لیکنه : عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د صغیره (کوچنیو ) ګناهونو اجمالي فهرست(شمېر)
د صغیره ګناهونو کوم فهرست چي علامه ابن نجیم (رحمه الله ) په خپله رساله (الکبائر والصغائر) کي همدارنګه مفتي محمد شفیع (رحمه الله ) په خپل کتاب (بې خونده ګناهونه) کي ذکر کړي دي، په لاندي ډول دي :
۱ ـ نامحرمه ښځي ته قصدًا کتل.
۲. د پردۍ ښځي سره په یوازي ځای کي کښېنستل یا لاس ور وړل.
۳. پر انسان یا څاروي باندي لعنت ویل.
۴. هغه درواغ چي په هغه کي چاته کوم تاوان و نه رسیږي.
۵.د یو مسلمان بد ویل ، که څه هم په اشاره او کنایه سره وي او خبره هم رښتینې وي.
۶.بام او لوړ ځای ته ختل، چي ورڅخه د خلکو کورونه ښکاره سي.
۷.د یو مسلمان سره پرته له کومه عذره تر دریو ورځو زیات اړیکي ختمول.
۸.پرته له علم او تحقیق د یو چا له طرفه جنګ کول او له علم او تحقیق څخه وروسته د حق خلاف جنګ کول.
۹.په لمانځه کښې په اختیار سره خندل یا د یوغم له کبله ژړل.
۱۰. د نارینه لپاره د ښځي جامې اغوستل.
۱۱.په تکبر او غرور سره تګ کول.
۱۲.له فاسق سره ناسته، ولاړه کول.
۱۳.په مکروه وختونو(لمر خاته،لمر لوېده او زوال) کي لمونځ کول.
۱۴.په منع سویو ورځو (اخترونو او د تشریق ورځو) کي روژه نیول.
۱۵.مسجد ته ناپاکي وړل.
۱۶.مسجد ته لیونی یا دومره کوچني ماشومان وروستل چي ورڅخه د مسجد د ککړتوب خطره وي.
۱۷.د قضای حاجت پر مهال قبلې ته مخ یا شا ګرځول.
۱۸.په حمام کي بالکل ځان لوڅول که د خلکو په مخ کي نه وي.
۱۹.صوم وصال یعني دغه ډول روژې نیول چي په منځ کي هیڅ روژه مات ونه کړي.
۲۰. د کومي ښځي سره چي یې ظِهار کړی وي د ظِهار د کفارې د ادا کولو څخه مخکي ور سره جماع کول.
۲۱.د ښځي لپاره پرته له محرمه سفر کول(د ضرورت حالت مستثنْی دی).
۲۲.د خوراک او څښاک اړین شیان د ګرانۍ لپاره جمع کول.
۲۳.کله چي د دوو کسانو ترمنځ معامله کیږي یا د یو چا د واده خبره یوځای وسي، د هغه تر ځواب مخکي د هغه په خریدارۍ یا پيغام کي خنډ اچول.
۲۴.د صحرا خلک چي کوم مال ښار ته د خرڅولو لپاره راوړي، هغه په کمیشن او دلالۍ سره خرڅول(دې مسئله کي په حنفي فقه کي مختلف عبارتونه دي،خو د عامو خلکو د ضرورت له امله د جواز قول مختاراومفتیْ بِه دی. هو!په دې کي به د اجرت یا فیصدي معلومول ضروري دي،د مثال په توګه په لسو افغانیو کي یوه افغانۍ هم دتعین صورت دی او که تعین ونه سي په هغه صورت کي ناروا دی.
دا د مفتي محمد معصوم افغاني صاحب تحقیق وو،نو کتلای سئ . ردالمختارج۵ص۳۲،احسن الفتاوای ج۷، کتاب الاجاره،امداد الفتاوای ج۳ص۳۴۲ ).
۲۵.ښار ته د راتلونکي مال، بازار ته د رسېدلو وړاندي، د ښار څخه بهر رانیول.
۲۶. د جمعې د اذان وروسته شی خرڅول او رانیول.
۲۷.د سودا عیب د خرڅولو په وخت کي پټول.
۲۸. سپی ساتل( د مجبورۍ حالت مستثنْی دی لکه، د کورد ساتني یا ښکار لپاره ساتل).
۲۹.په کور کي شراب اېښودل.
۳۰.د شطرنج لوبه کول.
۳۱.دشرابو معامله کول.
۳۲.لږ شیان یوه یا دوې ګولې غلا کول.
۳۳.د احادیثو پر اورولو یا تعلیم اجرت لګول(متأخرینو علماؤ اوس جواز ورکړی دی ځکه مخکي به علماؤ ته د بیت المال څخه تنخوا ورکول کېده ).
۳۴.بېله ضرورته په ولاړي بولي کول.
۳۵.په غسل خانې یا په ویاله کي د اوبو څښلو پر ځای بولي کول.
۳۶.په لمانځه کي سدل کول یعني جامې پر اوږه یا سر ځړول.
۳۷.د جنابت په حالت کي اذان کول.
۳۸.د جنابت په حالت کي مسجد ته پرته له عذره ننوتل.
۳۹.په لمانځه کي پر تشي لاس اېښودل.
۴۰.په لمانځه کي غټ پټو داسي پر ځان اچول چي لاسونه ځني ایستل مشکل وي.
۴۱.په لمانځه کي په جامو یا بدن لوبي کول یعني پرته له ضرورته یو اندام ته حرکت ورکول یا جامې سره اړول.
۴۲.د لمونځ کوونکي په مخ کي د هغه و خواته کښېنستل یا درېدل.
۴۳.په لمانځه کي راسته او چپه طرف یا اسمان ته کتل.
۴۴.په مسجد کي د دنیا خبري کول.
۴۵.په مسجد کي داسي کار کول، کوم چي د عبادت وړ نه وي.
۴۶.د روژې په حالت کي د خپلي ښځي سره لوبي( ساتېرول).
۴۷.په روژه کي د خپلي ښځي څخه مچه اخیستل کله چي تر حد د زیاتېدو اندیښنه وي.
۴۸.د بې کاره مال څخه زکات ورکول.
۴۹.څاروی یا حیوان د څټ له خوا حلالول.
۵۰.بدبویه ماهی یا هغه چي د اوبو په سر راسي خوړل.
۵۱.د ماهي څخه پرته د سمندر بل څاروی خوړل.
۵۲.د حلال او ذبح سوي څاروي مخصوص اعضاء خوړل.
۵۳. د حکومت له طرفه (پرته له ضرورته ) د شیانو نرخ ټاکل .
۵۴.د عاقلي بالغي نجلۍ نکاح د ولي له اجازې پرته تړل (کله چي ولي پرته له کومه سببه په نکاح کي خنډ نه وي).
۵۵.نکاح الشغار( یعني یوه ښځه د بلي ښځي په مهر کي ورکول. هغه صورت چي زموږ په اصطلاح کي موخۍ ورته وايي، په هغه کي د دواړو ښځو مهر جلا، جلا ټاکل سوی وي دا جایز دی، هغه په دې کي داخل نه دی).
۵۶.ښځي ته په یوه وخت کي تر یوه ډېر طلاقونه ورکول.
۵۷.ښځي ته پرته له ضرورته بائن طلاق ورکول (ولي چي په رجعي طلاق سره هم جلاوالی کېدلی سي).
۵۸. د حیض په حالت کي طلاق ورکول .
۵۹.په کوم طهر کي یې چي جماع کړی وي، په هغه کي طلاق ورکول.
۶۰.طلاقه سوي ښځي ته د جماع په ذریعه رجوع کول(ولي چي لومړی رجوع په خبرو سره پکار ده).
۶۱.ښځي ته د تکلیف رسولو او عدې اوږدولو لپاره رجوع کول.
۶۲.ښځي ته د تکلیف رسولو لپاره ایلاء کول(ایلاء یعني د جماع کولو څخه څخه قسم اخیستل).
۶۳.په اولادونو کي د شیانو په ورکولو کي برابري نه کول.
۶۴.د قاضي او حاکم د فریقینو په عریضو کي په خپله معامله یا په توجه کي برابري نه کول.
۶۵.د پاچا انعام قبلول.
۶۶.د کوم چا چي حرام ډېر وي ، حلال یې لږ وي ، د هغه ډالۍ یا دعوت پرته له عذره بېله تحقیقه قبلول.
۶۷.د مغصوبه (په زوره قبضه سوي) ځمکي د ګټي څخه خوراک کول.
۶۸.مغصوبه ځمکي ته ننوتل که څه هم د لمانځه لپاره وي.
۶۹.د بل چا په ځمکه کي د هغه د اجازې پرته تګ کول.
۷۰.د حیوان مُثله کول یعني په ژوندون یې پزه، غوږونه او نور څه پرې کول.
۷۱.یو حربي کافر یا مرتد تر دریو ورځو پوري د توبې کولو او دعوت ورکولو څخه مخکي وژل.
۷۲.مرتده ښځه وژل.
۷۳.په لمانځه کي چي کوم د تلاوت سجده واجبه وي هغه ځنډول یا پرېښودل.
۷۴.د لمانځه لپاره د یو خاص سورت ټاکل.
۷۵.د جنازې چارپايي د کجاوې په شان بانس تړل او اوچتول.
۷۶.پرته له ضرورته ، دوه نفره په یوه قبر کي ښخول.
۷۷.بېله ضرورته د جنازې لمونځ دننه په مسجد کي کول.
۷۸.د تصویر (انځور) په وړاندي یا که تصویر راسته او چپه طرفته وي لمونځ کول یا سجده ورباندي کول.
۷۹.غاښونه د سروزرو په تارونو تړل.
۸۰.د سرو او سپینو زرو لوښي استعمال.
۸۱.د مړي مخ مچول(دا عمل خپله د نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) او صحابه کرامو څخه ثابت دی، نو دا په صغیره ګناه کي نه راځي) .
۸۲.پرته له ضرورته، کافر ته په سلام سره پيل کول (که هغه سلام ادا کړ، نو په ځواب کي و علیک یا هداک الله ویل پکار دي).
۸۳.د اسلام په مخالف قوم وسله خرڅول.
۸۴.د خصي غلام څخه خدمت اخیستل یا د هغه د ګټي څخه خوړل.
۸۵.بچیانو ته داسي جامې اغوستل کومي چي د بالغ لپاره منع دي.
۸۶.د خپل زړه د ساتېري لپاره غزلي ویل(د ځان سره زمزمه کول).
۸۷. عبادت تر شروع کولو وروسته باطلول.
۸۸.د ښځي یا وینځي سره په داسي حالت کي جماع کول منع دي، چي ورسره یو بالغ سړی یا ښځه ویده وي (کوچنی ماشوم باک نه لري).
۸۹. د یو حاکم او پاچا د ښه راغلاست لپاره وتل.
۹۰.د خلکو لاره بندول، په ولاړي سره یا په لاره کي کښېنستل.
۹۱.د اذان تر اورېدلو وروسته، په کور کي کښېنستل او د اقامت انتظار کول.
۹۲.د نس تر مړېدلو وروسته، ډېر خوراک کول ( د روژې یا مېلمه له امله که ډېر خوراک وسي پروا نه لري).
۹۳.پرته له لوږي خوراک کول (د کومي ناروغۍ له امله، که لوږه نه وي او د قوت لپاره غذا چي اړینه وي نو هغه پروا نه لري).
۹۴.د عالم، بزرګ ، مور، پلار او مشرانو څخه پرته د یوچا لاس مچول.
۹۵.فقط د لاس په اشارې سره سلام کول. (مخاطب که کوڼ وي یا لیري وي ،نو له ژبي سره، سره اشاره هم وکړي، نو څه باک نه لري).
۹۶.د قرآنکریم تلاوت کوونکی د خپل پلار یا استاد څخه پرته د تعظیم لپاره یو چاته درېدل.
یادونه: فقیه ابولیث سمرقندي (رحمه الله ) فرمايي:
لاندي ګناهونه هم په صغائرو کي داخل دي:
۹۷.پر مسلمان بد ګماني کول.
۹۸.حسد کول.
۹۹.تکبر او عجب کول(دغه درې ګناهونه نورو علماؤ کبیره ګڼلي دي).
۱۰۰.غزلي اورېدل)بېله ساز او موسیقۍ څخه).
۱۰۱.د جنب سړي لپاره په مسجد کي پرته له عذره پاته کېدل.
۱۰۲.د مسلمان په غیبت اورېدلو سره پټه خوله کېدل.
۱۰۳.د غم په مهال په زوره اواز سره ژړل او سینه وهل.
۱۰۴.د امام څخه که خلک ناخوښه وي د هغوی امامت کول، که څه هم د هغوی خپګان بې سببه وي او کوم عیب پکښې نه وي.
۱۰۵. د خطبې په وخت کي خبري کول.
۱۰۶.په مسجد کي د خلکو پر اوږو اوښتل.
۱۰۷.د مسجد پر بام ناپاکي غورځول.
۱۰۸.په لویه لاره کي ناپاکي غورځول.
۱۰۹.د خپل زوی سره په یوه بستره کي وېده کېدل کله چي عمر یې تر اوو(۷) کلونو زیات وي.
۱۱۰. د قرآنکریم تلاوت د جنابت ، حیض او نفاس په حالت کي کول.
۱۱۱.په بې کاره او باطلو شیانو کي وخت ضائع کول، مثلاً: د پاچاهانو د عیش او ناز بیان کول.
۱۱۲.بې فایدې خبري کول.
۱۱۳.د یوچا په تعریف کي مبالغه کول.
۱۱۴.په خبرو، اترو کي تکلفًا کافیه بندي یا د طاقت لپاره تصنع کول.
۱۱۵.ښکنځل او پوچ رد ویل.
۱۱۶.په خندا او مسخرو کي زیاتوب کول.
۱۱۷.د یوچا راز ښکاره کول.
۱۱۸.د دوستانو او انډیوالانو په حق کي کوتاهي کول.
۱۱۹.د وعدې کولو په وخت کي د وعدې نه پوره کولو اراده کول.
۱۲۰.د دیني کارونو د بې حرمتۍ(بې عزتۍ) څخه پرته، ډېره غوسه کول.
۱۲۱.بې غیرتي کول، یعني د خپلو دوستانو او خپلوانو د قدرت سره، سره د ظلم څخه نه ژغورل.
۱۲۲. زکات یا حج پرته له عذره ځنډول (د بعضي علماؤ په عقیده دا په کبائرو کي داخل ده).
۱۲۳ .د کهالۍ او سستۍ له امله جماعت پرېښودل.
۱۲۴.د حق په خلاف طرفداري کول.
۱۲۵.ذمي ته په کافر سره خطاب کول، کله چي ده ته په دې کي د تکلیف احساس وي.
دا هغه صغیره ګناوي وې چي علامه ابن نجیم (رحمه الله ) ذکر کړي وې، خو علامه ابن حجر(رحمه الله ) بیا په زیات شمېر سره ذکر کړي دي، بیا چي کومي ګناوي ابن نجیم (رحمه الله ) په صغائرو کي راوړي هغه ګناوي ابن حجر (رحمه الله ) په زواجر کي په کبائرو کي راوړي دي، دا ځکه چي ځیني علماء بیخي ګناهونه کبیره او صغیره ته نه تقسیموي، ځکه دوی وايي چي ټول ګناهونه کبیره دي، د الله (جل جلاله) د نافرماني له حیثیته هره ګناه سخته او غټ مصیبت دی. او کوم چي صغیره او کبیره ګناوي بلل سوي دي دا یو نسبتي او اضافي فرق دی، یعني ځیني ګناوي د نورو ګناوو په نسبت صغیره وي.
ربنا تقبل منا انک انت السمیع العلیم و تب علینا انک انت التواب الرحیم
ماخذ : دګناهونودبخښني۴۰اسباب
www.taleemulislam.net