لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة الرحمن لنډه پېژندنه
سورة الرحمن د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۵ سورة دئ، چي د هجرت څخه د مخه په مکة مکرمة کي نازل سوی دئ.
سورة الرحمن ۷۸ آية دئ او ۳ رکوع لري.
د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله (رب العزة) فرمايي: (الرَّحْمَٰنُ)
ٱلرَّحْمَـٰنُ - يعني ډېر مهربانه.
په سورة الرحمن کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- الله تعالی ډېر مهربانه ذات دئ، تاسو ته ئې قرآن کريم در وښودئ، او انسان ئې پيدا کئ او بيان (خبري) ئې ور وښودلې، لمر او سپوږمۍ ئې په حساب سره روان کړي دي. ستوري او درختي ور ته په سجده دي.
۲- په دې مځکه کي الله تعالی د ضرورت هر څه در ته پيدا کړي دي، نو د الله (رب العزة) د کومو نعمتونو تکذيب کوي؟!
۳- الله تعالی انسان د خاورو او پېريان ئې د بې دوده اور څخه پيدا کړل.
۴- الله تعالی رب د مشرق او مغرب دئ او هر څه چي په مځکه کي دي ټوله د الله (عزوجل) دي.
۵- هر څه به د منځه ځي بغير د الله (ذوالجلال والاکرام) څخه.
۶- د قيامت د ورځي لنډ بيان.
۷- د دوږخ او جنت بيان.
www.taleemulislam.net