لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة غافر لنډه پېژندنه
سورة غافر د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۰ سورة دئ، چي په مکة معظمة کي پر رسول الله ﷺ نازل سوی دئ.
سورة غافر ۸۵ آية لري او ۹ رکوع دئ.
د سورة غافر دوهم نوم سورة المؤمن هم دئ.
د دې مبارک سورة نوم د ۳ آية څخه اخستل سوی دئ، چي د غافر لفظ پکښي ذکر سوی دئ.
(غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ...)
او د دې مبارک سورة بل نوم د ۲۸ آية څخه اخستل سوی دئ چي د المؤمن لفظ پکښي ذکر سوی دئ.
(وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ ...)
په سورة غافر کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- دا کتاب (قرآن عظيم الشان) د الله تعالی له لوري نازل سوی دئ، هغه ذات چي د ګناهونو بخښونکی دئ، د توبې قبلونکی دئ، په سزاء ورکولو کي سخت او زيات اجر ورکونکی دئ.
۲- د سيدنا نوح (عليه السلام) قوم او نورو کافر قومونو د حق تکذيب کړی دئ، نو الله تعالی هم دوی هلاک کړل.
۳- هغه ملائکي چي د الله تعالی عرش ئې نيولی دئ، د الله (رب العزة) حمد او پاکي بيانوي او د مځکي پر مخ د مؤمينانو په حق کي خپل د رب څخه د بخښي غوښتنه کوي.
۴- په مځکه کي وګرځی او د هغه کسانو انجام ووينی چي کفر ئې کړی وو، حالانکه هغه په توان او طاقت کي هم زوره ور ول. نو څنګه الله جل جلاله دوی تباه کړل.
۵- د سيدنا موسی (عليه السلام) قصه چي الله تعالی دی مبارک و فرعون، هامان او قارون ته ئې ور واستوی، تر څو د حق و لاري ته ئې راوبولي.
۶- د سيدنا نوح (عليه السلام) د قوم، د عاد او د ثمود د قومونو يادونه.
۷- د حضرت يوسف (عليه السلام) يادونه.
۸- سيدنا موسی (عليه السلام) ته مو کتاب (تورات) ورکۍ او په بني اسرائيلو کي مو دغه کتاب د هدايت او ذکر له پاره پرې ښودی.
۹- ړوند او بينا نه دي سره مساوي او نه هم مؤمينان چي نېک اعمال کوي او هغه چي بد اعمال کوي سره برابر نه دي.
۱۰- الله تعالی فرمايي: زما څخه ئې وغواړی او دعا مو ما ته وکی، زه به ئې درکم.
۱۱- الله تعالی هغه ذات دئ چي مځکه ئې د هستوګني ځای او آسمانونه ئې لوړ ودرول، ستاسو صورت ئې په ښه ډول جوړ کئ او الله تعالی چي د ټوله عالم رب دئ، ډېر برکتناکه ذات دئ.
۱۲- الله تعالی رسولان را استولي دي تر څو خلګ د حق و لاري ته دعوت کي، د ځينو رسولانو قصې در ته بيان سوي دي او د ځينو نه دي بيان سوي او هيڅ رسول د الله تعالی د اجازې بغير معجزه يا نښاني نه سي راوستلای.
په سورة غافر كي الله (عزوجل) فرمايي:
هغو کسانو چي پر الله تعالی ايمان نه راوړی او د رسولانو تکذيب ئې وکی، نو د هغو انجام ډېر بد وو، تاسو په مځکه کي وګرځئ او د هغه قومونو پايله وګورئ.
هر نبي خپل قوم ته ويل چي:
• دا دنيا موقتي ده او د آخرت ژوند دائمي دئ.
• زه تاسو د نجات خوا ته را بولم او تاسو ما د اور و طرف ته دعوته وئ.
• دا زما خبري به ټولي تاسو ته در په ياد سي (يعني د حساب په ورځ).
الله (تبارک و تعالی) موسی (عليه السلام) ته هدايت (يعني نبوت او بيا کتاب) ور په نصيب کئ او په بني اسرائيلو کي ئې کتاب (تورات) د ميراث په ډول پاته کئ.
نو صبر وکه، بېشکه چي د الله تعالی وعده حق ده، خپل د ګناهونو مغفرت وغواړه، سهار و ماښام خپل د رب پاکي او ثناء و صفت بيانوه.
www.taleemulislam.net