تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي/ یویشتمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  July 16, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۲۱)

۲۹: حدیث

عن ابن مسعود موقوفا: اذا رکب الرجل الدابة فلم یذکر اسم الله ردفه الشیطان فقال له: تغن! فان لم یحسن قال له : تمن. (رواه ابن ابی الدنیا فی ذم الملاهی (۴۰)، من طریقة البیهقی فی شعب الایمان (۴۷۴۷) و عبدالرزاق فی مصنفه (۱۹۴۸۱) و من طریقة الطبرانی فی المعجم الکبیر (۸۷۸۱) والبیهقی فی السنن الکبری (۱۰۳۱۸): اسناده صحیح و مداره علی منصور بن المعتمر، عن مجاهد (ثقه)، عن ابی معمر عبدالله بن سخبرة (ثقه) عن ابن مسعود، به موقوفا.

 

ژباړه: د حضرت ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ و فرمایل: که چیري یو نر پر کوم حیوان باندي باندي سپور سي او د الله جل جلاله نوم وانخلي نو شیطان یې تر شا سپور سي او ورته وايي چي غزل ووایه.

 

۳۰: حدیث

 

عن أبی هریرة رضی الله عنه  ان النبی ﷺ قال: الجرس مزامیر الشیطان. (مسلم ، ابو داؤد)

 

ژباړه: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله ﷺ و فرمایل: ږنګوله د شیطان د موسیقۍ د آلاتو څخه ده.

 

۳۱: حدیث

 

عن أبی هریرة، ان رسو الله ﷺ قال: لا تصحب الملائکة رفقه فیها کلب و لاجرس. (مسلم ، ابو داؤد، جامع الترمذی)

 

ژباړه:  حضرت ابوهریره رضی الله عنه  روایت کوي چي رسول الله ﷺ و فرمایل: ملائيکې د هغه ټولۍ خلکو سره نه یوځای کيږي چي په هغه کي سپی او ږنګوله وي.

 

۳۲: حدیث

 

عن عائشة رضی الله عنها انها قالت: لاتصحب الملائکة رفقه فیها جرس – قال قتاده:  فأمر بها نبی الله ﷺ ان تقطع من اعناق الابل. (مسند احمد، اخرجه النسائی (۵۲۲۲) و ابویعلی (۶۹۴۵) والطبرانی (۲۳/۳۷۹)

 

ژباړه: اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها روایت کوي چي ملائکي  د هغه ټولۍ خلکو سره نه یوځای کيږي چي په هغه کي ږنګوله وي، حضرت قتاده وايي: په تحقیق سره د بدر په ورځ رسول الله ﷺ امر وکړئ چي د اوښانو څخه  ټولې ږنګولې پرېکړی.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته