رالېږونکی: سلطاني
سمیع الدین افغاني
عزت یې سي نصیب چي ربـه ستا پـه لاره سـم دي
ذلــت پــــر هـغـه چا چي د ریا په لاره سم دي
تیـرېــږې قافلـــــې د زمـانــــې نـــــن او ســـبـا کـــــي
سر لوړي به وي څـــوک چي د الله پــه لاره سم دي
ذاهـد پـــــه عـــبادت رسـي د ذهـــــد مرتبې تـــــه
سجـــدې یې سي پخې چي د رضا په لاره سم دي
سخي پـــه سخاوت بانــــدي حاصل د زړو رضا کړي
منــلی بـــــه وي څوک چي د سخا پـــــه لاره سم دي
ژونــدون هسې عبـــث چې تیروي متاع یــــې څـــــه ده
پیـــــرو د سمې لار د مصطفــی پـــــه لاره ســــم دي
درګـا تـــــــــه دي الله زه افـغانــــــي لاس پــــــه دعا یــــم
مطلب ته رســـي څوک چي د دعا پــــه لاره سم دي
************