تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اعتكاف فضائل او مسائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 18, 2022
  0
د اعتكاف فضائل او مسائل 
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اعتكاف او د هغه فضيلتونه په ډيرو احاديثو سره د نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) څخه ثابت سوي دي .
 
تر ټولو لوى ثبوت دا دى چي نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) په خپل مدني ژوند كي هر كال اعتكاف كاوه. (ماسواد يوه كال څخه چي هغه كال يې په جهاد كښي د شريكيدو په سبب اعتكاف ونكړ، خو بيا يې په راتلونكي كال كي د هغه قضاء را وړل) .
 
1. ( عن انس (رضي الله عنه) قال كان النبي (صلی الله عليه وسلم) يعتكف في العشر الاواخر من رمضان فلم يعتكف عام فلما كان العام المقبل اعتكف عشرين ) ( مشكوة صـ۱۸۳ج ۱)
 
 ترجمه : حضرت انس (رضي الله عنه) فرمايي چي نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) به د روژې په آخري لسيزي كښي اعتكاف كوى يوكال يې اعتكاف نه وكړ نو راتلونكى كال يې شل ورځي اعتكاف وكړ.
 
2. ( عن عائشة -رض- ان النبي (صلی الله عليه وسلم) كان يعتكف العشر الاواخر من رمضان حتى توفاه الله ثم اعتكف ازواجه  من بعده ) (متفق عليه مشكوة صــ۱۸۲ج ۱ )
 
ترجمه: د حضرت عائشة -رض- څخه روايت دى  چي نبي كريم  (صلی الله عليه وسلم) د روژې په آخري لسيزه كښي اعتكاف كوى تر هغه وخت پوري چي دى مبارك وفات كيدى بيا د نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) وروسته ازواج مطهراتو اعتكاف كوى. 
 
د اعتكاف فضائل
 
د حضرت حسين ابن على(رضي الله عنه)څخه روايت دى چي نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل:
 
( من اعتكف عشرا في رمضان كان كحجتين و عمرتين )( الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۴۹ ) 
 
ترجمه: كوم څوك چي د روژې په مياشت كښي د لسو ورځو اعتكاف وكړي نو دده دغه عمل به د دوو حجو او دوو عمرو سره برابر وي. 
او په يوه بل حديث كښي روايت دى : 
 
( ان للمسجد اوتادا الملائكة جلساؤهم ان غابوا يفقدو هم و ان مرضوا عادو هم و ان كانوا في حاجة اعانوهم ) 
 
ترجمه: د مسجد لپاره ميخونه وي (يعني هغوي هر وخت په مسجد كښي  ناست وي) د داسي خلګو همنشينه ملائكي وي كه دغه خلګ د مسجد څخه كله غائب سي نو ملائكي په هغوي پسي ګرځي، او كه مريض سي نو د هغه پوښتنه كوي، او كه هغه ته كوم ضرورت ور پيښ وي نو دغه ملائكي د هغه كومك كوي). 
 
په يو بل روايت كښي دي: 
 
( من اعتكف يوما ابتغاء وجه الله عزوجل جعل الله بينه و بين النار ثلاثة خنادق ابعد مما بين الخافتين ) ( لترغيب والترهيب ج : ۱ ص : ۱۵۰ .)
ترجمه: كوم څوك چي د الله د رضا لپاره يوه ورځ اعتكاف وكړي نو الله پاك دده او د جهنم تر منځ د يوه حائل او پردې په توګه درې دومره خندقه جوړ كړي چي د هغوي په منځ كښي واټن د مځكي او آسمان د واټن څخه هم زيات وي).
 
روژې د مياشتي چي كوم مسنون اعتكاف دى د هغه لپاره د لسو ورځو موده تعين سوې ده د دغه لسو ورځو څخه كم سنت اعتكاف نه اداء كيږي همدا ډول واجب اعتكاف يعني چا چي اعتكاف نذر كړى وى نو هغه اعتكاف د يوې ورځي يوې شپې څخه كم نه اداء كيږي.
 
د اعتكاف ډولونه
 
د اعتكاف درې ډولونه دي : 
 
1. واجب .
 
2. سنت مؤكد .
 
3. مستحب .
 
(۱) واجب اعتكاف هغه دى چي هغه نذر كړل سي كه هغه نذر معلق وي يا غير معلق وي د غير معلق نذر مثال لكه څوك چي بېله كوم شرطه د اعتكاف نذر وكړي چي فلان وخت به زه اعتكاف كوم، اعتكاف معلق لكه يو څوك چي دا شرط كړي كه چيري زما فلان كار وسو نو زه اعتكاف كوم. 
 
(۲) سنت مؤكد اعتكاف هغه دى چي د روژې د مياشتي په اخيري لسو شپو كښي اعتكاف كول د نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) څخه په پابندي سره په صحيح احاديثو كښي رانقل سوي وي كه څه هم د كلي يا محلې د بعضو خلګو په كولو سره د ټولو غاړي خلاصيږي. 
(۳) مستحب اعتكاف هغه دى چي د روژې د اخيري لسيزو څخه ماسوا په يو بل وخت كښي اعتكاف وسي كه څه هم د روژې په اولو لسو ورځو كښي وي يا د مابين په لسو ورځو كښي وي ياپه يوبله مياشت كښي وي. 
 
د اعتكاف شرطونه 
 
د اعتكاف شرطونه څلور دي چي په لاندي ډول بيانيږي: 
 
1. د اعتكاف نيت كول كه څوك بيله نيته اعتكاف وكړي اعتكاف يې نه صحيح كيږي.
 
( و منها النية حتى لو اعتكف بلا نية لا يجوز بالاجماع )  ( هنديه صــ  ۲۱۱ج ۱.)     
    
2. دوهم شرط د اعتكاف اسلام دى يعني مسلمان به وي ځكه كافر د عبادت وړ نه دي. 
 
3. دريم شرط د اعتكاف عقل دي، يعني عاقل به وي ځكه ليونى د نيت اهليت نلري. 
 
4. څلورم شرط د اعتكاف طهارة دى، يعني پاكوالي د جنابت ، حيض او نفاس څخه ځكه دغه درې سره  د مسجد څخه منع كړل سوي دي. (( و منها الاسلام و العقل و الطهارة عن الجنابة و الحيض و النفاس، لان الكافر ليس من العبادة و المجنون ليس من اهل النية و الجنب و الحائض، و النفساء، ممنوعون من المجسد )  هنديه  صــ۲۱۱ج ۱.)
 
 
د اعتكاف مستحبات 
 
1. په اعتكاف كي ښې او نيكي خبري كول .
 
2. د روژې د مياشتي د آخري لسو ورځو د پوره اعتكاف كوشش كول. 
 
3. حتى الامكان په جامع مسجد كي اعتكاف كول . 
 
4. د خپل توان سره سم په خپلو وختو كښي تر ټولو ډير وخت په عبادت كي تيرول، مثلاً نفل كول، د قرآن كريم تلاوت كول يا د ديني كتابو مطالعه كول او د نبي كريم (صلی الله عليه وسلم) د سيرت طيبة كتابونه كتل .
 
5. د نبي اكرم (صلی الله عليه وسلم) مسنون اذكار يا تسبيحات ويل او هغه تسبيحات په لاندي ډول دي:
 
( سُبْحَانَ الله، اَلْحَمْدُ لِلّهِ، اَللهُ اَكْبَر، لاَ اِلٰهَ اِلا اللهُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ الله لاَ حَوْلَ وَ لاَ قُوَّةَ اِلا بِاللهِ. )
 
 او هر استغفار چي يې په ياد وي هغه دي وايي لكه: استغفر الله   يا   استغفر الله ربي من كل ذنب و اتوب اليه يارب اغفر لي.
 
6. درود شريف ډير ويل او تر ټولو بهتر درود ابراهيمي كوم چي په لمانځه كښي ويل كيږي. 
 
7. صلوة التسبيح كول چي په هغه سره لس ډوله ګناهونه معافيږي نوځكه هره ورځ صلوة التسبيح  كول پكار دي.
 
8. د اشراق  او څاښت لمونځ كول همدارنګه د اوابين او تجهد د لمانځه خاص كوشش كول پكار دي. 
 
9. د سهار د جماعت وروسته  بيا تر لمر راختلو پوري او د مازديګر تر لمانځه وروسته بيا د ماښام تر اذان پوري د الله ذكر كول او يا تلاوت كول. 
 
10. د شب قدر په پنځو سره ورځو كي د عبادت كولو كوشش كول او خصوصاً دلائل الخيرات په نامه كتاب د هغه يو منزل هره شپه ويل پكار دي ځكه چي په هغه كي ښه مسنوني دعاوي جمع كړل سوي دي. 
 
11. اعتكاف كونكي ته پكار ده چي په خپل قول او عمل سره لمونځ كونكو ته هيڅ قسم تكليف ونه رسوي، او په دې باره كښي ډير احتياط كول پكار دي.
 
ماخذ:دروژې فضائل او احكام
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته