تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په ابن ابي حاتم کي د حضرت مالک بن دینار رحمه الله قول مروي دی چي دینار ته ځکه دینار وايي چي هغه دین یعني ایمان هم دی او نار یعني اور هم دی، مطلب یې دا دی چي که په حق سره دینار واخلي نو دین دی او که یې پر ناحقه واخلي نو نار یعني د دوږخ اور دی. (دین نار)
(پاشلي ملغلري: ج۱ص۵۵۰/ تفسیر ابن کثیر،ج۱ص۴۲۳)