لیکنه: مفتي زبیراحمد ایوبي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مدارسو د انحطاط لاملونه او مخنیوی
(لومړۍ برخه)
افغانستان د اسیا په لویه وچه کي یوازینی هغه هیواد دئ، چي د خپل عقیدوي جوړښت، دیني مزاج، فکري میراث او د دودیزو عنعناتو د ساتني لپاره ئې په خپل غېږ کي یو داسي پیاوړي او ویاړلي ملت ته د غیرت، شجاعت او اسلامي حمیت شیدې ورکړي دي، چي د خپل ویني او سر په بیه ئې تل د کفر او الحاد او د هغوی د طاغوتي افکارو په مقابل کي ځانونه سپر ګرځولي دي.
ددې خاوري ملت د خپل دین او دیني افکارو، عنعناتو او نوامیسو د ساتني لپاره هر نوع سر ښندنه کړې ده او دا حقیقت دئ، چي ددې ټولني د دیني افکارو او خوځښتونو ستره او بې ساره سرچینه هغه دیني مدارس او مراکز دي. د علماوو، صلحاوو او صوفیانو سره ددې ملت ژور او فولادي اړیکه او ارتباط هم د تاریخ د کتابونو یو زرین باب دئ. د علم او معرفت په ډګر کي ددې سیمي د علماوو تصنیفات او تالیفات هم د نړۍ ګڼ شمېر کتابونه ځلانده ساتلي دي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کي شته علمي منابع هم ددې خاوري د دیني پوهي شاهدي ورکوي، دا هرڅه د دیني مدارسو ثمره او برکت دئ، خو ددې خاوري دیني مدارس او مراکز په مختلفو پړاونو کي د مختلفو کړاونو سره مخامخ سوي دي. د تحولاتو او تغیراتو په ګرداب کي را ګیر سوي دي، د جنګ لمبو وهلي، د کمونیزم او انارشیزم سرو او تورو څپو ځپلي، د انقلابونو طوفاني هواوو د سقوط او تنزل سره مخامخ کړي دي، حکامو او چارواکو د غضب سبب ګرځېدلي دي، نو ښکاره خبره ده، چي په داسي کرغېړنو او دردونکو او وهونکو حالاتو کي د مدارسو خوځښت او نوښت، ارتقاء او ارتفاع نه یوازي داچي ناشونې ده، بلکي په داسي حالاتو کي د یو علمي مرکز فقط تأسیسول هم ناممکن وي.
خو بیا هم الحمدلله د هجرت په برکت او د نورو هیوادونو څخه د علماوو او فضلاوو د راتګ په صورت کي د دیني مدارسو د جوړښت او نوښت یوه ځلانده طلائي لړۍ روانه ده او په اوسني وخت کي د شته امکاناتو او تجهیزاتو په ترڅ کي ډېري زیاتي مدرسې او دیني مراکز رامنځته سوي دي. الله دي دا لړۍ نور هم قائم او دائم وساتي، ترڅو ددې کړېدلي او ځورېدلي ملت د بچیانو روزنه په صحیح اسلامي محیط او چاپیریال کي ترسره سي او د لویدیځي نړۍ د فاسد او شنیع افکارو کلکه مخنیوی وسي او د یو منظم منسجم میکانیزم او پلان په ترڅ کي او د اسلافو د اصولو او مزاج سره سم په دیني او عصري تعلیماتو مزین دیني مراکز او مدارس را منځته سي، ترڅو د تعلیمي معیار د ارتقاء سره سم په هر ډګر کي پیاوړی او ویاړلی ملت ولرو او ددې مدارسو او مراکزو څخه فارغ سوي فضلاء د درس او تدریس او امامت ترڅنګ د ژوند په ټولو چارو کي برلاسه او محکم وي او د یو متوازن تعلیمي بهیر څخه برخمن وي، ځکه چي زموږ د اسلافو په مدارسو کي ددیني تعلیم ترڅنګ عصري تعلیم او فنون هم تدریسېدل؛ د علم نبوي ترڅنګ طب نبوي هم د نصاب برخه وه، د وخت اړیني ژبي او فنون هم د تعلیمي نصاب یوه حصه وه. ښه بېلګه ئې دیوبند دارالعلوم، کراچي دارالعلوم، جامعه فاروقیه او نورو جامعاتو تعلیمي نصاب دئ، چي د ټولني د ضرورت سره سم ئې په خپلو نصابونو کي تغیرات او نوښتونه راوستلي دي او خپل نصاب ئې د نړیوال معیاري تعلیم سره پرتله کړی دئ، زموږ د خاوري د اوسني مدارسو تاریخ هم ډېر لنډ دئ، اوس هم زموږ تعلیمي نظام د طفولیت په مرحله کي قرار لري او د مدارسو تعلیمي نصاب، تدریسي څرنګوالی، اداري تنظیم، امتحاني بهیر او د استادانو د استخدام تګلاره، ښوونیز او روزنیز نظم او ترتیب او دې ته ورته څانګي خپل اصول او مقررات لري او هغه خوځنده اصولو ته په کتلو زموږ اکابرینو او مخکني اسلافو خپل مدارس او جامعات پر مخ بیولي دي او په نړیواله سطحه ئې بې ساري تقدیرات او ستر نومونه ترلاسه کړي دي.
معززو لوستونکو! د لیکونو په دې لړۍ کي به د مدارسو د ترقی او ارتفاع په خاطر د هغوی ځیني نیمګړتیاوي او د انحطاط ځیني لاملونه په ګوته کړم او د هغوی د ازالې او اصلاح لپاره د اکابرینو تګلاره او اصول او د هغوی ارشادات او فکري مزاج درته روښانه کړم.
نوربیا...
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، اته ویشتمه ګڼه، ۱۴۰۲ کال، ۱۷، مخ.
www.taleemulislam.net