تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت: د ابوبکر صدیق رضی الله عنه هجرت
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۰ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 د ابوبکر صدیق رضی الله عنه هجرت او جوار

 

ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هم حبشې ته هجرت وکړی خو دا هجرت يې پاى ته و نه رسېدى ځکه په لار کي پسله دوې ورځي تګ او سفره څخه د اَحابيش و قبيلې ته ورسېدى، دا قبيله د حبشيانو قبيله وه چي اصلاً دغه خلك عرب نه وه بلكه دا هغه خلك وه چي اصلاً حبشيان او په جزيرة العرب کي مريان وه او بيا د وخت په تيريدلو سره آزاد سوي وه او يوه حصه يې د حبشې څخه راغلي وه، دغه ټول په يوه ځاى کي سره راټول سوي وه او ځان ته يې خاص کلى او منطقه جوړه کړې وه او (قبيلةُ الأحابيش) ورته ويل کېده يعني: د حبشيانو قبيله، دغه قبیله لويه او قوي قبيله وه، د دې قبيلې مشر او رئيس يو نفر ؤ چي (ابن دُغُنّه) ورته ويل کېده، ابن دُغنّه چي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  وليدى ويل: د خيره چيري ځې؟ يا ابا بکر! ده ويل:حبشې ته ځم، ابن دُغُنّه ويل: ولي او د څه شي دپاره؟ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ويل: هجرت کوم قوم آزار او تکليف را کوي، ابن دُغُنه و ويل: يا! ستا په مثل سړئ بايد هجرت ته نه سي مجبوره ته د خپل قوم د سردارانو څخه يې ته پر خپل قوم مهربانه يې، غريبانو ته خواړه ورکوې، د ضعيفه مرسته کوې، د ميلمه عزت کوې، دوى څنګه تا ته تکليف او آزار درکوي؟ ته بايد هجرت و نه کړې بيرته راځه چي دواړه مکې ته ولاړسو او زه تا ته جِوار او امان درکوم.

 

د جِوار کلمه زموږ په وروسته بيان کي ډيره ذکر کيږي، د دې د پاره چي ويونکو او اورېدونکو ته د دغه کلمې د معنْی په سبب مشکلات نه سي پيښ، نو به اوس د دغه لفظ مفصله ترجمه وکړو او بيا يې ورا ګرځولو ته ضرورت نسته، تاسي يې هم په ياد ولرى.

 

په عربو کي د ژوند طريقه د ځنګله قانون ؤ هر زورور به کمزوره خوړى، هر هغه څوک چي به بې قومه او بې قبيلې ؤ هغه نفر هلته ژوند نه سواى کولاى، هر چا به د خپلي قبيلې په منځ کي ژوند کاوه، که څه هم يوې قبيلې به په خپل منځ کي داخلي اختلافات درلودل خو و نورو باندنيو قبيلو ته په اتفاق وه، که چيري د نورو ځايو څخه يو څوک راغلى واى هغه چا په عربو کي انفرادي ژوند نه سواى کولاى ترڅو چي يوې قبيلې و هغه ته جِوار او امان نه واى ورکړى، يعني: د دغه بې قومه سړي ساتنه يو چا پر ذمه نه واى اخستې او هغه ذمه يې داسي اخستل کېده:

 

يوې قبيلې به په ښکاره او واضحه ډول په عام مجلس او د خلكو په حضور كي اعلان وکړی چي دغه فلانئ نفر زموږ په جِوار او ساتنه کي دى، بيا نو نورو قبيلو تعارض نه پرکاوه، دا يو قسم جوار ؤ او بل قسم جوار بيا داسي ؤ چي يو نفر به په خپله قبيله کي بې کسه ؤ، وروڼه يا اولادونه به يې نه درلودل نو د خپلي قبيلې څخه په امان نه سواى پاته کېدلاى، نو به يې په دغه خپله قبيله کي د يوه قوي نفر څخه جِوار وغوښتى او که به هغه قوي نفر دغه د ده غوښتنه قبوله کړه نو به يې په قبيله کي اعلان وکړى چي فلانئ زما په جِوار کي دى، بيا به پر دغه ضعيفه سړي چا تجاوز نه کاوه ځکه داسي به وګرځېدى لکه د هغه قوي سړي د کورنۍ غړى، نو خلك به يا د هغه قوي نفره څخه بېرېدل يا به يې د هغه مراعت کاوه، هغه ضعيفه نفر به د هغه قوي نفر په سايه کي په امان ژوند کاوه او دغه ساتني ته جِوار ويل کېده چي موږ په خپله ژبه کي د دغه جوار پر ځاى پناه استعمالوو، موږ وايو (پناه يې ورکړه).

 

نو اِبن دُغُنّه و حضرتِ ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ته و ويل: راځه بيرته مکې ته ځو او زه تا ته جوار او امان درکوم، دوى دواړه مکې مکرمې ته راغله او ابن دُغُنه د کعبې شريفي سره و درېدى او د قريشو په منځ کي يې په لوړ آواز ناري کړه: ابوبکر زما په جِوار کي دى که څوک آزار او تکليف ورکړي هغه د حبشيانو د قبيلې څخه پر آرامه نه سي پاته کېدلاى، دا خبر ټولو قريشو ته ورسېدى او حضرتِ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د ابن دُغُنه په ساتنه او جوار کي سو څوک آزار نه ورکوي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه د خپل کور سره يو ځاى جوړکړى ؤ چي هلته به يې لمونځ کاوه او قرآن مجيد به يې وايه، حتّْی د کعبې شريفي سره به يې قرآن کريم وايه، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه چي د نرم زړه خاوند ؤ او د قرآن مجيد د ویلو سره به یې ژړل، هلکان به ورته ولاړ وه د ده ژړا ته به يې کتل، په عين وخت کي يې قرآن مجيد هم ځني زده کاوه او بيا به يې دغه آياتونه په لارو او کوڅو کي ويل، پر قريشو دا کار ډير دروند سو او ډېر په عذاب سوه خو منعه کولاى يې هم نه سي ځکه دئ د ابن دُغُنه په جِوار کي دى او د قرآن مجيد ويل او اورېدل هم نه سي زغملاى، نو څو نفره قريش وابن دغنه ته ورغله او ويل: تا ابوبکر ته جوار او امان ورکړی موږ څه و نه ويل، مګر دا چي دئ د کعبې سره ناست وي او زموږ خدايانو ته ښکنځل او بد ويل کوي پر دې صبر نه سو کولاى.

 

ابن دُغنه چي په خپله هم کافر او مشرک ؤ ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  ته ورغلى او ويل: ما تا ته جوار او پناه د دې د پاره درکړل چي د قريشو د آزاره څخه دي وساتم نه د دې د پاره چي ته دوى او د دوى خدايانو ته بد و وايي، ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: ما نه ښکنځل او نه بد ويل کړي دي، زه فقط قرآن وايم، ابن دُغُنه ويل: يا! زما په جوار کي چي يې قرآن به نه وايي، حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ورته و ويل: ما ستا جوار بيرته و تا ته در رَد کړى دى او زما دا خوښه ده چي د نورو مسلمانانو په مثل په تکليف او آزارو کي و اوسم نه ستا په جوار کي، ابن دغنه بيرته خپلي قبيلې ته ولاړى او ابوبکر رضی الله عنه  په مکه مکرمه کي بېله جواره پاته سو، دا د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د نه هجرت کولو سبب ؤ که نه دئ رضی الله عنه هم په شروع کي د هجرت د پاره رهي سو.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته