لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۷)
موسيقي په قرآنکريم کي حرامه ده
۱: وَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَشْتَرِى لَهْوَ ٱلْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُولَٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌۭ مُّهِينٌ(سورت لقمان: ۶)
ژباړه: او له انسانانو داسي څوک هم شته چي ناوړي خبري اخلي تر څو خلک د الله جل جلاله له لاری بې له پوهي بې لاري کړي او د دغي لاري په بلني پوري ملنډي وکړي د دغسي خلکو لپاره سخت سپکوونکی عذاب دي.
دلته په ایات کي د(لهو الحديث) لفظ راغلی دئ او حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي چي قسم په هغه چي دده څخه بل د عبادت لایق او وړ نشته چي د(لهو الحديث) څخه مطلب موسیقي ده.
(هو والله الغناء، السنن الکبری للبیهقی ج۱۰، ص: ۲۲۳، مستدرک حاکم ، ج:۲، ص: ۴۱۱، تفسیر ابن جریر، ج: ۲۱، ص: ۳۶ امام حاکم وايي چي دا حدیث صحیح دی، (نیل الاوطار، علامه شوکانی، لاهور۲۰۰۰؛ جامع البیان فی تاویل القران، ابو جعفرابن جرېر طبری بیروت ۱۹۹۲)
د حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه په اند چي ددې ایات څخه مطلب غزل ویل دي او غزل دي او جابر بن عبدالله رضی الله عنه وايي چي ددې څخه مطلب د موسیقۍ ویل او اورېدل دي. (سنن الکبری، امام بیهقی، حیدراباد دکن ۱۳۵۵هج؛ تفسیرابن کثیر، علامه عمادالدین ابن کثیر)
علامه ابن کثیر پخپل تفسیر کي لیکي چي زیات تابعین لکه مجاهد، عکرمه، سعید بن جُبیر، عمرو ابن شعیب رحمة الله علیهم اجمعین، پردې ټینګار کوي چي دا ایات د موسیقۍ پر ویلو د حراموالی قاطع دلیل او ثبوت دی. (تفسیرابن کثیر، علامه عمادالدین ابن کثیر)
علامه ابن کثیر رحمة الله علیه پخپل تفسیر کي ددې مبارک ایات په تفسیر کي لاندي عربی عبارت لیکلی دی:
قال ابن جریر: حدثنی یونس بن عبدالاعلی اخبرنا ابن وهب اخبرنی یزید بن یونس عن ابی صخر عن ابی معاویة البجلی عن سعید بن جُبیر عن ابی الصهباء البکری انه سمع عبدالله بن مسعود و هو یسأل عن هذا الایة: (و من الناس من یشتری لهو الحدیث ) فقال عبدالله: الغناء والله الذی لا اله الاهو. یُرددها ثلاث مرات، حدثنا عمرو بن علی، حدثنا صفوان بن عیسی اخبرنا حمید الخراط عن عمار عن سعید بن جُبیر عن ابی الصهباء: انه سأل ابن مسعود عن قول الله: (و من الناس من یشتری لهو الحدیث ) قال: الغناء. وکذا قال ابن عباس و جابر و عکرمه وسعید بن جُبیر و مجاهد و مکحول و عمرو بن شعیب و علی بن بذیمة. وقال الحسن البصری: انزلت هذه الایة: (و من الناس من یشتری لهو الحدیث ) فی الغناء والمزامیر. وقال قتادة قول (و من الناس من یشتری لهو الحدیث ) والله لعله لاینفق فیه مالا، ولکن اشتراؤه استحبابه بحسب المرء من الضلالة ان یختار حدیث الباطل علی حدیث الحق، و مایضر علی ماینفع وقیل: اراد بقوله و (من الناس من یشتری لهو الحدیث ) اشتراء المغینات من الجواری.
قال ابن ابی حاتم: حدثنا محمد بن اسماعیل الاحمسی: حدثنا وکیع عن خلاد الصفار عن عبیدالله بن زخر عن علی بن یزید عن القاسم بن عبدالرحمن عن ابی امامة عن النبی ﷺ قال: لا یخل بیع المغینات ولا شراؤهن، و اکل اثمانهن حرام، و فیهن انزل عزوجل علی: (و من الناس من یشتری لهو الحدیث )، هکذا رواه ترمذی و ابن جریر من حدیث عبیدالله بن زخر بنحوه.
(تفسیر ابن کثیر، ج: ۵، ص: ۹۱، ۹۲/ للامام الحافظ ابی الفداء اسماعیل ابن کثیر القرشی الدمشقی (۷۰۱- ۷۷۴ هق) تحقیق عبدالرزاق المهدی. ط: مکتبه رشیدیه.)
ابن عساکر د قرانکریم د مفسر حضرت مکحول خبره رانقلوي:
که یو چا غزل ویونکې ښځه رانیول او دا سړی په دغه حالت کي مړ سو، نو زه دده په جنازه کي ګډون نه کوم، دا ځکه چي الله جل جلاله په سورت لقمان کي وايي چي دې سړي (لهوالحديث) رانیولی دئ. (معالم التنزیل، امام بغوی ، مصر ۱۳۴۷ هج)
علامه ابن جریر طبری رحمة الله علیه پخپل تفسیر(جامع البیان) کي لیکي: د مفسرینو په اند د(لهوا لحديث) اصطلاح ددې درو شیانو لپاره استعمالیږي:
۱: غزل ویل او اورېدل.
۲: د ښځینه او نارینه غزل ویونکو (غزل چیانو) چوپړ او کار وبار کول.
۳: د موسیقۍ د آلاتو استعمال، رانیول او کار و بارکول. (تفسیرطبری)
په همدې ترتیب امام قرطبی رحمة الله علیه پخپل تفسیر کي وايي: د(لهوا لحديث) تر ټولو ښه معنا(غزل ویل دي) او هم دا رأیه د رسول الله ﷺ د صحابه او تابعینو وه. (الجامع الاحکام القران، امام عبدالله قرطبی، بیروت ۱۹۵۳ )
د حسن بصری رحمة الله علیه څخه ددې ایات په تفسیر کي منقول دي چي دی وايي:
ان لهو الحدیث کل ماشغلک عن عبادة الله و ذکره من السمر والاضاحیک والخرافات والغناء و نحوها. (تفسیر روح المعانی ج: ۲۱، ص: ۶۷)
ژباړه: (لهوالحدیث) هر هغه شي ته ویل کیږي چي د الله جل جلاله د عبادت او ذکر څخه انسان غافله کوي، لکه د شپې نکلونه یا کیسې کول، لطیفې کول، خرافات، موسیقي او نور...
حضرت مجاهد رحمة الله علیه ددې ایات په تفسیر کي لیکي:
هو اشتراء المغنی والمغنیة والاستماع الیه و الی مثله من الباطل. (اخرجه آدم و ابن جریر والبیهقی فی سننه، السنن الکبری للبیهقی ج: ۱۰، ص: ۲۲۵، تفسیر ابن جریر، ج:۲۱، ص: ۳۷)
ژباړه: د (لهوالحدیث) څخه مطلب غزل ویلو والا غلام یا مينځه رانیول او د هغو غزلي او خرافات اورېدل دي.
امام ابوبکر جصاص رحمة الله علیه ددې ایات تر تفسیر لاندي لیکي:
د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چي د (لهوالحدیث) څخه مراد دغزل ویونکي مینځي رانیول دي. (احکام القرآن للجصاص ج: ۳، ص: ۲۲۷)
د اُمت مسلمه د عُلماو په اند د قرانکريم په ښه پوه کولو لپاره څلور سرچينې دي:
۱: د قرانکریم تفسیری په قرانکریم سره.
۲: د قرانکریم تفسیر په حدیث سره.
۳: د قرانکریم تفسیر د صحابه کرامو په تشریح او قول سره.
۴: د قرانکریم تفسیر په علم اللغت (لغت پوهني) سره.
له پورتنیو اصولو څخه دا جوته سوه چي که د قرآنکریم د ایات تفسیر په ایات سره وي، یا په مبارک حدیث سره وي، یا د صحابه کرامو رضی الله عنهم په اثارو سره وي او یا په لغتو سره وي ددې ټولو یو حکم دی او ټول درست دي.
نور بیا...
www.taleemulislam.net