لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۹)
موسيقي په قرآنکريم کي حرامه ده
په قرانکریم کي بل ځای راغلي دي:
۳: وَٱلَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ ٱلزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِٱللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا (سورت الفرقان: ۷۲)
ژباړه: او(بندګان د رحمان) هغه کسان دي چي نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلو کښي(موسیقي).
محمد بن الحنیفه او مجاهد وايي چي د(الزور) څخه موسیقي مراد ده. (عن ابی حنیفه الزور الغناء ، کف الرعاع، ابن حجر المکي، الزواجر، ص: ۳۹، تفسیر الدر المنثور، ج: ۵، ص: ۸۰ و هکذا نقل امام سیوطی من حسن و حجاف، بحواله اسلام اور موسیقي، مفتی محمدشفیع رح)
علامه ابن کثیر رحمة الله علیه وايي چي د(الزور) څخه مطلب غزل ویل دي، ابو بکر الجصاص پخپل تفسیر کي وايي:
د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په قول د(الزور) څخه مطلب موسیقي او غزل ویل دي. (احکام القران، امام ابو بکرالجصاص،۱۳۴۷ هج مصر) و قال محمد بن الحنفیة: هو اللهو والغناء. (تفسیر ابن کثیر، ج: ۴، ص: ۵۵۰ ۹۲/ للامام الحافظ ابی الفداء اسماعیل ابن کثیر القرشی الدمشقی (۷۰۱- ۷۷۴ هق) تحقیق عبدالرزاق المهدی. ط: مکتبه رشیدیه.)
مشهور صوفي عالم علامه شهاب الدین سهروردی رح هم پخپل کتاب (عوارف المعارف) کي ، پورتني درې مبارک ایاتونه د موسیقۍ په حرمت کي بیان کړیدي.
۴: وَٱسْتَفْزِزْ مَنِ ٱسْتَطَعْتَ مِنْهُم بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِى ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَوْلَٰدِ وَعِدْهُمْ ۚ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ إِلَّا غُرُورًا (سورت اسراء: ۶۴)
ژباړه: او هر هغه څوك چي(شیطان) په خپلي بلني سره ښویولاى شي، وې ښويوه، خپل سپاره پلي دي ورباندي راوله، په مالونو او اولادونو کښې ورسره برخه وال شه او هغوى د وعدو په دام کښې ونښلوه. له دوی سره د شيطان وعدې له يوې غولوني پرته نور هیڅ هم نه دي. حضرت ابن عباس رضی الله عنه او نور تابعین لکه ضحاک، حسن البصری او مجاهد رح (روح المعانی، ج: ۱۵، ص: ۱۱۱، و ابن جریر، ج: ۱۵، ص: ۷۶ (بصوتک قال باللهو و الغناء)، اخرجه ابن المنذر و ابن جریر و غیرهما.
(تفسیر طبری) په دې آند دي چي شیطان چي انسانان پخپل اواز سره ښویوي له دې څخه مراد موسیقي ده، د ضحاک مطابق چي له دې څخه د موسیقۍ آلات ( ډول، تنبور، رباب او نور..) مراد دي، د حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چي له دې څخه هر هغه اواز مراد دی چي د خدای و نافرمانۍ ته بلنه ورکوي. (تفسیر طبری)
علامه ابن قیم رحمة الله علیه ددې مبارک ایات په تفسیر کي لیکي: ابن ابی حاتم ویلي دي چي د ابن عباس رضی الله عنه مطابق ددې ایات څخه هر هغه شیطاني اواز مراد دی چي د خدای جل جلاله د احکامو خلاف و یو شي ته بلنه ورکول کيږي، چي له دې څخه په ښکاره جوتیږي چي موسیقي تر ټولو زیات د شیطان و خواهشاتو ته بلنه ده او الهي احکامو څخه بغاوت دی. (قال ابن ابی حاتم فی تفسیره عن ابن عباس رض: واستفزز من استطعت منهم بصوتک. قال: کل داع الی معصیة و من المعلوم ان الغناء من اعظم الدواعی الی المعصیة و لهذا فسر صوت الشیطان به. (اغاثة اللفهان من مصاعد الشیطان ـ علامه ابن قیم/ ط: مصر، ۱۹۹۳)
علامه ابن کثیر پخپل تفسیر کي ددې مبارک ایات په تفسیر کي لیکي: و قوله تعالی: (واستفزز من استطعت منهم بصوتک) هو الغناء، قال مجاهد: باللهو والغناء، ای استخفهم بذلک. تفسیر ابن کثیر، ج: ۴، ص: ۱۴۵/ للامام الحافظ ابی الفداء اسماعیل ابن کثیر القرشی الدمشقی (۷۰۱- ۷۷۴ هق) تحقیق عبدالرزاق المهدی. ط: مکتبه رشیدیه.
نور بیا...
www.taleemulislam.net