راټولوونکې: نوراحمد نوري
د الله جل جلاله درکړي نعمتونو ته خولږ ځېر سه (که تاسې د الله جل جلاله د نعمتونو شمېرل غواړئ نو نه يې سئ شمېرلاى حقيقت دا دى چې هغه ډېر بخښوونکې او مهربان دى) بره، ښکته، مخې ته، شاته، له هر لوري پر تاسې د الله جل جلاله نعمتونه لورولي دي، روغ بدن، سولييز چاپيريال، کور، کالي، خوراکي او څښاکي توکي د موافقې هوا او اوبو شتون، سترګي، ژبه، لاس او پښې دا ټول څومره قیمتي او زړه خوشحالونکي نعمتونه دي، يعنى له تاسره ټوله نړۍ سته خو په دي نه پوهېږې.
خپل ښکاره او پټ نعمتونه يې پر تاسې تمام کړي دي، ته دوې سترګي، يوه ژبه، دوه شونډان، دوه لاسونه، او دوې پښې هم لري نو تاسې به د خپل رب کوم کوم نعمت دروغ ګڼئ؟
تاسې ته دا ټولې کوچني خبري ښکارې، چې سړى دې پر خپلو پښو ګرځي، ډېر داسې خلګ سته له دې نعمت نه بې برخې دي او پر خپلو پښو د ګرځيدو په ارمان وي.
ته څومره په خواږه خوب ويده يې، خو څومره داسې سترګې شته چې د درد او يا څه ستونزې له امله د خوب لاري څاري او که الله جل جلاله مه کړه غمونه او اندېښنې دې له سترکو خوب وتښتوي ته بيا ويده کېداى سي؟
همدا شان تا خپله معده له خوندورو خوړو ډکه کړه، خو څومره داسې خلک سته چې د ناروغۍ او يا نېستۍ له امله له خوندورو خوړو څخه بې برخې دي او که د هغوى په څېر ستا ګېډه هم له ناروغيو او دردونو ډکه سي، نو څنګه به دې خوراک او څښاک ته زړه وسي؟
الله جل جلاله درته اوريز ځواک درکړى، چې له امله يې اورېدل کولاى سې او څومره داسې خلک سته چې ښه روغ، جوړ غوږونه لري، خو اورېدل پرې نسي کولاى، تا ته يې ليدونکې سترګي درکړې دي، سره له دې چې تا به په ټولنه کې څومره ړانده ليدلي وي، چې د ليدو په ارمان وي. دې ته فکر وکړه، چې اورېدل کولاى سى کوڼ نه يې، ليدل کولاى سى ړوند نه يې، په بدن روغ يې معلول نه يې، عقلمند يې لېونى نه يې، له څومره سترو امتيازاتو څخه برخمن يې!!
دا ووايه چې د احد د غره هومره پر سرو زرو به دې يوه سترګه ورکړې؟ د يوې سترې ماڼې په بدل کې به د ژبې پريکولو ته غاړه کښيږدې؟
د سر له وريښتو نه د پښو تر ګوتو پورې د الله جل جلاله په بې شمېره لورنو کې نغښتل سوي يې، خوته پرې نه پوهېږې او بيا هم په غمونو او اندېښنو کې لالهانده او غرق ژوند کوې، سره له دې چې په تن روغ او په ګيډه موړ يې ولي د مفقود (ورک) په اړه اندېښنه او پر سته شکر نه کاږې؟
پر مالي زيان خپه، خو پر الهي ډاليو نعمتونو بي پروا پروت يې. دي ته ځير شه او شکر پرې وکاږه ځکه (قرآن کريم) دې لورته بلنه کوي لکه چې فرمايي:
(او په خپله ستاسې په خپل وجود کي ډېرې نښې سته ايا تاسې په ځير کتوونکي نه يئ؟) د ځان خپلو خپلوانو او چاپيريال په اړه ښه سوچ وکړه نو هر څه به درته په ډاګه سي. دوى د الله جل جلاله ښېګڼه پېژني، بيا ورڅخه منکرېږي.
ماخذ: مه خپه کېږه