تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کله چي په امت کي پنځلس ډوله خرابۍ پيل شي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 14, 2021
  0

کله چي په امت کي پنځلس ډوله خرابۍ پيل شي نو مصیبتونه به نازلیږي


لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پانه 


له حضرت علي (رض) څخه روایت دی چي رسول الله (ص) ارشاد وفرمایی چي کله زما امت پنځلس ډوله خرابۍ پیل کړي نو افتونه او مصیبتونه به پرنازلیږي، پوښتنه وکړل شوه چي یا رسول الله ! هغه کومي کومي خرابۍ دي؟ نو رسول الله (ص) وفرمایل:


۱:  د غنیمت مال به دځان لپاره دولت ګڼل کیږي.


۲:  آمانت به غنیمت ګڼل کيږي.


۳:  زکات ورکول به تاوان ګڼل کیږي.


۴:  دیني علم به ددنیا حاصلولو لپاره زده کیږي.


۵:  خاوند به دخپلي ښځي تابعداري کوي.


۶:  زوی به دخپلي مور نافرماني کوي.


۷:  سړی به دخپل دوست سره ښه سلوک کوي او له پلاربه سره به ظلم او زیاتی کوي.


۸:  په جوماتونو کي به شور وي.


۹:  رذیل سړی به د قوم مشر جوړ سي.


۱۰: د سړی عزت او اکرام به دهغه له شرڅخه دځان ژغورنی لپاره کیږي.


۱۱:  شراب څيښل به عام شي.


۱۲:  سړی به هم د وریښمو جامی اغوندي.


۱۳: د نڅا کوونکو ښځود تماشې شوق به کیږي.


۱۴:  د غزلو سامان به عام شي اوشوق به ورسره ساتل کیږي.


۱۵:  د امت اخیري خلګ به پر وړاندینیو تیرو شووخلګو بد او رد وایی.


کله چي دا ټولي نښي ښکاره شي نو بیا دسرۍ سيلۍ،زلزلۍ، په ځمکه کي د غرقیدو او دشکلونو د بدلیدو او دکاڼو د باران انتظار کوئ او دهغو علامو انتظارکوئ کوم چي داسي پرله پسی راتلونکی دي لکه د امیل د تار په شکیدلو سره چي دانۍ (مرۍ) بو په بل پسي رالویږي .
[ترمذي شریف، ج ۲ ، ص ۴۴]


ماخذ: پاشلي ملغلري 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته