لیکنه : محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
١ - (د جماعت) په لمانځه کي حاضر وي؛
۲ - د زکات په ورکړه کي بيړه کوي.
۳- بېوزلو ته خواړه ورکوي.
۴- له یتیمانو سره ښه کوي.
۵ - جامې ئې تقوا او پاکي وي؛
۶ - د خپل بدن (عورت) ساتنه کوي؛
۷ - په خبرو کي درواغ نه وايي؛
۸ - پر خپله ژمنه وفا کوي؛
۹ - که څوک اعتماد په وکي؛ خيانت نه ورسره کوي؛
۱۰ – تل رښتيا وايي؛
۱۱ - دشپې د خپل رب عبادت کوي؛
۱۲ – د ورځي د اهل او خلکو خدمت کوي؛
۱۳ - ثوابي روژې نيسي؛
۱۴ - ګاونډیانو ته ازار نه رسوي؛
۱۵ - له ملګرو سره ملګرتیا پالي؛
۱۶ - پر لار په وقار او تواضع روان وي؛
۱۷ - د بېوزلو لاسنيوی کوي؛
۱۸ – په خیرات او صدقه کي تر ټولو مخکي وي؛
۱۹ - د مؤمنانو په جنازو کي ګډون کوي؛
۲۰ - پر خدای ورکړي نعمتونو شکر کاږي؛
۲۱ – پر غم او مصبت صبر کوي؛
۲۲ – پر چا تهمت او بهتان نه وايي؛
۲۳ – له خلکو سره په راسه درسه کي رښتنی وي؛
۲۴ – پر کشرانو رحم او د مشرانو درناوی کوي؛
۲۵ - مسلمانان ئې له لاس او ژبي خوندي وي؛
۲۶ – خپلو وروڼو (مسلمانانو) ته د کتني پر مهال سلام کوي؛
۲۷ـ د پرنجي پر مهال ورته روغتيا غواړي؛
۲۸ - د ناروغ پوښتني ته ورځي؛
۲۹ – د خپل مسلمان ورور د مېلمستیا بلنه مني؛
۳۰ - د خپل مسلمان ورور په غم ښادي کي ګډون کوي؛
۳۱ - څه چي ځان ته خوښوې نورو ته ئې هم خوښوي؛
۳۲ - څه چي د ځان لپاره بد ګڼي، هغه د نورو لپاره هم بد ګڼي؛
۳۳ – د ټولو مسلمانانو خیر غواړي، چا ته اجازه نه ورکوي چي د بل غيبت وکړي؛
۳۴ – د خپل مسلمان ورور په غم خپه کيږي؛
۳۵ – د خپل مسلمان ورور عيبونه او نيمګړتیاوي پټوي؛
۳۶ – د خپل مسلمان ورور له تېروتنو تېرېږي؛
۳۷ – پر انسانانو، حيوانانو او مرغانو زړه سواند وي؛
۳۸ - د دوستۍ حق او حقوق پوره اداکوي؛
۳۹ – د خپل منځي محبت د ټينګولو په پار خپل مسلمان ورور ته ډالۍ ورکوي؛
۴۰ د خپل مسلمان ورور له نېکيو مننه کوي؛
۴۱ - له ځوانۍ څه په الهي چارو کي ګټه اخلي؛
۴۲ – وخت نه ضایع کوي؛
۴۳- د مال په لاسته راوړلو کي محتاط وي؛
۴۴ – بې لارو ته سمه لار ور ښيي؛
۴۵ – د مسلمان د سلام جواب په ورین تندي او مسکا ورکوي؛
۴۶ – پر مځکه کبر او لويي نه کوي؛
۴۷ – د ظالم مخنیوی او د مظلوم لاسنیوی کوي؛
۴۸ – پر ماسي څه قسمونه نه اخلي؛
۴۹ – له خپلو خپلوانو سره اړیکي نه پرې کوي؛
۵۰ - خپل مسلمان ورته د ښو او غوره کارونو نصیحت کوي.
www.taleemulislam.net