تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ویې لولئ چي آیا اوس همداسي زمانه نده؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 30, 2022
  0

ویې لولئ چي آیا اوس همداسي زمانه نده؟


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مجاهد د عبدالله بن عباس رضي الله  عنه څخه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ژر دی چي په آخره زمانه کي به داسي خلګ راسي چي مخونه به یې د انسانانو وي خو زړونه به یې د شیطانانو وي، دوی به په شان د څیروونکو شرموښانو وي او په زړونو کي به یې هیڅ شی د رحمت څخه نه وي، تویوونکي به د وینو وي، د هیڅ بد کاره څخه به ځان نه منع کوي، کچیري ته ددوی پسې ولاړ سې نو خطاباسي دي(فاسد کوي دي) او که ځیني پټ سې غیبت دي کوي، او چي کله خبري درسره کوي درواغ درته وایي، او که امانت ورته پرېږدې نو خیانت پکښې کوي، کوچنی به یې بداخلاقه وي، ځوان به یې خبیث وي، او سپین ږیری به یې امر بالمعروف او نهي عن المنکر نکوي. په دوی باندي عزت غوښتل ذلت دی، او ددوی څخه مطالبه کول د هغه شیانو چي ددوی څخه دي فقر دی، حلیم انسان به په دوی کي ګنهکار وي، او د ښه کار امرکوونکی به په دوی کي متهم وي، مؤمن به په دوی کي ضعیف وي، فاسق به په دوی کي مشرف وي، سنت به په دوی کي بدعت وي او بدعت به په دوی کي سنت وي. نو پدې وخت کي الله پاک پر دوی باندي ددوی شریرترینه انسانان مسلط کوي او هغه ښه خلګ به یې دعاکوي خو دعا به یې نه قبلیږي. [ المعجم الصغیر 869]

 

ډېری انسانان اوس همداسي دي په خاصه توګه كوم خلګ چي اوس يې د نړۍ سياسي واک په ګوتوكي دی. 


د همداسي خلګو پسې د تللو له امله نن پر اسلامي نړۍ باندي داسي خلګ واكمن دي چي شرير دټولو مخلوقاتو دي او حاميان د كفر، فحشاء، ديموكراسۍ او خرافاتو دي.


ماخذ : اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته