تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ملګرتیا لپاره نېک او صالح ملګري انتخاب کړئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 9, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د ملګرتیا لپاره نېک او صالح ملګري انتخاب کړئ 


انسان په خپل ژوند کي د ملګرو او انډېوالانو و پیدا کولو ته ضرورت لري، باید انسان د خپلو ځینو چارو په مخته وړلو کي ملګري ولري، تر څو د هغوی څخه ښه او نېکي مشورې واخلي، هغوی ورسره مرسته وکړي او دده د بریا او کامیابۍ لار وروښیي، نو ددي لپاره چي موږ په ژوند کي داسي ملګري ولرو چي نېکي مشورې راکړي، نېکه لار راته وښیي او د ښه کارونو پر کولو مرسته راسره وکړي نو باید موږ مسلمان، مؤمن، نېک او صالح ملګري انتخاب کړو، انسان چي د هر چا سره ملګرتیا کوي د هغه کس عادتونه او خویونه پکښي پیدا کیږي، که یې ملګری نیک وو او د ښه عادات خاوند وو، د تقوی او پرهیزګارۍ خاوند وو نو په ده کي هم ارومرو تقوی، پرهیزګاري او نیک عادتونه پیدا کیږي او که یې ملګری خدای نکرده بدسړی وو، بدعادتونه یې درلوده، فاسق یا بد انسان وو نو اثر به یې په ده کي هم ښکاره کیږي، ممکن دده دغه بد عادات او خویونه یې په ملګري کي هم پیدا سي، نو کوښښ وکړئ چي نېک ملګری ولرئ او د بد ملګري څخه ځانونه وساتئ، دداسي ملګرو څخه لېري و اوسئ چي تاسو ګناه ته راکشوې او د سمې او برابري لارې څخه مو اړوي، د هغه کس د ملګرتیا څخه ځانونه وساتئ چي ستاسو سره پر ګناه او بدو کارونو مرسته او کمک کوي، تاسو ګناه ته بیایې، بلکي دداسي چا ملګرتیا وکړئ چي ستاسو سره د خیر پر کارونو مرسته کوي، ستاسو خیرخواهي غواړي او ملګرتیا یې ددي سبب کیږي چي د قیامت په ورځ مو هم په درد وخوري او  ستاسو شفاعت وکړي. 


د ترمذي شریف په یو حدیث کي راځي: عن أبي سعيد : أنه سمع رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول لا تصاحب إلا مؤمنا ولا يأكل طعامك إلا تقي. 


ژباړه: د حضرت ابي سعید رضی الله عنه څخه روایت دی، چي ده د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي، چي هغه ویل: ملګرتیا مه کوه مګر د مؤمن سره او ستا ډوډي دي نه خوري ملګر پرهیزګاره.


یعني د داسي کس ملګرتیا وکړه چي مؤمن او نېک انسان وي او خپله ډوډي په متقي او پرهیزګاره کس باندي وخوره.


او بله داچي د یوه کس سره ملګرتیا او انډیوالې د الله جل جلاله لپاره وکړئ، د الله جل جلاله د دین لپاره ملګرتیا وکړئ، داسي ملګری انتخاب کړئ چي ستا او دده محبت او ملګرتیا خاص او خاص د الله جل جلاله د رضا او د الله جل جلاله پر دین باندي وي. 


لکه څرنګه چي د مسلم شریف په حدیث کي راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ يَقُولُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَيْنَ الْمُتَحَابُّونَ بِجَلاَلِى الْيَوْمَ أُظِلُّهُمْ فِى ظِلِّى يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلِّى.


 ژباړه؛ د حضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي:رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله جل جلاله د قیامت په ورځ وایي: چي چیري دي هغه محبت کونکې زما د جلال او عظمت لپاره، ننه ورځ زه دوی ته سایه ورکوم خپل په سایې کي، هغه ورځ چي هیڅ سایه نسته مګر زما سایه ده.


یعني هغه کسانو چي زما د جلال، عظمت او زما لپاره، زما د رضایت او دین لپاره یې محبت کوی هغو کسانو ته نن زه خپل ترسایې لاندي سایه ورکوم.


نو راځئ که ښه او نېک ملګري لرو تردې لا ډیر ورسره محبت او ملګرتیا وکړو او د هغوی ملګرتیا وساتو، او که نېک ملګري نلرو نو کوښښ وکړو چي د ځانو لپاره نیک او صالحه ملګري پیدا کړو او دداسي ملګرو څخه لېري سو، چي زموږ آخرت ته تاوان او زیان په رسیږي.
یا الله جل جلاله زموږ ټوله ملګري راته وساتې او زموږ ملګرتیا نوره هم ستا د رضا لپاره وګرځوي او موږ ته د قیامت په ورځ خپل د عرش تر سایې لاندي ځای راکړي. (آمین یا رب العلمین)

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته