تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې اهداف
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  October 3, 2023
  0

لیکنه: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پانه 

 

د فکري جګړې اهداف 


لومړی هدف

 

لومړی هدف: د لویدیځ په وړاندي د مسلمانانو د مقاومت روحیه له منځه وړل: صهیونیسټان  په دې ښه پوهیږي  تر څو چې د مسلمانانو په ذهنونو کي د آزادۍ احساس موجود وي او  اسلامي امت فکر د جهاد، هجرت، شهادت او قربانۍ  په روحیه سمبال وي. او همدا یې شعار وي. تر هغه وخته پورې به هر مسلمان په روحي او  معنوي توګه له کفارو سره مقابلې ته چمتو وي او که دا مفکوره د مسلمانانو له ذهن څخه وتلې وي، نو له دښمن سره به په خپلو ټولو وسایلو او امکاناتو د مقابلې لپاره هیڅ هڅه ونه کړي. له همدې امله دوی د دې پدیدې بدنامول پیل کړي او کوشش کوي چې دا مفکوره د اسلامي امت د ځوانانو او راتلونکي نسل له ذهنونو څخه وباسئ.

 دوهم هدف

دوهم هدف:  مسلمانانو په دین، تمدن او انساني ارزښتونو کي شکمن کول: غربیان غواړي چې مسلمانان په دین، عقایدو، اخلاقو، فکري ارزښتونو، عاداتو او ټولنیزو رواجونو کي د غرب په شان وي او د ژوند په هر ډګر کې د هغوی تقلید وکړي. چي له یوې خوا د مسلمانانو په زړونو کي له غرب او استعمار سره کرکه له منځه یوړل شي او له بلي خوا ټول اسلامي هیوادونه د غربي هیوادونو د اثارو او تولیداتو د مصرف او استفادې لوی بازار وګرځي. چي وروسته بیا د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا WTO لخوا د غربي ملټي نیشنل کمپنیو د بهرنۍ پانګوني په نوم کنټرول شي او د مسلمانانو مالونه او تولیدات کم شي.


نور بیا... 

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته