تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه كښي د دغه امت لپاره پنځه انعامونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 30, 2022
  0

په روژه كښي د دغه امت لپاره پنځه انعامونه:

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 الله تعالى د روژې په مبارکه مياشت کښي دغه امت ته پنځه انعامونه ورکړي دي چي مخكي هيڅ يو امت ته نه وه ورکول سي، او هغه پنځه انعامونه د حضرت ابوهريرة (رضي الله عنه) په دغه روايت کښي د نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) څخه نقل سوي دى:


(و روي عن ابي هريرة (رضي الله عنه) قال: قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) : اعطيت امتي خمس خصال في رمضان لم تعطهن امة قبلهم: خلوف فم الصائم اطيب عند الله من ريح المسک، و تستغفر لهم الحيتان حتى يفطروا، و يزين الله عزوجل کل يوم جنته،  ثم يقول: يوشک عبادي الصالحون ان يلقوا عنهم المئونة و يصيرو اليک، و تصفد فيه مردة الشياطين فلا يخلصوا فيه الى ما کانوا يخلصون اليه في غيره، و يغفر لهم في آخر ليلة. قيل: يا رسول الله ا هي ليلة القدر؟ قال: لا، و لکن العامل انما يوفى اجره اذا قضى عمله .(الترغيب والترهيب  صــ ٩١ ج ٢.)


ترجمه : او د حضرت ابو هريرة (رضي الله عنه) څخه روايت سوي دي، دي مبارك وايي چي د الله تعالى رسول (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: زما امت ته د روژې په مياشت كښي پنځه داسي انعامونه وركول سوي دي چي د دوي څخه وړاندي بل چا ته نه وه وركول سوي:


۱. د روژه نيونكي د خولې بوى الله تعالى ته د مشک د بوى څخه زيات خوشبويه دى.  


۲: د روژې تر ماتولو پوري ماهيان د هغه دپاره د مغفرت غوښتنه کوي . 


۳: الله تعالى هره ورځ خپل جنت ښائسته کوي او بيا ورته وفرمايي: نژدې دى چي زما نېک بندګان د دنيا مشقتونه د ځان څخه ليري كړي او تا ته  را وګرځي.


۴: په دغه مياشت کي سرکښ شيطانان تړل كيږي نو هغه څه ته چي به دوي مخكي ورخلاصېدل اوس هغه ته نه سي ور خلاصېدلاي.


 ۵: د روژې په اخيري شپه کي روژه نيونكو ته ګناهونه وربخښل کيږي،  صحابه کرامو رضي الله عنهم عرض وکړئ: اې دالله رسوله! ايادغه د مغفرت شپه دقدر شپه ده؟ نبي عليه السلام وفرمايل : نه، مزدور ته د کار پر ختميدو باندي مزدوري ورکول کيږي.


 ماخذ: دروژې فضائل او احكام


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته