لیکوال: مصطفی الشیخ/ ژباړه: علي الله متوکل
تعلیم السلام ویب پاڼه
د شتمنېدو درې ارزښتناکه اصول
لومړی اصل : د رزق او شتمنی د بې قدری څخه ځان وساتئ
له حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی، چي یو ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم و کورته راغلی د ډوډۍ پر یو ټوټه یې سترګي وموښتې، را پورته یې کړه، پاکه یې کړه او بیا یې راته وفرمایل: اې عائشې! ددې عزت لرونکي شي قدر وکړه! ځکه د الله جل شانه دا رزق چي یو وار له یو قوم څخه وګرځي بیا نه ورته را ګرځي.
په وارو وارو مو لیدلي، اورېدلي او لوستلي چاچي د رزق بې قدري کړې ده له هغه ځای څخه برکت تللی دی- دا مو د ژوند اصل جوړ کړی، چي د رزق بې قدري به نه کوی.
دا رښتیا هم د فکر وړ خبره ده: د خوراک کوم څه غورځول د نعمت د ناشکری په معنی ده. ښه خو دادي چي لوېدلي څه راپورته سي، پاک سي او و خوړل سي. هغه څه چي پر ځمکه له لوېدو څخه وروسته د خوړولو نه وي هغه بیا بېله خبره ده. د ډوډۍ او ورته شي راپورته کول او بیا خوړل د نعمت د شکر په معنی دي او د بنده عاجزي په کښي ښکاره کیږي.
دوهم اصل : میانه روي او منځ لاري
هرڅوک و ځانته د کار کولو بېله لار لري او بیا هر کار و ځانته بېله طریقه لري. کله د تلوار او کله بیا د فکر، ارام او سوستی اړتیا وي- په نیکو کارونو کي بیا تلوار غوره ګڼل سوی دی. الله تعالی په قرآن کریم کي د خپلو نیکو بنده ګانو په صفتونو کي د الفرقان سورة کي فرمایي:
ژباړه: هغه كسان چي كله لګښت كوي نو بېځايه لګښت او بخيلي نه کوي بلکي د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په مينځ کي په ميانه روۍ ولاړ وي.
څښتن تعالی په دې ایت کي دوه بد حالتونه (اسراف او بخیلي) یاد کړي او د دوی دواړو په منځ کي یې میانه روي غوره بللې؛ یو خوا یې اسراف یعني بې ځایه د مال او پیسو لګول بد ګڼلي او بل خوا یې بخیلي بده ګڼلې یعني په کوم ځای کي چي باید پیسې ولګول سي هلته د پیسو نه لګول. ددې دواړو په منځ کي میانه روي ده، چي د الله خوښه، د نیکو بنده ګانو عادت، د هوښیارانو نښه او د صالحانو لار ده.
درېیم اصل: نېستمنو او غریبانو ته په سپکه مه ګورئ
ټول انسانان د الله تعالی ښایسته پیدایښت دی. نه څوک سره برابر دي او نه چاته دا حق ورکړل سوی، چي ځان تر نورو لوړ وګڼي یا بل چاته په سپکه سترګه وګوري. د نورو خلکو عیبونه پلټل، کمزوری را ایستل یا په سپکه ورته کتل د اسلامي دین له اخلاقو څخه نه دي. اسلام، انسانان د یو بل سره میني، ورورولی او زړه تړلو ته رابولي. د حسب او نسب، مال یا منصب په خاطر د نورو انسانانو سپک ګڼل تکبر دی.
په اسلامي تعلیماتو کي راښودل سوي، چي په مالي لحاظ تر ځان کمزورو سره مرسته وکړو. د الله محبوب نبي و خپلو اصحابو ته فرمایي: تاسي (په بدني یا مالي لحاظ) تر ځان کمزوري خلک و پلټی...واورئ! تاسو ته رزق (او شتمني) د همدې کمزورو خلکو په خاطر در کول کیږي.
حضرت سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه د خپلي شتمنۍ په خاطر ځان تر بل کس غوره وګڼی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصلاح په توګه ورته وویل: تاته ددې کمزورو او نېستمنو خلکو په خاطر رزق (او شتمني) درکول سوې یعني دوی سپک مه ګڼه.
د بې وسه خلکو سره مرسته مو په شتمنی کي برکت اچوي، و الله تعالی ته مو نژدې کوي او کله چي هغوی له خپلي ټولي کمزوری او بې وسی سره د الله و پراخ دربار ته لاس پورته کړي او ستاسو لپاره دعا وغواړي، نو ستاسو په مال، ځان او شتمنی کي برکت راځي. دا څومره ښه خبره ده! د کمزورو خلکو په دروند ګڼلو او هغوی ته په عزت ورکولو سره الله سبحانه و تعالی پر تاسو پراخي راولي، عزت مو ډېروي او شتمنوي مو هم ډېره وي.
www.taleemulislam.net