شاعر: رحمت الله رحمتي
ډېرپخواپه يوه کلي کي چوپان وو
همېشه به له رمې سره روان وو
يوه ورځ ورته راغلې پرېشاني وه
بيده سوى وو رمه خپله رهي وه
چي شپانه کله له خوب څخه راويښ سو
رمه نسته ورپيدانوى تشويش سو
سرګردانه په رمه پسي ډېر،شپون دى
يولابل غضب ورپېښ په غوږو کوڼ دى
دوه نفره دېوال زن اخته په کار وه
دشپانه هم سيده دغو دوو ته لار وه
چي له دښت څخه ودوى ته رانژدې سو
ورته ګډسوپه پوښتنه درمې سو
دېوال زن هم په غوږو دواړه درانه دي
ستړي سوي دي له درده پيمانه دي
دېوال زن ويل شپانه ته زموږڅه حال دى
موږ وهلى پروښتن هاغه دېوال دى
هغه ليري چي له ورايه معلومېږي
ته وادا دېوال موکوږ دى رانړېږي
دشپانه په نيت وه داسي ورغلي
چي رمه يې ورته وښوول ښاغلي
چي شپانه له کلي ووتى صحراسوه
په قدرت د خداى پسونه ورپيداسوه
سو خوشحاله ډېر شکرونه يې ادا کړه
يوه ګوډه مېږيې دوى ته راجلاکړه
ويل دادېوال زنوشيريني ده
چي وماته يې بخښلې خوشحالي ده
مېږيې راوستل چي اې دېوال زنانو!
داپه دواړويومېله کئ دبچيانو
دېوال زنوچي مېږ وليده حيران سول
کار يې پرېښودئ شپانه ته ور روان سول
ويل ګوره خداى ناترسه بې خبره
موږ ولاکه ده ويشتلې په ډبره
تا وموږ ته پر څه راوستل حيوانه
اوس پرڅه غواړې له موږ څخه تاوانه
شپانه مېږ ورته بخښي له خپله ځانه
دېوال زن ځانونه کاږي له تاوانه
سريې نه سره خلاصېږي غالمغال سو
په لولارکي د دوى دروسره جنجال سو
ګوري بل سړى پرخره باندي راسپوردى
وپټي ته ځي ورڅخه يوم او لوردى
دوى راوغوښتى له لاري يې جلاکئ
په لوى لاس يې خوارله خره څخه راتاکئ
خره والا ته ټوله ګډ دي خولې يې ښوري
خر والا په قهر،قهر ورته ګوري
ويل ګورئ خداى ناترسوظالمانو
خر پر څه له مانه اخلئ نادانانو
چي کوچنى ووماپه کورکي دى ساتلى
موريې زموږ ده زموږ په کورکي زېږېدلى
زه پرځمه اوراځمه دازماخردى
زماپه دې کيسه داټول کلى خبردى
هريوخپله کيسه کړي سره روان سول
راغلل ښارته وقاضي لره ګويان سول
هريوګډ سو وقاضي ته په لاسونو
يواوبل نه سره اوري په غوږونو
قاضي سمدستي احوال ورکى پاچاته
چي څلورشاهدان راغلله وماته
دوى واى موږسهار وختي ده مياشت ليدلې
بس اختردى روژه ماته کړه ښاغلې
دپاچاپه امرټول وطن خبرسو
پرپنځويشت دروژې سهاراختر سو
چي دکشر او دمشر لارجلاسي
پر پنځويشت دروژې بې اختر راسي