تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو له حقوقو څخه د کفارو هدف څه دئ؟!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2023
  0

د ښځو له حقوقو څخه د کفارو هدف څه دئ؟!


لیکنه: سعيد غلجی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


کفار، خصوصاً غربي نړۍ ګرده ورځ د ښځو د حقوقو په اړه نارې وهي او په نړيواله کچه د ښځو د دفاع او خواخوږي دعوې کوي؛ خو راځئ فکر وکړو، چي دوی ولي د ښځو په اړه دومره مهربانه دي او له دغو شعارونو يې هدف څه دئ؟ 


حقيقت دا دئ، چي کفار خپله ګمراه دي، نو د نورو خلکو د ګمراه کولو هڅه کوي. لکه ابليس چي خپله ګمراه شو، نو يوازې پر خپله ګمراهي يې کفايت ونه کړ، بلکي کلک قسم يې ياد کړ چي زه به انسانان هم ګمراه کوم. همدغه شان کفار هم هڅه کوي، چي نور خلک او ولسونه هم ګمراه کړي. د ښځو په اړه دوی ځکه ډېر کوښښ کوي، چي يو خو له ښځو څخه د ولسونو په بې لاري کولو کې اسانه او زيات کار اخيستل کېدای شي، بل دا چي دوی سره د خپلي فحاشي غم دئ، چي په دنيا کي فحاشي عامه کړي او بې شماره ښځو ته لاس رسی ولري. 


وايي: يوه ورځ لېوان راغونډ شول، د پسونو د شپول مخي ته يې مظاهره وکړه، چي پسونو ته ازادي ورکړئ، دوی هم حيوانات دي، بايد آزاد وګرځي او د خپلي خوښې ژوند وکړي، دا ظلم دئ، چي شپون ګرد ورپسې ګرځي او هره شپه يې بندي کوي، موږ د پسونو آزادي غواړو. دا غږ چي پسونو واورېد، پر هغوی يې هم اغېزه وکړه، چي دا خو رښتيا وايي، آزادي ښه ده، بې غمه به ګرځو، چيرته مو چي خوښه وي، هلته به ځو. دې خبرې ورو، ورو زور واخيست او ټولو پسونو موافقه وکړه، کله چي شپون دروازه خلاصه کړه او پسونه يې بهر راوېستل، ټولو په يوه مسلات منډه کړه او خورې ورې شوې، ازادي يې تر لاسه کړه! شپون ډېرې چغي پرې وکړې، چي ليوان درواغ وايي، غولوي مو، اصل کي يې ستاسي خوړلو ته چل جوړ کړی، خو پسونه د لېوانو تبليغاتو دومره اغېزمن کړي وو، چي د خپل مهربانه شپون خبرو ته يې هيڅ غوږ نه نيوه، بالآخره د لېوانو پروګرام کامياب شو، هغوی هم په يوه مسلات غوټه پرې وکړه او ټولي يې دړي وړي کړې. 


همدغه کيسه اوس هم روانه ده، کفار د ښځو د ازادۍ نارې وهي، خو اصلي هدف يې دا دی، چي ښځو څخه د خپل شهوت پوره کولو کي کار واخلي او خپلي لوبې پرې وکړي. په کفري نړۍ کي د ښځو د ځوروني پېښي دومره زياتي شوي، چي له ټولي ښځي له ذهني تشوي او ډار سره مخ دي. څو ورځي وړاندي د امريکا رسمي تحقيقاتي ادارو وويل، چي په امريکا کي په هرو (۶۸) ثانيو کي پر يوه ښځه ځورول کيږي. يعني په اوسط ډول هر کال (۴۶۳,۶۳۴) خلکو باندي جنسي تېری کيږي، چي ډېری قربانيان يې له (۱۲ تر ۲۵) کالو عمر لري. دا شمېرې يوازي د امريکا دي، نوره کفري نړۍ خپله در قياس کړئ. 


کفارو په خپلو هيوادونو مکمل فحاشي رامنځ ته کړې، اوس هڅه کوي چي اسلامي نړۍ کي هم دغه بدبختي عامه کړي. له همدې امله پر اسلامي هيوادونو نيوکي کوي، چي ولي ښځو ته حقوق نه ورکوي، ښځو ته بايد بشپړه ازادي ورکړل شي. دوی په اسلامي هيوادو کي له ښځو سره د مرستو په نامه په لسګونو پروګرامونه پلي کوي. خو په خپلو هيوادونو کي ښځو سره مرستي نه کوي، په افريقايي هيوادونو، هندوستان، پاکستان او نوره نړۍ کې د نامسلمانې مېرمني له انتهايي سختو مشکلاتو سره مخ دي، د کور نفقه ورله غاړې، سختو او درنو کارونو ته مجبوري دي او ډېره زياته بې وزلي کي ژوند کوي، په عربي نړۍ کې هم بې شمېره نامسلمانې مېرمني د خادمانو په توګه کار کوي، غربيان ولي له هغوی سره مرستي نه کوي؟! 


وجه يې دا ده، چي د کفارو هدف خو فقط بې لاري کول دي، نو ځکه له خپلو کفارو مېرمنو سره هيڅ مرسته نه کوي، نه يې د حقوقو نارې وهي او نه يې د ستونزو څه غم ورسره شته، دوی سره يوازي د مسلمانو مېرمنو د حقوقو غم دئ، د مسلمانو مېرمنو لپاره ازادي غواړي، تر څو دوی هم هماغه شان بې لاري کړي. 


نو د پردې تر شا، د کفارو حقيقي انځور همداسي شرمنده دئ، خو موږ ته د ښځو د حقوقو درس راکوي. نو بايد چي ټول اګاه او با بصيرته اشخاص د کفارو دغه دسيسې او حقايق افشاء او تر خپل مسلمان ملته ورسوي. مسلماني مېرمني دي هيڅکله د کفارو پر درواغجنو او غولونکو شعارونو باور نه کوي، د دوی ژوند له بدبختيو ډک دئ، ښځي يې له ذهني تشويش او نا ارامي سره مخ دي، يوازي د ځواني تر حده دوی له ښځو څخه خپل کار اخلي، چي ځواني يې پر ختمېدو شي، بيا يې څوک پوښتنه نه کوي، له سختو کارونو سره مخ وي او د خپلو ژوند پېټي په خپله پورته کوي؛ خو په مسلمانه ټولنه کي ښځه د لور، خور او ښځي عزتمند مقام لري، څومره يې چي عمر زياتيږي، هومره يې قدر هم زياتيږي. نو د خپل دين شکر اداء کړئ، ځان پرې پوه کړئ او خوند ترې واخلئ.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته