لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة سبا لنډه پېژندنه
سورة سبا د مصحف او تلاوت په اعتبار ۳۴ سورة دئ، چي د هجرت څخه د مخه په مکة معظمة کي پر رسول اکرم صلی الله علیم وسلم نازل سوی دئ.
سورة سبا ۵۴ آية او ۶ رکوع لري.
د دې مبارک سورة نوم د ۱۵ آية کريمې څخه اخستل سوی دئ. الله تعالی فرمايي: (لَقَدْ كَانَ لِسَبَإٍ فِي مَسْكَنِهِمْ آيَةٌ ۖ …)
په سورة سبا کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- د الله تعالی ربوبيت او الوهيت؛
۲- ورځ د اخرت راتلونکې ده تر څو مؤمينانو او کفارو ته خپله بدله ورکول سي؛
۳- غرونو او مرغانو به د حضرت داود (عليه السلام) سره د الله تعالی ثناء او صفت وايه او د ده مبارک په لاس کي به اوسپنه سره ويلي کېده؛
۴- الله (رب العزة) و حضرت سليمان (عليه السلام) ته جنيات (پېريان) او باد مسخر او تابع کړي وو؛
۵- د سبا د قوم قصه؛
۶- د الله تعالی په وړاندي د هيچا شفاعت نه منل کيږي، خو د هغه چا چي الله (عزوجل) ور ته اجازه ورکي؛
۷- رسول الله صلی الله علیم وسلم د ټولو انسانانو له پاره استازی او پيغمبر دئ؛
۸- مال، شتمني او اولادونه د امتحان ذريعه ده؛
۹- د انسان د هري صدقې او خيرات بدله الله (رب العزة) ورکوي؛
۱۰- حق او رښتيا راغلل او درواغ د منځه ولاړه؛
په سورة سباء کي د حضرت سليمان (عليه السلام) قصه ذکر سوې ده، چي الله (عزوجل) فرمايي:
سليمان (عليه السلام) ته مو باد (او هوا) په واک کي ورکړې ول، د يوې مياشتي سفر به ئې د ورځي له خوا طی کوئ، او د يوې بلي مياشتي سفر به ئې د ماښام له خوا او د ده مبارک (عليه السلام) له پاره مو د ميسو ویاله بهيوله او د جنياتو څخه مو د ده له پاره په کار ګمارلي وه، (يعني جنيات د سليمان (عليه السلام) خادمان ول.) او د حضرت سليمان (عليه السلام) له پاره به ئې محرابونه، ذخيرې او غټ ديګونه جوړول.
نو الله (رب العزة) ورته وفرمايل: اې د حضرت داود (عليه السلام) آل (يعني اولاد او کورنی ئې)، کار وکئ په شکر اداء کولو سره او ډېر لږ زما د بنده ګانو څخه شکر ګزاره دي.
www.taleemulislam.net