ولې د کورنۍ د مالي ستونزو مخنیوی نه کوو؟
لیکنه : محمدشفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱ : ځکه دولتي ماليې او حسابونه په خپل وخت نه ورکوو.
۲: ځکه د خپلو لگښتونو او عوایدو دقیق حساب نه کوو.
۳ : ځکه له خپلو وسیلو او اسانتیاو څخه سمه گټه نه اخلو.
۴ : ځکه خپله پانگه او پیسې نه ټولوو او نه يې ساتو.
۵ : ځکه خپل پورونه مو په خپل وخت نه ادا کوو.
۶ : ځکه ډېری وگړي پرته له کومې بېړنۍ اړتیا څخه له نورو وگړو پور اخلي.
۷ : ځکه خپل پورونه له نورو څخه په خپل وخت نه اخلو.
۸ : ځکه ډېری وخت پرته له اړتیا مېلمه پالنې کوو.
۹ : ځکه د کورنۍ توکي ژر ژر بدلوو.
۱۰ : ځکه هغه څه نه پلورو کوم، چې له موږ سره په ژوند کې مرسته نه کوي.
۱۱ : ځکه له ځینو ډېر لگښت لرونکو پروگرامونو او مراسمو څخه نه تېرېږو.
۱۲ : ځکه د خپلو لگښتونو کچه مو له عوایدو سره نه برابروو.
ماخذ : دکډژوند۱۰۰ رازونه
www.taleemulislam.net