تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة المجادلة لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 14, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د سورة المجادلة لنډه پېژندنه 


سورة المجادلة د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۸ سورة دئ، چي د هجرت وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.


سورة المجادلة ۲۲ آية او ۳ رکوع لري.


د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا...


مجادلة - يعني مباحثه و مناقشه.


د دې مبارک سورة بل نوم الظهار هم دئ. لکه څنګه چي په دوهم آية کريمة کښي الله (عزوجل) فرمايي: الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنْكُمْ مِنْ نِسَائِهِمْ مَا هُنَّ أُمَّهَاتِهِمْ...


په سورة المجادلة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-   د هغه ښځي خبري الله (رب العزة) واورېدې چي د رسول الله ﷺ سره ئې مجادله کوله.


۲-   د ظهر (لکه خپل کوروالا ته د مور خطاب کول) په اړه حکم او کفاره. او خپل زوجة (يعني کوروالا) ته د مور خطاب مه کوئ.


۳ -  الله تعالی په هر څه ښه خبر دئ او هر چيري درسره دئ.


۴-  منافقين به رسول الله ﷺ ته راتلل او سلام به ئې هغه رقم نه وراچوئ لکه څنګه چي الله تعالی ورښودلی وو، او ويل به ئې: که موږ پر حق نه يو، نو دا عذاب ولي نه را باندي راځي؟


۵-  اې مؤمينانو که تاسو په پټه سره يو ځای کېږئ، نو بايد د ښو او نيکو کارونو له پاره سره ووينئ.


۶-  اې مؤمينانو په مجلسونو کي پراخي پيدا کئ او ډلي ډلي مه کښېنئ.


۷-  اې مؤمينانو که د رسول الله ﷺ سره په شخصي ډول ملاقات کوئ؛ نو ترليدني د مخه ئې يو څه صدقه کوئ.


۸-  د الله تعالی او د رسول الله ﷺ بې اطاعتي مه کوئ، که نه ذليله به سئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته