لیکنه : عبدالغفار جبیر /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په بدن كي د دساکن برق یوتوازن او نظام شتون لري، هغه کالي اوجامې چې پلاستیک زیات پکښې استعمال سوی وي .
دهغوکالو په اغوستلوسره د انسان په بریښنايي نظام کي بدلون راځي او له خپله اصلي محورنه اوړي، چې پایله ئې دردونه، ناروغیانې، د پوستکي او رواني ناروغیانې او دچهرې بد شکلي شامله ده ، د انسان ددې ساکنې بریښناترټولو زیاته اغیزې دبدن ترپوستکي لاندی حجروباندی ده، کله چې فیشن زیات سو، نود فیشن له کبله د بدن بریښنا غیرمتوازنه سول، چې همدا وجه ده چې په پایله کي د مخ پوستکي ډیرژرګونجې ګونجې سي، مات مات سي، ځلائې له منځه ولاړه سي او پوستکي په مجموع کي بدشکله سي، چې دانوتلپاتې بدرنګې ده، د ایوواقعیت دی چې دیوه اوداسه برکت په میلیونهاو رو پوکي نسته، هغه ځلا او ښکلا چې اودس ئې راولی هغه په کروړوروپونه راویستل کیږي.
همدا اودس دئ چې د انسان دبدن بریښنایی نظام نه پریږدی چې له خپله اصلي حالته واوړي، چې مخ ، لاسونه او پښې پکښې اړین دي کله چې داپه ۲۴ ساعتونوکي ۱۵ ځلي پریمنځل کیږی نو بیا ددې امکان نسته چې د انسان بریښنایی نظام دئ له اصلي حالته واوړي، نو ځکه د عابد، عالم اوزاهد مخ ، لاسونه او پښې تل ښه ځلا لري اوښکلا لري داد انسان د بریښناله کبله ښه ښکاري
ماخذ : اسلام او نوي ساینسي څیړنې
www.taleemulislam.net