لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة النمل لنډه پېژندنه
سورة النمل د مصحف او تلاوت په اعتبار ۲۷ سورة دئ چي په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة النمل ۹۳ آية دئ او ۷ رکوع لري.
د دې سورة نوم د ۱۸ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:
حَتَّىٰٓ إِذَآ أَتَوْا۟ عَلَىٰ وَادِ ٱلنَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌۭ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّمْلُ ٱدْخُلُوا۟ مَسَـٰكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَـٰنُ وَجُنُودُهُۥ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
نمل – ميږي ته ويل کيږي.
په دې مبارک سورة کي د ميږي خبره را نقل سوې ده چي خپل ډلي ته ئې وويل چي ننوزئ خپلو ځايو ته، داسي نه چي د حضرت سليمان (عليه السلام) فوج او لښکر مو تر پښو لاندي کي، په داسي حال کي چي دوی به خبر لا باندي نه سي.
په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- قرآن کريم د هدايت کتاب دی او و مؤمينانو ته زېری ورکونکی دئ.
۲- هغه کسان کاميابه دي چي لمونځونه قائمه وي، زکات ورکوي او په ورځ د اخرت ايمان لري.
۳- د سيدنا موسی (عليه السلام) واقعه چي کله مصر ته روان وو او خپل زوجة بي بي هم ورسره وه او اور ئې وليدئ، نو ورې ورغلئ. او الله (عزوجل) ورې خبري ورسره وکړې.
۴- د حضرت داود او حضرت سليمان (عليهما السلام) شکر، چي په اکثره مؤمن بنده ګانو ئې دوی افضله ګرځولي وه.
۵- حضرت سليمان (عليه السلام) ته الله (رب العزة) معجزې ورکړي وې.
۶- د سبا د علاقې ملکه (يعني د بلقيسي) قصه چي د حضرت سليمان (عليه السلام) له خوا څخه ور ته خط را واستول سو او په تسميه سره شروع سوی وو. (إِنَّهُۥ مِن سُلَيْمَـٰنَ وَإِنَّهُۥ بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ)
۷- ثموديانو ته مو د دوی ورور حضرت صالح (عليه السلام) ور استولی وو.
۸- حضرت لوط (عليه السلام) خپل قوم ته نصيحت وکئ تر څو د دې فاحش کارونو څخه لاس واخلي.
۹- د محشر د ورځي بيان او د هر انسان د اعمال ګټه او تاوان د ده خپل دي.
په سورة النمل کي الله (عزوجل) د سيدنا سليمان (عليه السلام) يوه قصه ذکر کړې ده.
الله (رب العزة) د بني اسرائيلو نبي او حکمران سيدنا داود (عليه السلام) ته زوی ورکی، چي هغه هم نبي وو. الله تعالی فرمايي چي: ما و داود (عليه السلام) او سليمان (عليه السلام) ته علم ورکړی وو او دوی د دې ورکړي(او عطا) شکر ادا کوی.
سليمان (عليه السلام) د خپل پلار حضرت داود (عليه السلام) ځای ناستي او وارث سو او خپل خلګو ته به ئې د اللهي ورکړو (لکه د مرغانو په ژبه پوهېدنه او د هر ضروري شي ورکړه) وريادول او دا به ئې د الله تعالی ښکاره فضل بلی.
حضرت سليمان (عليه السلام) د جنياتو، انسانانو او مرغانو لښکر را جمع کړل او چي کله د مېږيانو يوې درې (يعني وادي) ته نژدې تېرېدل، نو يوه ميږي خپلو نورو مېږيانو ته وويل چي خپل هستوګن ځايو ته ولاړ سئ، داسي نه چي په ناخبري کي سليمان (عليه السلام) او د ده فوج مو تر پښو لاندي کي.
دا خبر الله تعالی سليمان (عليه السلام) ته ور ورسوئ، نو دی مبارک (عليه السلام) مسکا سو، او د الله (تبارک و تعالی) شکر ئې ادا کئ.
www.taleemulislam.net