د وريښتانو توئېدل او درملنه
ليکوال: ډاکټر عبدالولي (اعتماد)
د سر وریښتان د وریښتانو د پياز يا فوليکول ( دوریښتانو ريښه) په واسطه چي د پوست په لاندنۍ برخه کي شتون لري، جوړيږي.
په عادي ډول له ۵ تر ۱۰ سلني پوري دا فوليکولونه د ارامتيا په حالت کي وي او د ۹۰ تر ۹۵ سلني پوري د فعالیت په حالت کي ژوند کوي.
د وېښته هر پياز له ۲ تر ۳ مياشتو پوري د آرامتيا مرحله لري چي په دغه موده کي وریښتان رژيږي او له دې مودې وروسته د دوهم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي. چي د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ څخه تر ۵ کالو پوري وي، البته له دې مودې وروسته يوه بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلي په نوم شتون لري، چي شاوخوا له دوو څخه تر دريو اونيو پوري دوام کوي او وریښتان د کار کولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته ځي. دا دوره په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ په عادي توګه د يو شمېر وریښتانو د رژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان کي د وریښتانو د رژېدلو دا شمېره د ورځي له پنځوسو څخه تر سلو پوري وي چي د وریښتانو د مينځلو په وخت کي بيا دا شمېره زياتيږي.
د وریښتانو رژېدل يو لړ لاملونه لري هغه لاملونه چي ډېر عام دي، په لاندي ډول دي:
۱- ارثي
۲- د ويني دا وسپني کمښت او د ميسو نشتوالی
۳- دځيني دواوو استعمال
۴- وریښتان تر اندازې زيات کشول
۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او وریښتانو غوړوالی
۶- سخت رواني تشويشونه
۷- د وریښتانو رژېدل په ځانګړي موسم کي.
۸- د وریښتانو رژېدل درې مياشتي وروسته له پيدايښته
۹- د تبي ناروغۍ پرله پسې پېښېدل.
۱۰- د وریښتانو نه ساتنه.
یادونه: د وریښتانو د رژېدلو ځيني نور علتونه هم شتون لري چي هغه لږ پېښېدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل
درملنه
۱- د پوستکي متخصص ډاکټر په مرسته د پورته علتونو اصلاح کول.
۲- د پوستکي د متخصص ډاکټر په مرسته پي ار پي (PRP) کول، چي تر ټولو غوره درملنه ده.
راسئ، پي آر پي در وښیو:
پي آر پي د ورېښتانو د توېدو د مخنيوي او قوي کېدو لپاره يوه ګټوره او غوره لار ده. چي بېله جراحي څخه ترسره کيږي.
په دې ميتود کي خپله د ناروغ وينه اخستل کيږي وروسته د ماشين په وسيله تجزيه کيږي. د ويني يوه ځانګړې ماده د پلتيليټ په نامه تر عادي حالت څو ځله غليظه کيږي. دا ماده په زياته اندازه د نمو (ودي) فکتورونه لري چي د سر په پوست کي د ځانګړي پېچکاری په وسيله لګول کيږي. پي آر پي په مکمله توګه بې ضرره ميتود دی چي د معتبرو سرچينو امريکا او اروپا لخوا تائید سوی دی.
د پي آر پي نتيجه په بېلابېلو کسانو کي فرق کوي يعني په ځينو کسانو کي ډېره ښه وي، په ځينو کسانو کي د قناعت وړ وي او په ځينو کسانو يې نتيجه کمزوه وي. د وريښتانو د ښه تقويې لپاره هر کس کولای سي د ۳ څخه تر ۶ مياشتو پوري په تکراري ډول پي آر پي وکړي.
تراوسه هيڅ کومه لاره د وريښتانو د توېدو د همېشنۍ درملني لپاره نسته، نو کولای سو چي د پي آر پي څخه لاسته راغلې نتيجه د لږ دوا په استعمال سره وساتو.
پي آر پي د لاندي حالاتو لپاره استعماليږي:
۱. د وريښتانو د توېدو د مخنيوي او تقويې لپاره
۲. د تندي، پزي او شونډو د نازکو ګونجو د کمولو لپار
۳. د پوستکي د ځوانۍ او تازوالي لپاره
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه