د اسلافو خوږې خبرې
ليکوال: حشمت اللّه مياخيل/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
امام اعظم امام ابو حنیفه رحمه اللّه ويلي دي:
>هیڅ کله مي د چا د بدئ بدله په بدئ سره نه ده ورکړي.
> هیڅ کله مي په چا باندې لعنت نه دې ویلي.
> هيڅ کله مي په يو مسلمان يا ذمی کافر باندې ظلم نه دي کړي.
> هیڅ کله چا ته دوکه نه ده ورکړې، او نه مې چا سره خيانت کړي دي.
فضيل بن عياض رحمه اللّه ويلي دي :
څوک چه د اللّه تعالى څخه وويريده دغه ويره به يى هر خير طرف ته رهنمايى وکړې.
(تزکيه النفوس ص ١٢٠)
ابن منکدر رحمه اللّه ويلي دي :
ددنیا خوند فقط په دريو شيانو کى پاتي دي:د شپي په پاڅيدو، د وړورنو او ملګرو سره ملاقات، او د جماعت په لمانځه کې.
(تزکيه النفوس ص ٥٨)
نور بيا..... اوله برخه