په تقوی او صبر هر څه لاس ته راځي
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پانه
إِنَّهُ مَنْ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ. [سورة يوسف90]
ژباړه: څوک چي تقوی او صبر وکړي يقينا الله د نيکو انسانانو مزدوري نه ضايع کوي.
توضيح: يعني څوک چي تقوی غوره کړي، د الله پاک څخه ووېريږي، د الله پاک په اوامرو باندي ځان مکلف وګڼي او د منهياتو څخه یې ځان وساتي همدا راز پر غمونو او مصيبتونو باندي صبر وکړي نو په یقین چي هغه نيک انسان دی او د نيکو انسانانو مزدوري هيڅ وخت نه ضايع کيږي؛ بلکي الله پاک به یې ټوله مزدوري پوره ورکوي.
ماخذ : اسلامي مقالي
www.taleemulislam.net