لیکنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
کار کول؛ د پرمختګ وسیله ده
د اسلام مقدس دین کار کولو ته خورا ارزښت ورکړی دئ؛ تر دې چي کار کول ئې عبادت ګڼلی.
که څوک د شرعي حدودو په چوکاټ کي حلال رزق ګټي، د حرامو، دوکې، درواغو او سود خوارۍ څخه ځان ساتي، د رزق ګټلو له امله فرضي عبادت نه ورڅخه پاتېږي او نیت یې دا وي چي په دې سره د خپل اولاد، د مېرمني، د مور او پلار او د خپل ځان نفقه برابره کړي او د دوی حقوق پرې ادا کړي، نو داسې رزق ګټل الله جل جلاله په عبادت کي حسابوي.
کار کول په اصل کي د الله تعالی د بې ساري نعمتونو څخه یو ستر نعمت ګڼل کېږي. د همدې کار کولو په نتیجه کي د نړۍ ملتونو او تمدنونو پرمختګ کړی دئ او د بدبختیو، ټولنیز فقر او نورو ته د احتیاج څخه ژغورل سوي دي. په ځانګړې توګه په اوسنۍ پرمختللی او په ټکنالوژې سمباله نړۍ کي خو بې کاره خلک هيڅ ارزښت نه لري. نو ځکه خو ویلای سو چي مناسبه وظیفه او دنده د الله تعالی بې ساری نعمت دئ.
نو راسئ چي د دې نعمت د شکر ایستلو په پار په خپلو کارونو کي له لټۍ او ټنبلۍ څخه تېر سو، خپلي رسمي دندې ته پر وخت ولاړ سو، کار په غوره او دقت سره وکړو، پر خپلو همکارانو تکیه ونه کړو، له دې فکره تېر سو( چي په زوره او جبر دا وظیفه راباندي تحمیل سوېده).
نن چي موږ ښه وظیفې او غوره مصروفیت لرو، د خپلو کارونو په ښه توګه تر سره کول زموږ د ټولو مسؤلیت دئ، د اسلام مقدس دین له موږ څخه غواړي چي خپل مسئولیتونه او دندې په ښه او غوره توګه تر سره کړو، په کار کي کسالت او غفلت ونه کړو او نه هم د غفلت او کسالت له کبله پر نورو کسانو تکیه وکړو.
www.taleemulislam.net