تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي ابو عامر الفاسق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 27, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۸۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ابو عامر الفاسق

کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړی هلته تر مدينې منورې دباندي يې د بني عمرو بن عوف په کلي کي واړول او هلته يې يو مسجد جوړکړی چي د قُباء د مسجد په نامه سره مشهوره دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  به په وروسته کي اکثره وختونه د شنبې په ورځ د مدينې منورې څخه و دغه مسجد ته ورتلى او هلته به يې دوه رکعاته لمونځ کاوه، د دغه مسجد او په هغه کي د لمونځ کولو ډير فضائل رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيان کړي دي، چي یو د فضیلتو څخه یې دا دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: که څوک په خپل کور کی اودس تازه کي او بیا مسجد قباء ته ولاړ سي او هلته دوه رکعاته نفل لمونځ آداء کړي د یوې عمرې اجر او ثواب لري. 

نو ځينو منافقانو غوښتل چي د دغه مسجد پرضد او نژدې و دغه مسجد ته يوه بله بناء يا تعمير د مسجد په نامه سره جوړکي او د قُباء د مسجد خلک سره جلا او متفرق کړي، خو په حقيقت کي د دغه ناپاکه عمل اصلي محرک او سبب يو سړئ ؤ چي ابو عامر الراهب ورته ويل کېدل، ابو عامر الراهب څوک ؤ؟ د خزرج د قبيلې يو نفر ؤ، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر هجرت د مخه نصراني سوى ؤ او د نصاراوو د راهبانو يا عابدانو ژوند يې اختيار کړى ؤ، د مدينې منورې د شا وخوا خلک خاصتاً د أوس او خزرج د قبيلو خلک د ده و زُهد او فقيرۍ ته عقيده درلودل او د ده يې ډير زيات عزت، تعظيم او احترام کاوه. 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر بختور او مبارک قدوم يا ورتګ وروسته چي په مدينه منوره کي د علم او ايمان لمر را وختى او د اسلام په نور سره شا وخوا رڼا سوه، نو د داسي مصنوعي او تقلبي فقيرانو مقام او شرف د بينه ولاړل او و ده  ته چا اهميت نه ورکاوه، ځکه د لمر په راختلو سره څوک په هغه څراغ پسي نه ګرځي چي تېل يې خلاص سوي وي، ابو عامر د دغه کيفيته څخه ډير خواشينى او ناراضه ؤ او د حسد په اورکي نينې نينې سو. 

خو بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه ابو عامر الفاسق و اسلام ته دعوت کړى او ورته وې ويل: ما د خپل ځان سره ابراهيمي صحي دين را وړى دى، ابو عامر و ويل: زه خو د پخوا څخه پر ابراهيمي دين وم مګر تا د خپله ځانه څخه په ابراهيمي دين ځيني مخالف شيان ګډ کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د ده خبره په شدت سره رَد کړه، خو بالاْۤخره د ابو عامر د خولې څخه دا خبره را و وتل:(په موږ دوو کي چي هريو درواغجن وي! الله جل جلاله  دي هغه د خپله وطنه څخه ليري او يواځي په غُربت او مسکنت کي مړکي) رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آمين. 

 دبدر تر غزاء وروسته چي د اسلام اساس او بنياد نور هم ټينګ سو د حاسدانو سترګي او زړونه نور هم د مسلمانانو په کاميابۍ سوځل کېدل، نو ابو عامر وارخطا سو او مکې مکرمې ته د دې دپاره و تښتېدى چي مشرکان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و جنګ او مقابلې ته نور هم تشويق کړي او د اسلام سره يې د جنګ دپاره تيار کي، تاسي  وليدل چي دغه ابو عامر د اُحُد په غزاءکي د مشرکانو سره راغلى ؤ او د جنګ تر شروع کېدلو د مخه و ميدان ته را ووتى د مدينې منورې انصارو خصوصاً د خزرج و قبيلې ته چي د جاهليت په وختو کي د ده مخلص مريدان وه خطاب وکړی او د دوى څخه يې وغوښتل چي زما و طرف ته راسى، مګر دغه احمق په دې نه پوهېدى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مقابل کي هغه د ده پخوانۍ کوډي او جادو کله چليږي، نو ځکه انصارو د ده په جواب کي و ويل:
 
اې فاسقه او اې د الله دښمنه الله دي ذليله که موږ به څنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرېږدو او ستا ملګرتيا به کوو؟ د انصارو د دغه مايوس کونکي جواب تر اورېدلو وروسته ابو عامر الفاسق ډير په قهر سو او داسي يې و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  تردې وروسته چي هر قوم ستا د جنګ دپاره راځي زه به د هغو ملګرى يم، نو د حنين تر جنګه پوري بېله ناغې د کفارو په ملګرتيا د مسلمانانو سره جنګېدى، د اُحُد په غزاءکي هم دئ ؤ چي په ميدان جنګ کي يې غارونه کِندلي او جوړکړي وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و يوه ته د هغو غارو ور ولوېدى. 

د حنين ترجنګ وروسته ابو عامر فاسق دا حِس کړه چي اوس هيڅ يوه عربي قوه د مسلمانانو په مخ کي نه سي درېدلاى نو په تېښته سره يې ځان شام ته ورساوه او د مدينې منورې منافقانو ته يې خط وليکى چي زه به د روم د قيصره سره ملاقات وکم او د هغه د يوه زورور لښکره سره د محمّد صلی الله علیه وسلم  جنګ ته در تلونکى يم چي د سترګو په رپ کي به د مسلمانانو ټول اميدونه د خاورو سره برابر سي او مسلمانان به بالکل ختم او فيصله کړي، خو تاسي اوس يو تعمير د مسجد په نامه سره جوړکړی چي هلته به د لمانځه په نامه سره را ټولېږى او د اسلام پر ضد به خپلي خبري او مشورې سره کوى او زما قاصدان به هم هلته زما ليکونه او پيغامونه در رسوي او که زه هم مجبوره سوم هلته به د مسلمان په نامه سره درسم او دغه مسجد به زموږ د اجتماع او مشورو ځاى وي د هغه ځايه څخه به د اسلام ضِد کارونه نشروو.
 

 د دغو خبيثو مقاصدو دپاره د مسجد قُباء په مقابل کي د ضِرار د مسجد په جوړولو شروع وسوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې دا بهانه وکړه چي يا رسولَ الله! په الله مو دي قسم وي چي زموږ د بدو نيت نه دى خو د يخ او باران په سبب خاصتاً د مريضو او ضعيفه خلکو په سبب چي تر مسجد قباء پوري نه سي تلاى موږ دغه مسجد جوړوو  چي لمونځ کونکو ته سهولت او آساني وي. 

د تبوک د غزاء د شروع په وخت کي د دغه مسجدِ ضرار بناء پاى ته ورسېدل نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته حال ولېږى چي يا رسولَ الله! که تاسي يو وار هلته راسى او په دغه مسجدکي لمونځ آداء کړی ستاسي به مهرباني وي او زموږ دپاره به د سعادت او برکت سبب وګرځي او دغه غوښتنه يې هم په دې سبب سره وه چي د دوى په فکر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه عمل په ليدلو سره به د ځينو ناپوه او ساده مسلمانانو ګمانونه ښه سي او بيا به د  منافقانو د مِکر او حېلې په دام کي بندسي. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه وخت کي د تبوک د تلو دپاره په تياري او آمادګي مشغوله ؤ نو يې و فرمايل: زه خو اوس مشغوله يم خو کوم وخت  چي د تبوک څخه راسم څرنګه چي د الله جل جلاله  إراده وي هغسي به وسي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  تبوک ته و وتى او په دغه جديد البناء مسجد ضِرار کي يې لمونځ نه کړی آداء، اصلاً دغه مسجد د فساد دپاره جوړ سوى ؤ، دغه مسجد د اسلام پر ضد د جنګ کولو مرکز ؤ، مګر کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د تبوک د غزاء څخه فارغه سو او مدينې منورې ته نژدې سو نو د الله جل جلاله  د طرفه دغه آيات شريف نازل سو چي فرمايي: 

﴿ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِّمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِن قَبْلُ ﴾. [التوبه :107]  

يعني:او هغه منافقان چي د مومنانو د ضرر رسولو دپاره يې مسجد جوړکړى دى او د کفر دپاره یې جوړکړى دى او د مومنانو په منځ کي یې د تفرقې اچولو دپاره جوړ کړى دى او جوړکړى يې دى دپاره د انتظار د هغه چا چي پخوايې لا د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره جنګ کړى دى (چي هغه څوک دغه ابو عامر الفاسق دى).

 (وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَى)او دوى قسمونه يادوي چي زموږ إراده بېله خيره او نېکۍ د بل شي نه ده.  ﴿ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ﴾. [التوبه :107]  

او الله جل جلاله  شاهدي آداء کوي چي بېشکه دوى په دغه خپلو قسمو کي خامخا درواغجنان دي.  دا د الله جل جلاله  د طرفه شاهدي ده چي دوى درواغ وايي.

 منافقانو دغه مسجد ضِرار اصلاً د خپلو مشورو د مرکز دپاره او د مسجد قُباء پر ضد جوړ کړى ؤ نو د دغه آيات شريف په واسطه الله جل جلاله  رسول الله صلی الله علیه وسلم  د منافقانو په خبيثو نقشو او غرضو خبرکړی او د ضِرار د مسجد د جوړولو اصلي او اساسي مقصد يې ښکاره کړی.  

ان شاءالله نور بیا....
 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته