تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ادب اړوند څوسپڅلي خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 7, 2021
  0

د ادب اړوند څوسپڅلي خبري 


رالیږونکي :قاري خیرمحمد خبیب پشت رودي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


۱ :- بې عقله سړي ته ادب ورکول داسي مثال لري،لکه حنظله بوټي ته چي سړی اوبه ورکوي. او حنظله بوټي ته چي هر څومره اوبه ورکوې، هغو مره ترخیږي.


۲ :- ادبناکه اوسه! چي ټوله خلک دي احترام او عزت وکړي.


۳ :- ادب او پوهه خپل شعار(نښه) وګرځوه! چي د وخت تر ټولو ښه سړی سې او د نېکانو خلکو سره یو ځای سې.


۴ :- ما ادب د بې اد بانو څخه زده کړ.


۵ :- د سړي ادب او علم، د ده تر زرو ښه دئ.


۶ :- ادب بېله علمه کېدلای سې، خو علم بېله ادبه ممکن نه دئ. 


۷ :- جمال او ښائست په جامه سره نه دئ، چي ته خپل ځان ته په هغه سره ښائست ورکوې، بلکي ښائست په علم او ادب سره دئ.


۸ :- خپلو بچیانو ته ادب ورکول، په هره ورځ کي تر صدقې کولو بهتره دئ.


۹ :- یتیم هغه نه دئ چي پلار یې مړوي، بلکي یتیم هغه دئ چي د ادب او عقل څخه بې برخي وي.


۱۰:-  ښه ادب د اخلاقو د پاکوالي سبب دئ.


ماخذ:  سپڅلي خبري 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته