لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة ق لنډه پېژندنه
سورة (ق) د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۰ سورة دئ، چي د هجرت څخه د مخه په مکة مکرمة کي نازل سوی دئ.
سورة ق ۵۴ آية دئ او ۳ رکوع لري.
د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله (عزوجل) فرمايي: ق ۚ وَالْقُرْآنِ الْمَجِيدِ.
ژباړه: ق – او (قسم) په قرآن مجيد سره (په هغه قرآن سره چي د لوړ شان، عزت او شهرت کتاب دئ)
په سورة ق کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- د کفارو تعجب او حيرانتيا چي د دوی څخه (يعني د دوی په شان يو انسان، او د دوی د قوم څخه يو کس) د نبي په حيث او د الله تعالی د استازي په شان ور ته راغلی.
۲- د الله (رب العزة) له طرفه نعمتونه او هغه ورکړي، چي و انسانانو ته ئې ورکړي دي، د هغو يادونه.
۳- د سيدنا نوح (عليه السلام) د قوم، اصحب رس (د کوهي او څاه د خلګو) او د ثمود د قوم يادونه او همدارنګه د عاد د قوم، د فرعون او د لوط (عليه السلام) د وړونو ( د خلګو ئې) يوه تذکره او يادونه سوې ده.
۴- الله (عزوجل) انسان پيدا کی او ښه په پوهېږي او انسان ته د ده ته تر شاه رګ لا ور نږدې دئ.
۵- د هر کس له پاره دوې ملائکي (کرام کاتبين) موجودي دي.
۶- د قيامت د ورځي يو پس منظر.
د ځينو نورو تفاسيرو له رويه، په سورة ق کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
د کفارو هغو پوښتنو ته جواب ورکول سوی دئ، چي وايي موږ مړه سو او خاوري سو، نو به بيرته را ژوندي کېږو؟
الله تعالی خالق د آسمانونو او مځکي دئ. د هر څه ورکوونکی او نازلونکی الله (رب العزة) دئ.
هغه قومونه چي د مخه تېر سوي وه، او ايمان ئې نه و راوړی، هغه ټول تباه او هلاک سول.
د انسانانو خالق الله (تبارک و تعالی) دئ او الله تعالی و انسان ته ډېر ور نږدې دئ.
هغه انسانان چي ايمان راوړي او نيک اعمال تر سره کي، د هغو له پاره جنت دئ.
www.taleemulislam.net