عن حَمْزَةَ ، مِنْ بَعْضِ وَلَدِ ابْنِ مَسْعُودٍ قَالَ : طُوبَى لِمَنْ أَخْلَصَ دُعَاءَهُ وَعِبَادَتَهُ لِلَّهِ ، وَلَمْ يَشْغَلْ قَلْبَهُ بِمَا تَرَى عَيْنَاهُ ، وَلَمْ يُنْسِهِ ذِكْرَ اللهِ مَا تَسْمَعُ أُذُنَاهُ ، وَلَمْ يُحْزِنْ نَفْسَهُ بِمَا أُعْطِيَ غَيْرُهُ.[الزهد لإبن مبارک ۱۹]
ژباړه: حمزه چي د ابن مسعود رضي الله عنه د اولادې څخه دی فرمايلي دي: د هغه چا لپاره دي خوشالي وي چي خپله دعا او خپل عبادت یې خاص د الله لپاره ګرځولی وي، خپل زړه يې په هغه شيانو باندي نه وي مشغول کړی چي دده سترګو ليدلي وي، هغه شيانو يې ذکر د الله نه وي هېر کړی چي دده غوږو اورېدلي وي او پر هغه څه باندي خوابدی نه وي چي بېله ده نورو ته ورکول سوي وي.
يعني د هغه چا لپاره دي خوشالي وي چي خپله دعا او خپل عبادت خالص د الله د رضا لپاره کوي او زړه په هغه شيانو باندي نه مصروف کوي چي دی يې په ورځني ډول په خپلو سترګو ويني لکه بېګانه ښځي، مال، دولت او داسي نور... او خوشالي دي وي د هغه انسان لپاره چي تل يې الله پاک په ياد وي او چي په غوږونو باندي کوم شيان اوري هغه يې د الله د ذکر څخه نه غافل کوي همداسي په هغه شيانو باندي نه غمجن کيږي چي بېله ده نورو انسانانو ته ورکول سويدي لکه ډېر مال، ډېره مځکه، ښه ځای، سرايونه او داسي نور...
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net