ليکنه: مولوي احمدالله "ابوالبدر"
پخوانیو کافرانو به د پېغور پر ډول ویل : د خداي تعالی جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم بدلون غواړي، نوښت غواړي، د خدای جل جلاله پېغمبر صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چي مريې دي د خپل بادار له سترخوانه ډوډۍ وخوري، معصومي نجوني دي ژوندۍ تر خاورو نه لاندي کیږي ، تور او سپین دواړه د یوه آدم علیه السلام زامن دي، د لات او منات پر ځای دي د یوه خدای جل جلاله عبادت وسي او داسي نور نوي شیان .
اوسني کافران بیا وايې : مسلمانان باید بدلون راولي هر څه نوي کړي تر شا ولاړ نسي د حضرت عمررضي الله عنه وخت دي نه تازه کوي ، د خالدبن وليد رضي الله عنه ، طارق بن زياد اوعبدالملک وختونه دي هېر کړي .
بیا دې د ابن رشد او غزالي فلسفه نه وړاندي کوي ، د ابن سینا او مولانا رومي افکار دي پرېږدي بیا دي له ځانونو څخه د اروپا استاذان نه جوړوي چي د دنیا خلک ورته د شاګردۍ لپاره ورځي.
د کافرانو د دغه دوه رنګه خبرو څخه ښکاري چي دوی د مسلمانانو نه پخلا کېدونکي ابدي د ښمنان دي، دوی به هیڅکله د مسلمانانو ښیرازي او ښه ورځ ونه غواړي خو مسلمانان دي خپلو اسلافو ته وګوري خپل پخواني برم دې رایاد کړي هغه برم چي د قیصر او کسرا خولې يې په خاورو ډکي کړې، له پرتګاله تر کاشغره يې آباد ښارونه ترنګین لاندي وه د دنیا ستر محدثین، لوی فقهاء ، لوی فیلسوفان، ادیبان، شاعران، تاریخ پوهان او د علمي ښاخونو ټول ماهرين په اسلامي دنیا کي او سېدل .
هو ! موږ باید تر شا ولاړ سو، خپل برم تازه کړو خپل عزت خوندي کړو موږ باید تر شا ولاړ سو، تر شا ولاړ سو!
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
---------------------