تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زکات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 30, 2024
  0

طرحه: دوکتور مولوي خالد بریالی
لیکنه: مولوي احمدالله مرتاض/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


زکات 

زکات د اسلام دریم اساسي رکن دی چي زکات نه وي نو د اسلام پاک پیکر به کامل نه وي.


موږ ټول پوهېږو چي زکات پر چا فرض او چا ته ورکول کېږي؟


د تشویش وړ ده چي زکات فرض دی خو مسلمانان وږي دي. 


ځکه وږي دي چي زکات د نېستمنو ثابت حق دی؛ خو یا نه ورکول کېږي یا نیم ورکول کېږي.


اسلامي حکومت د اسلامي سیاست او تدبیر سرلاری او منتظم دی حاکم به بلا استثناء د خپلو ټولو اتباعو د مصالحو او مفاداتو غم خوري، نو اړینه ده چي د خپلو نېستمنو وطنوالو د عشر او زکات حق را ټول، تنظیم او تر حقدارو و رسوي تر څو په ملک کي ټول په نس ماړه سي فقر دي ورک سي د حدیث په استناد فقر خو کفر کېدی سي، که زکات منظم سي لوږه به ورسره خپله ختمه سي. 


اړینه ده چي دغه کار امارت همدا اوس وکړي. 


خو د دغه کار لپاره دوه بارز اصل  مهم دي: 


۱- د افغانستان په ټولو ولایاتو کي دي په هره ناحیه، ولسوالۍ او لویو کلیو کي د عشر او زکات د منظم را ټولولو لپاره فعالي ادارې جوړي کړي  خلک دي پوه کړی چي زکات فرض دی ځکه زکات هم لمونځ غوندی اهمه پایه ده، زکات دي را ټول کړي او بېرته دې په هم هغه محل کي پر محلي مستحقینو ووېشي.


په دې ډول به د زکات په توزیع کي تام تعادل ساتل سوی وي او ټول مستحقین به په اسانۍ معلوم سوي وي.


۲- د دې لپاره چي سرمایه دار اغنیاء په رغبت د زکات فرضي عمل ته تیار سوی وي حکومت دي مزکي (زکات ورکوونکي)  سرمایه دارو ته تشویقا ۴۰-- ۶۰% مالیه معاف کړي. تر څو تاجر او زمینداره طوعا  تیار سي چي زکات ورکړي. 


دغه کار امارت په کامیابۍ کولی سي خو په یوه شرط چي د ادارو تام مالي ملاتړ وکړي او په متانت یې مدیریت کړي امارت دي دغه کار همدا اوس وکړي، ترڅو خلک ماړه سي چي خلک ماړه سي ټولنه به د رفاه او ثبات خوا ته په خپله لاړه سي د خیر دغه کار نو ولي وځنډېږي.


خو د مثمرو نتایجو لپاره حتمي ده چي د عشر او زکات ادارې دي د حکومت لخوا قوي حمایه او وڅارل سي که داسي وسی بیا به لوږه نه وي باذن الله.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته