تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رزق په حملو نه دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 24, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


رزق په حملو نه دئ 

 

رزق په حملو نه دئ، هر کس ته خپل ټاکل سوی اندازه رزق رسیږي، هیڅوک تر هغو نه مړ کیږي، ترڅو په دنیا کي يې خپله اندازه رزق خوړلی نه وي، دا که چیري دا کس قناعت په ولري، که يې ونه لري، دا د ده کار نه دئ، د ده د ژوند او رزق اندازه لا له مخکي الله پاک ټاکلې ده.


هو؛ دا چي زموږ او ستاسو رزق معلوم دئ، موږ په دې دنیا کي خپل رزق ختموو، بیا له دې فاني نړۍ رخصت اخلو، نو یو کس هم تر خپلي ټاکلي اندازې ډېر رزق نسي خوړلای، نه ډېر ژوند کولای سي، نو هسي بېځایه د رزق حرص او د مال په محبت باندي ژوند مه تباه کوئ. 


زه په خپل روزمره ژوند کي ډېر داسي کسان وینم، چي د پیسو ګټلو له پاره يې شپه او ورځ پر ځای یوه کړې وي، خپل ژوند ورڅخه هېر وي، یوازي يې کوښښ دا وي، چي یو افغانۍ اضافه پیدا کړي، ذخیره يې کړي او ډيري يې کړي.


زه چي دې خلکو ته ګورم، ډېر افسوس راته ودریږي، د کوم رزق وعده چي الله تعالی کړې ده، نو زه بیا ولي ورته بېتابه یم! هو؛ زه دا منم، چي انسان د پرمختګ او نوښت فطري خاصیت لري او انسان اړتیا لري، چي د مال د ګټلو له پاره خپل فکر په کار واچوي، خو خبره دا ده، چي د پیسو حرص مو باید دومره قوي نه سي، چي زموږ څخه حق و باطل هېر کړي، خپل ژوند راڅخه هېر وي، په معاملو کي انصاف راڅخه هېر وي او بالاخره همداسي د پیسو په حرص کي تر دنیا نامراده تېر سو.


پښتنو اولنو ویلي دي، چي خدای پاک اول چاته ګوري؛ بیا پر اوري. دغه متل یا پخه خبره، اصلا ډېر قوي پيغام لري.


خدای تعالی ډېر شتمن او سخي ذات دئ، کوم کسان چي غواړي شتمن سي، باید په حلاله او مناسبه طریقه د پیسو ګټلو په لټه کي سي، الله پاک يې ورکوي، سخت کار دي وکړي او خولې دي توی کړي، اما په دې شرط چي د پیسو حریص نه سي، هغه د چا خبره د پيسو بچی نه سي، که د پیسو حرص ور باندي غالب سو، بیا خو کېدای سي پيسې پیدا کړي، اما سکون او اطمینان به نه لري او ژوند به يې د هر ډول خیر او برکت څخه خلاص وي.


هغه کسان چي پاک نیت، پراخ زړه او د بېوزلو سره د مرستي احساس ولري، پر هغوی باندي الله پاک شتمني داسي اوروي، چي دوی به حیران وي، هم به شتمن وي، هم خوشحاله او د اطمینان څخه ډک ژوند لري. د دې مثالونه زموږ په ټولنه کي ډېر سته.


نو راسئ، نیت صفا کړو، زړه پراخ کړو، د بېوزلانو لاسنیوی وکړو، اراده قوي کړو، حرکت وکړو او پر الله تعالی باندي توکل وکړو، ترڅو حلاله شتمني ترلاسه کړو او خپل ټول ژوند په جګ سر تېر کړو.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته