لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﺩ ﻋﺮﺑﻲ ﮊﺑﯥ ﮐﻠﯿﻤﻪ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺩ ﺷﺮﻕ څخه ﺍﺧﺴﺘﻞ سوې ﺩﻩ، معنا ﯾﯥ رڼا ﺍﻭ ځلېدل ﺩﻱ . ، ﻫﻤﺪﺍ ﺭنګه ﺷﺮﻕ ﺍﻭ ﯾﺎ ﻣﺸﺮﻕ، ﺩ ﻟﻤﺮ ﺩ ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ کېدو ځای ﺗﻪ ﻫﻢ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﻱ.
په انګلیسي ژبه کي د شرق لپاره (Orient)، د استشراق لپاره (Orientalism) او مستشرقینو ته (Orientalists) وايي، ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﻋﺎﻣﻪ معنا داده ﭼﯥ په ﻏﺮﺏ کي ﺍﻭﺳﯿﺪﻭنکي پوهان ﺍﻭ ﻣﻔﮑﺮﯾﻦ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﻣﺸﺮﻗﻲ ﻋﻠﻮﻡ ﺍﻭ ﻓﻨﻮﻥ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺗﺤﻘﯿﻖ ﺍﻭ ﺗﻔﺘﯿﺶ ﻣﺮﮐﺰ ﻭګرځوي ﻧﻮ ﺩﯤ ﺗﻪ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﻭﺍﯾﻲ . ﭘﻪ ﻋﺎم ډول سره ﭘﻪ ﺩﯤ ټولو ﻋﻠﻮﻣﻮ ﺍﻭ ﻓﻨﻮﻧﻮ کي ﻫﺮ ډﻭﻝ ﻋﻠﻮﻡ ګډﯾږﻱ، ﺩ ﻣﺜﺎﻝ ﭘﻪ ﺗﻮګه، ﻋﻤﺮﺍﻧﯿﺎﺕ، ﺗﺎﺭﯾﺦ، ﺑﺸﺮﯾﺎﺕ، ﺍﺩﺏ، ﻟﺴﺎﻧﯿﺎﺕ، ﻣﻌﺎﺷﯿﺎﺕ، ﺳﯿﺎﺳﯿﺎﺕ، ﺍﻭ ﻣﺬﻫﺐ او نور...
د استشراق اصلي موخي
۱: د اسلامي امت ګمراه کول:
استشراق د یهودو او نصاراوو له لوري د مسلمانانو د عقائدو، شریعت، کلتور، تهذیب، تاریخ، سیاست او حکومتي نظام د څېړنو نوم دی، چي اصلي هدف یې دا دی چي پر اسلامي امت باندي خپل نسلي، کلتوري، سیاسي او مذهبي تسلط راولي او مستعمره یې کړي، مسلمانانو پخپل الهي او حق دین کي مشکوک کړي، ګمراه یې کړي او مرتد یې کړي.
۲ - ﺩﯾﻨﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ
دا چي اوسنی عیسائیت او یهودیت په نامه مذهبونه دي، او هیڅ الهي څرک پکښې نسته، که پکښې سته هغه نه یهودو او نه هم عیسایانو ته د منلو دي، او برعکس اسلام د مځکي پرمخ باندي یو رښتنی الهي دین دی، هر څه یې د بشریت د تعمیر سره سمون خوري، نو ځکه د اسلام د مبارک دین شغلې په ټوله نړۍ کي په تېزۍ سره راواني دي، په جرمني کي په یوه ورځ باندي پر یوه ځای باندي ۱۲۵۰ کسه د اسلام دائرې ته داخل سول، همدا شان په امریکا، کاناډا او ټوله کفری نړۍ کي اسلام ډېر پر مخ روان دی، چي تاسی ګران لوستونکي کولای سئ زما چاپ سوی کتاب (زه ولي مسلمان سوم؟) درسره وګورئ.
د اسلام د مقدس دین د کانترولو لپاره دغه د مستشرقینو مکتب تعمیر او ترمیم سو، د همدې لپاره مستشرقین د عیسایي او یهودي راهبانو له لوري تربیه سول تر څو په احادیثو، سیرتو، قرآنکریم او په مجموع کي په اسلامي احکامو کي شکونه پیدا کړي، مسلمانان په ژبني، نژادي، قومي او بې بنسټه کرښو کي تقیسم کړي او اخوت یې په لعنت باندي واړوي، داسلام دین ورته بې ارزښته ښکاره کړي، عقل ته پر الهي قانون باندي ترجیح ورکړي.
۳ - ﻋﻠﻤﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ
مستشرقین هر کال په زرهاوو کتابونه داسلام په خلاف لیکي، په زرهاوو ټولنې یې د اسلام په خلاف تأسیس کړي، په غریبو هیوادونو کي د خیریه مؤسسو په نامه سره فعالیت کوي، غواړي چي ددې لاري خلک د اسلام څخه وباسي، دوی په مجموع کي خلک عیسائیت ته رابولي، بایبلونه په اسلامي ټولنو کي وړیا ویشي، کلیساوي په اسلامي امت کي تعمیروي، په اسلامي هیوادونو کي د اسلام د بدنامولو لپاره مختلف کانفرانسونه او بنسټونه جوړوي، کله د ښځو د ازادۍ تحریک جوړوي، کله د بشر د حقوقو یا بشریت د ازادۍ تر سرلیک لاندي خلک غولوي او داسي نور... دا ټول حرکات او فعالیتونه همدغه مستشرقین تر سره کوي.
۴ - ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺍﻫﺪﺍﻑ :
ددې لپاره چي اسلامي امت یو منظم اقتصادي او ټولنیز نظام و نلري، دغه مستشرقین غواړي د مختلفو لارو په اسلامي هیوادونو کي بې سباتي راولي، جنګونه او جګړې پکښې را وټوکوي، اختلافونه پکښې ایجاد کړي، تر څو د اسلامي هیوادونو سوله په جنګ واړوي او دوی ماهیان ونیسي ، د اسلامي امت اقتصاد د مختلفو توطئو له لاري له منځه وړي، او دوی غواړي چي د یهودو او نصاراوو و کمپنیو، مصنوعاتو او تجارت ته وده ورکړي، ډېر ځله داسي سویدي چي په اسلامي امت کي یې د مسلمانانو یوه مشهوره کمپنۍ بد نامه کړې وي او ځای یې دوی نیولی وي؛ دوی کوښښ کوي چي پر اسلامي امت باندي بندیزونه تحمیل کړي، اسلامي مصنوعات بدنام کړي او د اسلامي امت اقتصادي نظام یرغمل او مستعمره کړي.
۵ - ﺳﯿﺎﺳﻲ ﺍﻭ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﺭﻱ ﺍﻫﺪﺍﻑ :
مستشرقین په مجموع کي کوښښ کوي چي څنګه اسلامي علماء بدنام کړي، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم تهمتونه وتړي، قرآنکریم بدنام کړي، اسلامي سیاسي نظام بدنام کړي، اسلامي مشران بدنام کړي، داعیان بدنام کړي، دوی کوښښ کوي چي څنګه یوه اسلامي ټولنه له خپله مداره و باسي، مختلفې سیاسي ډلې تأسیس کړي او بیا اور پکښې بل کړي، دوی تل کوښښ کوي چي په اسلامي ټولنو کي داسي کړنې وکړي چي د اسلامي امت د عقیدې او ایمان روح په معلوم کړي، کله قرآنکریم وسوځوي، کله یو څوک د نبوت دعوه وکړي، کله مقدسات توهین کړي، کله د اسلام د ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم ګستاخي او توهین وکړي.
و ټولو کفارو ته معلومه ده چي مسلمانان په وژلو باندي نه ختمیږي، نو دوی اوس بله حربه استعمالوي، هغه دا چي په هر قیمت او امکاناتو چي امکان یې وي اسلامي امت ټوټه ټوټه کړي، دا ځکه دوی پوهیږي چي د مسلمانانو عقائد، اخلاقي نظام، سیاسي بصیرت، علمي شعور، د اسلامي هیوادونو طبعي وسائل، د مسلمانانو ورځ په ورځ د عددي ګراف لوړتیا، دا هغه څه دي چي ټوله کفري نړۍ یې هیښه کړېده، نو ځکه ټول مستشرقین کوښښ کوي چی دغه ټول اغېزمن کړي او د حشراتو په شان هره ورځ کار ورباندي کوي، تر څو اسلامي فکري شعور و ځپي، سیاسي ځواک یې کمزوری کړي او اسلامي امت مستعمره کړي.
یادونه: د مستشرقینو په هکله پوره معلومات تاسي کولای سئ زما په کتاب (نړیوال سوالونه ځوابونه) در سره مطالعه کړئ.
-------------------
مقالې: