تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
چي زما د زړه او ذهن ترجمان دی
 
  May 9, 2013
  0

 رالېږونکی: نوید احمد


 
چي زما د زړه او ذهن ترجمان دی
محبت زموږ نبي آخر زمان دی

د جاهل او جهل دواړو سره وران دی
د عالم او علم دواړو قدردان دی

څو چي څوک د سړيتوب په لار روان دی
هم هغه يې امتي دی مسلمان دی

د دنیا د مظلومانو ترجمان دی
د ظالم پر خونه تندر د آسمان دی

د تیارو غرور يې خاوري کړه رڼا سوه

کلک یقین، کلکه جذبه د پوخ ایمان دی

د انسان لپاره صلحه امن غواړي
د دنیا لپاره امن دی امان دی

د فتنو د فسادونو سخت خلاف دی
سوچه امن سوچه مینه د ایمان دی

چي زما د زړه او ذهن ترجمان دی
محبت زموږ نبي آخر زمان دی
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته