تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علم حاصلولو مقاصد او آداب
 
  July 22, 2017
  0
لیکنه: ډاکټر عبد الرزاق اسکندر
شیخ الحدیث جامعة العلوم الاسلامیه بنوري ټاون
ژباړه: مفتي احسان الله
 
چونکه د دیني مدرسو د تعلیمي کال پیل دی، او طالب علمان په مختلفو مدارسو او جامعو کې د راتلونکي کال لپاره د داخلو کوشش کوي، نو ډیر مناسب دا دی، چې د علم حاصلولو مقاصد او آداب، پر علم باندي د عمل کولو لاري چاري، د استاذ ادب او احترام او ډیر نور څه ځان ته معلوم کړو، ددې په اړه د شیخ الحدیث ډاکټر عبد الرزاق اسکندر صاحب ډیره په زړه پوري لیکنه ده، چې عام مسلمان عالم او بالخصوص د طالب علم لپاره يې ویل زیات اړین دی، ومو ژباړله.
 
الحمد لله رب العلمین، والصلاة والسلام علی أشرف الأنبیاء والمرسلین، وعلی آله وأصحابه أجمعین.

أما بعد!

قدرمنو طالبانو! دا یاد ساتئ چې په یو دیني اداره کې ستاسو داخله او په هغه کې تعلیم حاصلول، د یو لويې کامیابي دلیل دی، یعني دا ددې خبري ګواهي ورکوي، چې الله تعالی ستاسو په حق کي د خیر فیصله کړي ده، لکه په حدیث شریف کې چې راغلي:
 
مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ. مسلم: ۱۰۳۷
ژباړه: د چا په باره کې چې الله تعالی د خیر اراده وکړي، هغه ته په دین کې فقاهت (پوهه) ور په برخه کړي.

دا ښکاره خبره ده، چې وحي منقطع ده، هغه وحې چې د هغې په ذریعه به یقینا د الله له جانبه قانون نازليدی، خو ستاسو په وړاندي قرآن کریم موجود دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت موجود دی، ددې په ذریعه تاسو د الله پاک رضا معلومولای شئ، او دا هم یاد ساتئ چې ددې لپاره الله تعالی د بې حسابه مخلوقاتو نه ستاسو انتخاب وکړ، او دې ته یې متوجه کړاست.

 

د دین د نعمت د شکر ادا کولو طریقه:

 

 

دا دین هغه نعمت دی، چې ددې په مقابل کې د دنیا هر نعمت هیڅ هم نه دی، نو مناسب دا دی چې تاسو دا دین- دین وبولئ، زده يې کړئ، او په آخرت کې د اجر او ثواب اومید درلودلو سره، د دین په زده کړه کې محنت او کوشش وکړئ، ددې نعمت شکر دا دی، چې تاسو محنت وکړئ، د اوقاتو پابندي وکړئ، د استاذ احترام ته په زړه کې ځای ورکړئ، ورته کښېنئ، ستاسو سترګي، غوږ او دماغ باید په پوره ډول د استاذ خوا ته متوجه وي، تر څونه چې ممکن وي د راتلونکي سبق مطالعه وکړئ، پخوا زموږ دیني مشرانو د نصیحت په ډول داسي ویل (هغه مشران چې ټول ژوند يې په علم کې تیر کړی دی): که تاسو له سبق ویلو وړاندي یو ځل مطالعه وکړئ، او د سبق ویلو په وخت کې د استاذ خبري په غور سره واورئ، د سبق ویلو نه وروسته بیا یو وار لږ مطالعه وکړئ، او تکرار يې کړئ، ان شاء الله! په دې طریقې سره به مو سبق یاد پاته کيږي.

 

  علم په هر ځای کې د ادب تقاضا کوي:
 

 

په بیا بیا مو دا خبره کړي ده، چې علم ادب غواړي، د خپل استاذ ادب، د خپلي مدرسې ادب، تر ځان د مشر ادب، دا ادب انسان ته ډیر څه ور په برخه کوي، یاد ساتئ چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
 
لَيْسَ مِنْ أُمَّتِي مَنْ لَمْ يُجِلَّ كَبِيرَنَا، وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا، وَيَعْرِفْ لِعَالِمِنَا حَقَّهُ. مكارم الأخلاق.( للطبراني ص: ۳۶۷)
ژباړه: له موږ نه چې څوک د مشیرانو احترام نه کوي، پر ماشومانو شفقت نه کوي، د علماو قدر نه کوي، هغه زما له امت نه ندی.

ستاسو دا ادب پر نورو مسلمانانو هم اثر کوي، هغوی چې تاسې وويني، نو پر دې فکر به مجبوریږي، چې ګوره! ددیني علم طالبان همداسي وي.

زه چې په مصر کې اوسېدلم، هلته مي پي ایچ ډي PhD کوله، په مصر کې زما یو ملګری و، له کوره به جامعه ازهر ته را تلی، یو ورځ چې راغلی راته ویل يې: یا شیخ! نن مي یو عجیبه قیصه ولیدله، ما روته ویل وایه څه و، په قاهره کې په ښاري بسو کې زیاته ګډوډي وي، نه د ښځو احترام او نه هم د مشرانو احترام وي، ده ویل چې کله بس ته وختلم یوه چوکۍ خالي وه پر کښېناستلم، پر بل سټاپ یو سپینږری پادري چې لکړه يې په لاس کي وه راوخوت، پر چوکیو ځای نه و، په بس کي ودريدی، کله چې ما ولیدی ورته ومي ویل: تفضل یا شیخ! راشه زما پر ځای کښېنه، زه له خپلي چوکۍ ولاړ سوم او دی مي ورباندي کښېناوی، که څه هم هغه پادري و، خو بهر حال له ما نه مشر و، له ناستې وروسته هغه په زار زار ژړا پیل کړه، ناستو خلکو ترینه وپوښتل یا شیخ! ته ولي ژاړې؟ ده ورته وویل: ځکه ژاړم چې ماته پر دې افسوس دريږي، چې په بس کې په لسهاو عیسویان ناست دي، خو ما ته یوازي د جامعه ازهر طالب ولاړ سو او چوکۍ يې راته خالي کړه.

له دې نه تاسو اندازه ولګوئ! چې د جامعه ازهر د یو طالب له ادب نه ټول بس سواریان څونه متاثر سول، د دین زده کونکي باید همداسي وي، په خپل ځان کې ادب پیدا کړئ، دا لازمه نه ده، چې خاص د استاذ ادب به کوئ، هر طالب علم، او هر استاذ که څه هم هغه تاسو ته سبق نه وايې، هغه دادب مستحق دی.

ماته ښه یاد دي کله چې ما په مصر کې سبق وایو، د تحقیق لپاره به نورو مکتبو ته په بسو کې تلم، په بسو کې د ړومبۍ درجې او دوهمي درجې سېټونه وي، خو مشکل دا و، چې د اول نمبر سیټ کرایه به دوچنده وه، د ښځو لپاره متعین سيټونه نسته، ما به کله دوی ته ویل: چې تر تاسو موږ د ښځو زیات عزت کو په بسو کې اولي چوکۍ د ښځو وي، له هغه وروسته بیا سړي کښېني، زه به عموما په مصر کې په اول نمبر سیټو کې کښېناستلم، ددې لپاره چې له بد تمیزي نه ځان وساتم، له دې سره بیا هم چې کله به یو سپینژری او یا سپین سري ښځه راغله، زه به له خپلي چوکۍ ولاړيدلم.

مطلب دا چې په هر ځای کې استقامت ضروري دی، داسي نه چې په مدرسه یا جامعه کې زموږ رویه ښه وي، او په بل ځای کې بیا بې پرواهي کو، به هر ځای کې او هر وخت کې یو شانته اوسېدل پکار دي، کور ته چې ولاړ سئ هلته مور او پلار ته سلام کوئ، د مور او پلار لاسونه نسئ ښکولوئ يې، د خپلو قریبانو او دوستاو زیار ته ورځئ، د هغوی عزت کوئ، ددې لپاره چې هغوی په دې پوه سي، چې د دیني علومو طالب ډیر مؤدبه وي.

 

  علم یکسانیت غواړي:
 

 

زما خوږو طالبانو! مخته مو هم تاسو ته ویلي دي، چې د علم لپاره تعلقات او دوستۍ ډیر مضر شی دی، علم یکسانیت غواړي، او علم ته خپل ځان وقف کړئ، دا لويې لويې دوستۍ دا دلته هلته ګشتو ګام ډیر نقصانده دي، تاسو چې په دونیا کې چرته هم ولاړ شئ، هلته فتنې دي فتنې، مثلا د ښځو فتنه ده، بالفرض که کله مو بازار ته د یو څه اخیستلو ضرورت سو، نو داسي ولاړ شئ، لکه څوک چې بیت الخلا ته ځې، انسان چې بیت الخلا  ته ولاړ سي، هلته خپل ضرورت پوره کوي، فورا دباندي راځي، تاسو هلته څوک تر اوسه ليدلي دی، چې هلته بېده سوی وي، او یا کېناستلي وي؟

بل دا چې د خپل نظر حفاظت کوئ، {قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ} [النور: ۳۰].
ستاسو دا کار به ان شاء الله! ډیر موثر وي، یو څه وخت مخته په اخبارو کې راغلي و، چې په انګلنډ کې یوې صحافي ښځي د یو ځوان مسلمان سره د اسلام په باره کې مصاحبه کوله، تر دوه ساعته هغې ورسره مصاحبه وغزوله، د هغه ځوان له جوابو نه داسي ښکارېدل چې هغه یا مسلمان عالم او یا هم یو پوه تبلیغي دی، ځکه د علماو نه وروسته د دین په اړه زیات معلومات تبلیغیان لري، د تبلیغ په برکت هغه تر دوه ساعته د هغې سوالو ته جوابونه ویل، له دو ساعتو وروسته هغې ورته وویل: چې ماته کلیمه را وښیه! او ورته ویل يې: چې زه ډیره حیرانه یم، تر دوه ساعت مي درسره مصاحبه وکوله، او په دوه ساعته کې یوه ثانیه هم تا سترګي نه کړي پورته چې زما خوا ته وګورې، سترګي دي لاندي اچولی وې ناست وې، دغه سړي د الله پاک پر دغه حکم {قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ} [النور: ۳۰] 
(اېمانداره سړو ته ووایه! چې خپل نظر کښته ساتئ)
 
باندي عمل وکاو، ګواکې هغه دونه متاثره سوه، چې په اسلام کې دومره عفت دی، او دونې پاک دامني ده، چې د خپلې ښځي نه ما سوا بل چا ته کتل نا جایز دي.

زما ګرانو طالبانو! زموږ ادب، زموږ اخلاق، ان شاء الله! پر نورو خلکو ډیر اثر کوي، نن سبا د نړۍ کفار او د هغوی د غلامانو هر څه ستاسو خلاف دي، دا دیني مدرسې د هغوی د سترګو اغزي دي، که د هغوی وس کار وکړي، مدرسو ته به قلفان واچوي، الله تعالی دي هغه همیشه ناکام لري، (آمین) 

نو مناسب دا دی چې موږ هغوی ته موقع په لاس ور نه کړو، چې هغوی بیا وايې: طالبان داسي او هسي دي، موږ باید خپل ټول وخت علم ته وقف کړو، زموږ ناسته ولاړه باید علم وي.

 

  د علم مقصد مو باید څه وي؟

 


ښاید تاسو به هغه قیصه اوریدلي وي، چې کله په بغداد کې د نظامیې په نامه مدرسه جوړه سوه، د هغه وخت امر المؤمنین مدرسې ته ولاړ او غوښتل يې چې ځانته دا معلومه کړي، چې د کوم مقصد لپاره مي مدرسه جوړه کړي ده، آیا هغه به ترینه حاصل سي، او که یا، هلته يې په مدرسه کې له یو طالب علم نه پوښتنه وکړه، چې ته د څه لپاره سبق وايې؟ هغه جواب ورکړ، ددې لپاه چې مفتي سم، له دوهم نه يې پوښتنه وکړه، چې ته سبق د څه لپاره وايې؟ هغه بیا جواب ورکړ، چې ځان قاضي جوړوم، دا دواړه په هغه وخت کې مشهور علمي حکومتي مناصب ول، که څه هم دواړه ديني منصبونه ول، خو په څنک کې د معاش او منصب رنګ هم درلود، بالآخر پاچا دا فیصله وکړه، چې په دې مدرسه کې چې د طالبانو دا حال دی، نور به دا مدرسه بندوم، ځکه د څه مقصد لپاره چې مي مدرسه جوړه کړي ده، هغه په دا شان طالبانو نه پوره کیږي، له مدرسې نه د وتلو په اراده روان و، چې پر یو طالب يې سترګي ولګيدې او ورته فکر يې سو، خیال يې وکړ، چې راسه له دې نه به هم سوال وکړم. له هغه نه يې وپوښتل چې طالبه! د څه لپاره سبق وایې؟ هغه جواب ورکړ، خو داسي جواب چې د پاچا فکر يې بدل کړ، ورته ویل يې: ددې لپاره سبق وایم چې زه الله تعالی پیدا کړی یم، او زه يې مکلف کړی یم، زه ځانته دا معلومول غواړم، چې الله پاک له مانه څه غواړي؟ کوم کار چې د کولو وي، هغه به کوم، او له کوم کار نه چې مې منع کړي، هغه به نه کوم.

له دې سره د پاچا نظر بدل سو، او ویل يې: چې د ټولي مدرسې په طالبانو کې چې یو هم داسي عالم جوړ سي، باید دا مدرسه بنده نه سي، تاسو پوهیږئ! چې هغه طالب علم څوک و، هغه د زماني مشهور عالم، د ډیرو کتابو څښتن، امام غزالي رحمه الله و!

له دې نه مي مطلب دا دی، چې زموږ هدف باید د دین زده کړه وي،
 
وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ ۗ[البقرة: ۲۸۲]
 (تقوا غوړه کړئ، الله تعالی به مو په علم سره ونازه وي)
 او د تقوا کمه درجه د فرایضو پابندي او په جماعت سره د لمانځه اهتمام ده، ان شاء الله کله چې تقوا راسي، نو الله تعالی به علم هم در کوي.

 
 

پر علم باندي عمل کول باید لازم وګڼو:
 

 

ګورئ! زموږ دین پاک دی، او علم مو پاک دی، دا پاکې غواړي، نو زیات مناسب دا دی چې کوشش وسي، همیشه په اوداسه سره واوسو، پاک واوسو،

خیر! کله چې ضرورت درته پیښ سي، نو سمه ده، دوباره اودس تازه کړئ، ډیر وخت زه دا نسخه درته ښه یم، ددې لپاره چې زیات وخت په اوداسه سره واوسو، هغه دا چې تاسو په خوراک کې لږ کمي را ولئ، د دوو ډوډیو پر ځای یوه نیمه وخورئ، او د یوه نیمي پر ځای څه دپاسه یوه وخورئ، ان شاء الله! چې تر ډیرو به با وضو اوسئ.

بهر حال تاسو چې له خپلو اوستاذانو څخه څه اورئ، په کتابو کې لولئ، پر هغه عمل کوئ، ان شاء الله چې په هغه علم کې به برکت وي.

یو عالم دا قیصه لیکلې ده، چې د بغداد دجله چې په یو وخت کې د اسلامي مملکت پایتخت و، په هغه کې نن هم د دجلې دریاب بهیږي، نیمايې ښار د دجلې یو خوا او نیمايې يې بل خوا پروت و، په هغه وخت کې پل نه و، بلکې په کښتیو کې به خلک یوخوا بل خوا تلل، اوس خو ما شاء الله لوی لوی پلونه جوړ سوي دي، وايې یو عالم د دریا یو خوا ولاړ و، پرچی ورغلی، او کښتۍ وال د دریا پر آبله غاړه ولاړ و، د پرچې والا له پرچ سره الحمد لله وویل، د هغه د الحمد لله اواز هغه بل طرف ته واورېدل سو، خو دا سړی دونه نه و قوي چې په دونه لوړ اواز یرحمک الله ورته ووايې، چې په آبله غاړه واورېدل سي، نو مجبورا دغه سړي کښتۍ کرایه کړه، او هغه بلې خوا ته ورغلی، کله چې ورنیږدې سو ورته وويې ویل: یرحمک الله!
 
دې ته وايې پر دین عمل کول، نو تاسو دا نیت وکړئ، چې څه وايو پر هغه به عمل کو، ان شاء الله کله چې پر علم عمل وسي، الله پاک به برکت په کې اچوي، او د لا زیات عمل توفیق به هم در کوي.

نور نو پر دې اکتفا کوم، الله دي موږ ټولو ته د عمل کولو توفیق راکړي. آمین!
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته