ژباړه: ابو عمران "عمر"
یوه ورځ یوه فقیر لس (۱۰) افغانۍ پر ځمکه وموندلې. هغه ئې له ځمکي را پورته کړې. ټوله ورځ ئې په دې برباد کړه،چي فکر ئې کاوه په دې پيسو به څه شی رانیسي.
وروسته ئې پیسې وغورځولې او وئې ویل: « یاالله‼ د دې لسو افغانو د خرڅ په فکر کي ټوله ورځ ډوب وم؛ له سهار څخه تر اوسه مي ستا نوم نه دی یاد کړی او نه مي هم ستا ذکر کړی دی. یا الله ﷻ!! هغه څوک به تا څنګه یادوي، چي د پیسو لکونه-لکونه لري او هر دم ئې په حساب بوخت وي؟!»
فقیر له ځان سره وویل:
« الله ﷻ موږ له سود څخه منع کړو، خو موږ بانکونه خلاص کړه.
الله ﷻ موږ له زنا منع کړو، خو موږ تلوېزیون، ډي وي ډي. او ډیش رانیول؛ بې حیایي مو عامه کړه.
الله ﷻ راته وایي: قرآن ستاسي کامیابي ده، خو موږ د اکسفورډ کتابونه خپله کامیابي و بلل.»
هر دم باید له الله ﷻ څخه د هغه ﷻ د رضاء د حاصلولو مرسته و غوښتل سي او په پوره طاقت، غښتلتیا او ارادې سره د الله ﷻ عبادت وسي او په هر کار کي د الله ﷻ رضاء ولټول سي.
تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه