لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة إِبراهيم لنډه پېژندنه
سورة إِبراهيم د مصحف او تلاوت په اعتبار ۱۴ سورة دئ، چي الله تعالی پر رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکة معظمة کي نازل کړی دئ.
سورة إِبراهيم ۵۲ آية او ۶ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۳۵ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: وَإِذْ قَالَ إِبْرَٰهِيمُ رَبِّ ٱجْعَلْ هَـٰذَا ٱلْبَلَدَ ءَامِنًۭا وَٱجْنُبْنِى وَبَنِىَّ أَن نَّعْبُدَ ٱلْأَصْنَامَ
د دې سورة مبارک اصلي موضوع د خلګو رابلل دي د الله (عزوجل) و وحدانيت ته او د ټولو رسولانو همدغه پیغام وو چي خپل و قوم ته به ئې بيانول.
سورة ابراهيم د ابراهيم عليه السلام په نامه سره مسمی دئ.
حضرت ابراهيم (عليه الصلاة والسلام) يو ستر نبي او پيغمبر وو، دی مبارک د اولوالاعزم أنبياء څخه وو.
د حضرت ابراهيم (عليه السلام) ډېري د پند ډکي واقعې سته، چي د بيلګي په توګه په دې مبارک سورة کي ئې دا برخه ذکر سوې ده:
«کله چي سيدنا ابراهيم (عليه السلام) کعبه شريفه جوړه کړه، نو ئې دا دعا وکړه چي اې زما ربه، دا ښار (مکة) د امن ښار وګرځوې او زما اولاده د شرک او د بت پرستی څخه په امن کې.
او خپل د اولاد يوه برخه مي دلې پرې ښوده، نو اې پروردګاره! ته د هري ميوې رزق ورکې تر څو ستاسو شکر ګزاره سي»
په سورة ابراهيم کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- الله (رب العزة) هر قوم ته رسول د هغو په ژبه ور استولی دئ، تر څو ئې په الهي اوامرو او قوانينو ښه سر ور خلاص کي.
۲- که تاسو شکر اداء کئ نو به مو نعمتونه در اضافه کم او که مو دنعمت ناشکري وکه وکړه نو بېشکه چي د الله تعالی عذاب ډېر سخت دئ.
۳- د کافرانو اعمال هيڅ دي، او په صفر سره حساب دي. د الله (سبحان و تعالی) په دربار کي اولين څه عقايد دي.
۴- د ښو خبرو او بدو خبرو مثال د ټينګي او سستي (يعني کمزوري) درختي په شان دئ.
۵- شيطان به لا په ورځ د اخرت ووايي چي د الله تعالی وعده حق ده او اې کفارو! ما خو تاسو ته فقط دعوت درکئ، کول او نه کول خو ستاسو په اختيار کي وه.
۶- الله (عزوجل) ښه خبر دئ په هغه څه چي ظالمان ئې کوي.
۷- اې مؤمينانو، لمونځونه قائم کئ او صدقه و خيرات وکئ.
۸- د سيدنا ابراهيم (عليه السلام) د بيت الله شريفي د جوړولو قصه.
www.taleemulislam.net