لیکنه: زینب درانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
پرېږده چي خوشحاله واوسې
پرېږده چي هره ثانیه دي حالت ښه وي.
پرېږده چي تلونکي ولاړ سي او پاتي کیدونکي پاته سي.
پرېږده چي خفګان دي کډه وکړي.
پرېږده چي دښمنان دي ستا په خوشحالي وسوځي.
پرېږده چي دوستان دي په میني وویاړي.
پرېږده چي شیطان ستا په دوکه کولو کي ناکامه سي.
پرېږده چي والدین او کورنۍ دي درباندي فخر وکړي.
ته دې اخرت جوړوني ته فکر کوه، همېشه مسکا کوه.
خپل ښه حالت او ارام زړه دي په هیڅ چا، هیڅ څه او هیڅ کومي پیښي پوري مه تړه.
بې سببه خوشحاله واوسه.
بې سببه خوشبین واوسه.
بې سببه وخانده او هیڅکله شک مه کوه.
که ته ښه واوسې نو باور ولره چي هر څه به ښه سي.
همېشه پر دې خبره یقین ولره چي هر مشکل به د وخت په تېرېدو سره حل سي او که د الله نصرت درسره وي نو خوشبخترین انسان یې
په دنیا کي هیڅ څوک ستا څخه نه خوشحاله کیږي خپل رب عزوجل د ځان څخه راضي کړه تر څو بې وفا نړۍ دي تابعداره سي.