تعلیم الاسلام ویب پاڼه
(۱): کله چي څه کار پېل کوې نو وایه: بسم الله.
(۲): کله چي د څه کار وعده کوې نو وایه: ان شاءالله
(۳): کله چي په څه شي کي د موجودي خوبي ستاینه کوې نو وایه: سبحان الله.
(۴): کله چي څه تکلیف در ورسیږي نو وایه: ياالله
(۵): کله چي څه شي ته د خوښی په نظر سره وګورې نو وایه: ماشاء الله.
(۶): کله چي د چا شکر ادا کوې نو وایه: جزاك الله
(۷): کله چې له خوب څخه بیدار سې نو وایه: لا اله الا الله
(۸): کله چي وپرنچې نووایه: الحمد لله.
(۹): کله چې بل څوک پر پرنچي کولو و وینې :نو وایه یرحمک الله.
(۱۰): که په خطاسره څه ګناه درڅخه وشي نو وایه: استغفر الله.
(۱۱): کله چي څه خيرات کوي نو وایه: في سبيل الله.
(۱۲): کله چي څوک رخصتوې نو وایه: في امان الله
(۱۳): کله چي څه مصیبت یا مشکل درپېښ سي نو وایه: توكلت على الله.
(۱۴): کله چې څه ناخوښه کلمات و وایې یا یې واورې نو وایه: نعوذ بالله.
(۱۵): کله چي څه د زړه د خوښي خبره وکړې یا واورې نو وایه: فتبارك الله.
(۱۶): کله چې په دعا کي شریک سي نو وایه : آمین.
(۱۷): کله چي د چا د مرګ خبر واورې نو وایه: انا لله و انا الیه راجعون.
ماخذ : پاشلي ملغلري
www.taleemulislam.net