خپل د قدرت نښانې ذکر کړي دي، تر څو فکر پکښي وکي.
الله (عزوجل) په آسمانونو کي ستوري پيدا کړي دي، لمر ئې نور (يعني روښنايي) ورکونکی او سپوږمۍ ئې ځلېدونکې پيدا کړې ده.
الله (تبارک و تعالی) ورځ و شپه د دې له پاره پیدا کړې ده چي شکر وکاږو او فکر پکښي وکو.
د الله (رب العزة) حقيقي بنده ګان هغه کسان دي چي:
- پر مځکه په عاجزي سره ځي.
- د جاهلانو سره ځان نه اچوي او په سلامتيا ځني ځي.
- خپل رب ته په سجده او ولاړي (يعني قيام) سره وخت تېروي.
- خپل د رب څخه د دوږخ د عذابه پناه غواړي.
- هغه کسان چي نه اسراف کوي او نه بخل، بلکه ميانه روه وي.
- هغه کسان چي بغير د الله تعالی څخه د بل هيچا څخه څه نه غواړي.
- هغه کسان چي قتل نه کوي (څوک نه وژني).
- هغه کسان چي زنا نه کوي.
- هغه کسان چي د درواغو شاهدي نه اداء کوي.
- هغه کسان چي بېځایه او عبث کارونه وويني، په آرامتيا او په عزت سره ځني تېر سي.
- هغه کسان چي د الله تعالی آيتونه ور ته ويل کيږي، ښه په غور او په پوره فکر سره ور ته متوجه اوسي.
- هغه کسان چي صابره وي.
- او که د چا څخه داسي غلطي کړني تر سره سوې، بيا توبه وکاږي او صالح اعمال تر سره کي، نو بېشکه چي الله تعالی غفور او رحيم ذات دئ.
www.taleemulislam.net